Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

"په افغانستان کې د کوکنارو د منع کولو اغېز به ۲کاله وروسته اروپايي بازارونو ته د هېرویینو رسولو له مخې معلوم شي"


په افغانستان کې د کوکنارو د کښت اړولو تازه کمپاین
په افغانستان کې د کوکنارو د کښت اړولو تازه کمپاین

د اروپایي ټولنې د نشه يي موادو د څارنې مرکز وايي چې د هېرويينو بازار په بشپړ ډول د افغانستان د هېرويينو له تولید سره تړلی دی.

دا مرکزوايي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د منع کولو اغېز به په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ میلادي کلونو کې اروپايي بازارونو ته د هېرویینو رسولو له مخې معلوم شي، ځکه اوسمهال په افغانستان او د سيمې هېوادونو کې په کافي اندازه د تارياکو زېرمې شته چې اروپايي بازارونو ته وړاندې شي.

زموږ همکار مرسلین ارسلا، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او اروپايي بازارونو ته د هېرويينو رسولو په اړه د اروپا د نشه يي موادو د نظارت مرکز تحليلګرې ډاکټرې تيودورا ګروشکووا (Teodora Groshkova) سره مرکه کړې او په پيل کې يې پوښتلې چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت منع کول به د اروپا پر نشه يي موادو څه اغېز ولري؟

دا مرکه د لېنک له کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:27 0:00

XS
SM
MD
LG