Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۱

ولې د طالبانو پر محدودیتونو په وار وار اندېښنه ښودل کېږي، خو عملاً څه نه کېږي؟


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې تېره شپه د افغانستان پر وضعیت د بحث پر مهال پر ښځو، نجونو، رسنیو او مدني ټولنې د طالبانو فشارونه د نه منلو وړ وبلل شول.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا وویل، که څه هم په افغانستان کې ثبات څه شوی، خو بیا هم پر مدني ټولنې، وتلو سیاسي څېرو او ښځو فشارونه دوام لري.

په همدې حال کې ټاکل شوې د دوحې په درېیمه غونډه کې چې د چنګاښ یا سرطان پر لسمه او یوولسمه جوړېږي، پر افغانستان بیا بحثونه وشي، خو دغې غونډې ته د ښځو او مدني ټولنې استازي نه دي وربلل شوي.

زموږ همکار په جرمني کې د پوهنتون له استاد محمد اسحق اتمر د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، ولې د طالبانو پر دغو محدودیتونو په وار وار اندېښنه ښودل کېږي، خو عملاً څه نه کېږي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:07 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG