نړۍ
د ایران د ولسمشر لېږدونکې هیلي کوپټره له ستونزې سره مخ شوې
د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي هیلي کوپټره له یوې پېښې سره مخ شوې.
د ایران دولتي رسنیو تایید کړې چې د رییسي هیلي کوپټره په لویدیځ اذربایجان ولایت کې سخته ناسته درلوده.
ایسنا اژانس ویلي چې د رییسي د هیلي کوپټرې ځینو سورلیو ته مرګ ژوبله رسېدلې.
د راپورونو له مخې، هیلي کوپټره په یوه ځنګلي سیمه کې چې هوا یې هم لړه وه له پېښې سره مخ شوې او سیمې ته څو امبولاسونه استول شوي.
لا معلوم نه دي چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په څه حال کې دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اوکراين پوځ د يوې ايف۱۶ جنګي الوتکې د غورځېدو او پهکې د يو پيلوټ د مړينې خبر ورکړی
د اوکراین پوځ وايي، یوه ايف۱۶ جنګي الوتکه يې، چې د روسیې له یرغل سره د مبارزې لپاره خپلو لوېدیځو شریکانو ورکړې وه، لوېدلې او پیلوټ یې مړ شوی دی.
د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د راپور لهمخې، د اوکراین پوځ پرون (پنجشنبې) په یوه بیان کې، چې په فېسبوک کې یې خپور کړ، وویل چې جنګي الوتکه د دوشنبې په ورځ د روسیې د بېپیلوټه الوتکو او توغندو د ناتار په ترڅ کې د اوکراین په خاوره کې ولوېده.
دا لومړی ځل دی چې په اوکراین کې د ايف۱۶جنګي الوتکې د غورځېدو خبر خپرېږي.
د تېر کال په جولای میاشت کې لږ تر لږه شپږ ايف۱۶ جنګي الوتکې اوکراین ته وسپارل شوې.
سيایاې: ويانا کې د امريکايي سندرغاړې پر کنسرتونو د ناکام بريد موخه د لسګونه زره کسانو وژل وو
د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سيایاې) یوه چارواکي ویلي دي، د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د امریکایي سندرغاړې ټیلر سویفټ پر کنسرتونو د ناکام برید هدف د "لسګونو زره کسانو" وژل وو.
د سيایاې مرستیال ډیویډ کوهن د پنجشنبې په ورځ، د اګست په ۲۹، د متحدهایالتونو د ملي استخباراتو او امنیت په کلنۍ غونډه کې د بریدونو پلان "ډېر پرمختللی" وباله، ویې ویل چې د برید پلان کوونکو غوښتل چې په کنسرت کې د امریکایي اتباعو په ګډون لسګونو زره خلک ووژني.
هغه زیاته کړه چې د اتریش امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې د کسانو په نیولو سره د پېښې مخه ونیسي.
ده دا هم وویل، دوی او شریکانو یې اتریش ته د داعش په اړه معلومات ورکړي وو.
د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د امریکایي سندرغاړې ټیلر سویفټ درې کنسرتونه د اګست په نیمایي کې وروسته له هغه لغوه شول چې د کنسرتونو په ځای باندې د حملو د پلان په اړه اندېښنې وې.
د اټومي انرژۍ د څار اداره: ايران د غني شويو يورانيمو ذخاير زيات کړي
د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د څار اداره وايي، ایران خپل د غني شویو یورانیمو ذخایر د نړیوالې تقاضا بر خلاف تقریباً تر تسلیحاتي درجې زیات کړي دي.
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار ادارې پرون په یوه محرم راپور کې چې رویټرز او اسوشېټېډ پریس اژانسونو کتلی ویلي، ایران د اګست میاشتې له ۱۷مې د غني شویو یورانیمو ذخایر ۶۶ فیصده یعنې ۲۲ اعشایه ۶ کیلوګرامو ته زیات کړي، چې په مجموع کې دغه ذخایر ۱۶۴ اعشاریه ۷ کیلوګرامو ته رسېدلي دي.
هغه غني شوي یورانیم چې خالصوالی یې ۶۰ فیصدو ته رسېږي د بمونو جوړولو حد ته یو بل ګام نږدېوالی ښيي، د بمونو جوړولو لپاره باید د غني شویو یورانیمو خالصوالی ۹۰ فیصده وي.
د ملګروملتونو دغه اداره وايي، تهران لا هم د ۲۰۲۳م کال د سپټمبر میاشتې پر پرېکړه بیاکتنه نهده کړې او د اټومي انرژۍ تجربه کارو مفتشانو ته یې اجازه نهده ورکړې چې د ایران اټومي پروګرام وڅاري.
د راپور لهمخې، د ایران په اټومي تاسیساتو کې د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د څار ادارې څارونکې کامرې لا هم مختل دي.
غزه کې د پوليو واکسين په موخه جګړه کې پر درې ورځنۍ وقفه موافقه شوې
د اسرايیل پوځ او د فلسطینیانو حماس ډلې پرون پنجشنبه اعلان وکړ، چې د غزې په جګړه کې به درې ورځنۍ وقفه راولي، څو ۶لکه ۴۰زره ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکړل شي.
حماس د امریکا د متحدهایالتونو او اروپايي ټولنې لهخوا د تروریستي سازمان په توګه پېژندل کېږي.
پرون تر دې مخکې د اروپايي ټولنې ۲۷ غړو هېوادونو په همدې موخه په غزه کې د اسرايیل او حماس ډلې ترمنځ په جګړه کې د وقفې غوښتنه کړې وه.
د روغتیا نړیوال سازمان یوه لوړ رتبه چارواکي ریک پیپرکورن پرون ویلي، چې دغه وقفه به پر ځايي وخت د سهار له شپږو د ماسپښین تر درېیو بجو عملي کېږي.
غزه له ۲۵ کلونو راهیسې له ګوزڼ پاکه وه، خو د اروپايي ټولنې د اعلامیې لهمخې د پولیو د وایروس کشفېدل یو خبرداری دی او په جولای میاشت کې د پولیو د یوې مثبتې پېښې ثبتېدل، هلته نور ماشومان اغېزمنوي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر وايي، په پولیو اخته ماشوم ۱۰ میاشتنی او د دیرالبلح اوسېدونکی دی، چې واکسین شوی نه و.
د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو دغه راز غزې ته د ګوزڼ ضد ۱۲ ميلیونه واکسینونو د رسېدو هرکلی وکړ او پهدې برخه کې یې د اسرايیل همکاري ستایلې ده.
ايران کې د ګازو د ليک کېدو په يوه پېښه کې د سپاه پاسداران دوه افسران مړه شوي
د ایران د سپاه پاسداران دوه صاحبمنصبان په اصفهان کې د ګازو د لیک کېدو په یوه پېښه کې مړه شوي دي.
د دې پېښې په اړه نن (د اګست ۲۹مه) په اصفهان کې د سپاه پاسدارانو د صاحبالزمان په نوم مرکز په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی دی.
په اعلامیه کې راغلي، پېښه پرون شپه د سپاه پاسداران په یوه ورکشاپ کې شوې او ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
په اعلامیه کې نهدي ویلي شوي، چې دغه کسان د ګازو د نللیکې د چادونې یا د تنفسي ستونزو له کبله مړه شوي دي.
وړاندې راغلي، د پېښې دوه قربانیان تورن مجتبی نظري او ډګرمن مختار مرشدي دي.
په اعلامیه کې نهدي ویلي شوي چې دا کسان په څه بوخت وو، چې پېښه رامنځته شوه.
د ایران چارواکې عموماً د دغو ډول پېښو په اړه ډېر کم معلومات وړاندې کوي.
هالنډ اوکراين ته د روسيې پر ضد د اف۱۶ الوتکو د کارولو اجازه ورکړې
هالنډ اوکراین ته د روسیې پر ضد جګړه کې د هغوو اف۱۶ جنګي الوتکو د کارولو اجازه ورکړې، چې د دې هېواد لهخوا ورسره مرسته شوې وې.
دغه خبره نن (د اګست ۲۹مه) د هالنډ د پوځ مشر اونو ایشلزهایم د ايناواس ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې کړې ده.
د هغه په خبره، د دې الوتکو پر استفادې هیڅ محدودیت نهشته، خو پهدې شرط چې د جګړې قوانین رعایت شي.
ایشلزهایم ویلي، امریکا يې هم د دې دریځ ملاتړ کوي.
هالنډ له اوکراین سره څلرویشت اف۱۶ جنګي الوتکو د مرستې ژمنه کړې، چې ډېر ژر به يې دې هېواد ته وسپاري.
اسراییل: په لوېدیځه غاړه کې نهه وسلهوال وژلي شوي
د اسراییلو پوځ ویلي، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې په پراخو عملیاتو کې يې نهه وسلهوال وژلي دي.
خو د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، په دې عملیاتو کې ۱۱ کسان د جنین او الفارعه کډوالو په کمپونو کې په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.
اسراییلو تېره ورځ د فلسطین پر څلورو لویو ښارونو هممهاله بریدونه وکړل.
له ۲۰۰۵م کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې د فلسطین څو ښارونه په دا ډول په نښه کېږي.
اسراییلو ویلي، دا عملیات يې د ترهګرۍ د له منځه وړو په هدف پیل کړي دي.
پر اوکراین د روسیې هوایي او توغندیزو بریدونه؛ لږترلږه نهه کسان وژل شوي
پر اوکراین د روسیې په پرونیو هوایي او توغندیزو بریدونو کې لږترلږه نهه کسان وژل شوي دي.
زیاته مرګژوبله د اوکراین په دونیتڅک سیمه کې رامنځته شوې، دا هغه سیمه ده چې روسي ځواکونه په کې له څو میاشتو راهیسې هڅه کوي چې د پوکروفسک خواته خپل عملیات وغځوي.
د روسیو په پرونیو بریدونو کې ۱۶ کورونه او دوه د هستوګنې لوړپوړې ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.
بل لورته د اوکراین له خوا د روسیې په روستوف ښار د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د تیلو یوه ډيپو سوځېدلې ده.
د اوکراین او روسیې جګړه داسې مهال شدیده شوې چې د اوکراین ولسمشر ویلي، د جګړې د پای ته رسېدو یا سولې یوه طرحه یې جوړه کړې چې راتلونکې میاشت به یې د امریکا ولسمشر ته په واشنګټن کې وسپاري.
د ټیلیګرام بنسټ ایښودونکی د همدې چینل په مسنجر کې د ځینو سرغړونو له کبله تورن شو
فرانسې پرون چهارشنبه د ټیلیګرام چینل بنسټ ایښودونکی پاول دوروف د همدې چینل په مسنجر کې د یو شمېر سرغړونو له کبله تورن کړ.
فرانسې پر دوروف چې یو میلیاردر دی، له دغه هېواده د وتلو بندیز ولګاوه، خو هغه یې چې له څلورو ورځو راهیسې پاریس کې توقیف شوی و، ازاد کړ.
۳۹ کلن دوروف تورن دی چې پر ټیلیګرام چېنل یې د سخت دریځۍ او ناقانونه موادو د خپرېدو مخه نه ده نیولې.
هغه په مشروط ډول د پنځه میلیونه یورو په ضمانت له توقیفه خلاص شوی، خو اړ دی چې په اوونۍ کې دوه ځله پولیسو ته راپور ورکړي او فرانسه کې به پاتې کېږي.
دوروف چې د روسیې تبعه دی، فرانسې ته د چکر پر مهال په پاریس کې نیول شوی دی.
په خیبر پښتونخوا کې وسلهوالو د پوځ یو افسر او د هغه د کورنۍ غړي تښتولي
په خیبر پښتونخوا کې د ناامنیو د پېښو په دوام پرون چهارشنبه وسلهوالو د ډېره اسماعیل خان له کلاچۍ سیمې څخه د پاکستان د پوځ یو افسر او د هغه د کورنۍ غړي تښتولي دي.
تښتول شوی افسر چې د راپورونو له مخې د بریدمنۍ رتبه لري خالد نومېږي او وسلهوالو له هغه سره یوځای د هغه دوه ورونه او یو وراره هم تښتولی دی.
مشال راډیو په سیمه کې د استخباراتي چارواکو په حواله ویلي چې دغه افسر د خپل پلار د جنازې مراسمو ته تللی و چې د وسلهوالو منګولو ته ورغی.
تحریک طالبان پاکستان مشال راډیو ته منلې چې دغه افسر او د هغه د کورنۍ غړي، چې تراوسه یې دندې معلومې نه دي، دوی یوه خوندي ځای ته تښتولي دي.
پاکستان په وار وار تور پورې کوي چې تحریک طالبان په افغانستان کې پټنځایونه لري، خو د طالبانو لوی درستیز پرون چهارشنبه په یوه غونډه کې یوځل بیا دا تورونه رد کړل او وې ویل، پاکستان د خپلې ادعا لپاره هېڅ ثبوت نه لري.