Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

وحدتیار: په ایران کې د الوتکې د نسکورېدو پېښه مشکوکه ده


د ایران د ولسمشر حسن روحاني هیلیوکوپټره د یکشنبې په ورځ د مې پر ۱۹مه د اذربایجان په یوه غرنیزه او ځنګلي سیمه کې له ستونزې سره مخ شوې او د پلټنې عملیات یې هم ستونزو سره مخ شوي دي.
د ایران د ولسمشر حسن روحاني هیلیوکوپټره د یکشنبې په ورځ د مې پر ۱۹مه د اذربایجان په یوه غرنیزه او ځنګلي سیمه کې له ستونزې سره مخ شوې او د پلټنې عملیات یې هم ستونزو سره مخ شوي دي.

د څو ساعتونو له تېرېدو وروسته هم په ایران کې د هغې څرخي الوتکې د موندنې او د سورلۍ د ژغورنې عملیاتو نتیجه نه ده ورکړې چې پرون په اذربایجان شرقي ولایت کې نسکوره شوه.

ایرانۍ رسنیو د پېښې علت خرابه هوا ښودلې ده.

په الوتکه کې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او نور حکومتي چارواکي وو.

ایراني چارواکو د الوتکې د نسکورېدو علت خرابه هوا او هلته خپره شوې لړه یا غبار ښودلی دی.

تېره شپه هم د ژغورنې او پلټنې عملیات روان وو، خو تر اوسه د څرګندې نتیجې په باب څه نه دي ویل شوي.

د ازادي رادیو خبریال په واشنګټن ډي‌سي کې د نړیوالو چارو انسټېټیوټ له مشر هاشم وحدتیار څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه، د ایران د ولسمشر او نورو چارواکو د نسکورې شوې الوتکې موندلو ولې دومره زیات وخت ونیوه؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:15 0:00
XS
SM
MD
LG