تورکمنستان دولت
د تورکمنستان جمهوريت د ترکمنستان برحاله حکومت دی، چې د شوروي اتحاد له سقوط سره، دغه هېواد تورکمنستان جمهوریت په نوم خپلواکي ترلاسه کړه. د دې هېواد د حکومت بڼه د جمهوريت يوه بڼه ده چې سیاسي جوړښت یې د پخواني شوروي نظام په څېر دی چې په هغې کې ولسمشر او د ترکمنستان د ډیموکراتیک ګوند منشي شامل دي چې په عملي توګه د پارلمان رئیس او ولسمشر ځای نیوونکی دی. قضايه قوه، د قواو عمومي قومانداني او نورې امنیتي ادارې هم د ولسمشر تر مستقیمو څار لاندې دي.
سياسي مخينه
[سمول]تورکمنستان د ۱۹۹۱ کال د اکتوبر په میاشت کې د ۶۹ کلونو سختو کړاوونو وروسته خپلواکي ترلاسه کړه. صفر مراد نیازوف چې په دې کلونو کې د ترکمنستان د کمونست ګوند مشر و، چې د تورکمنستان ترټولو لوی اداري مقام ګڼل کيږي، تر ۲۰۰۶ پورې د ولسمشر په توګه په واک کې پاتې شو، هغه د مرګ تر وخته د هېواد په ټولو چارو مسلط و، په پای کې ولسي جرګې د هغه له مړینې وروسته قربانقلي بردي محمدوف د تورکمنستان د ولسمشر په توګه وټاکه.
نوی اساسي قانون
[سمول]د ۲۰۰۸ کال په سېپتمبر کې د بنسټ ایښودونکو شورا په اجماع سره د نوي اساسي قانون د تصویب لايحه تصويب کړه. دې لايحې د تورکمنستان ولسي شورا واکونه راکمول او پرځایې د پارلمان واکونه زياتول او د دې امکان يې برابراوه چې نوي سياسي ګوندونه او ټولنې رامنځته شي، د دې لايحې د تصويف سره سم بردي محمدوف اعلان وکړ، چې نوی اساسي قانون به د ټولو نړيوالو ديموکراتيکو اصولو سره سم وي.
مقننه قوه
[سمول]د تورکمنستان د قانون جوړولو اداره يا مقننه قوه دوه برخې لري:
- د تورکمنستان ملي جرګه
- د تورکمنستان ولسي جرګه
د دولت غړي
[سمول]رتبه | نوم او کورنی نوم | د کار پیل |
---|---|---|
ولسمشر | سرپرستې برډي محمدوف | ۲۰۰۷ |
لومړی وزير | په دې اړه څه شی ویل کېږي؟ | ۲۰۰۷ |
د کرنې او چاپیریال وزیر | النور التيف | ۲۰۲۲ |
د کار او ټولنیز چارو وزیر | محمد سيد سيلاپوف | ۲۰۲۲ |
د بهرنیو چارو وزیر | باتر امانوف | ۲۰۲۲ |
د اقتصاد او ماليې وزیر | محمد ګلدي سرداراف | ۲۰۲۲ |
روغتيايي زده کړو او سياحت وزير | نورمحمد امانپسوف | ۲۰۲۲ |
د پوهنې وزیر | قربانګل اتايوف | ۲۰۲۲ |
د صنعت او اوبدنې وزير | رسول رجب اوف | ۲۰۲۲ |
د کلتور او رسنیو وزیر | ګلشاد محمدوا | ۲۰۲۲ |
د انرژۍ وزیر | حاجي محمد رجب مرادوف | ۲۰۲۲ |
د سوداګرۍ او بهرنیو اقتصادي اړیکو وزیر | اوراز مراد قربان نظروف | ۲۰۲۲ |