Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook
Jump to content

انور سادات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد انور السادات (د ۱۹۱۸ کال د ډسمبر له ۲۵ – د ۱۹۸۱ کال د اکتوبر تر ۶) یو مصري سیاستوال او پوځي افسر و چې د ۱۹۷۰ کال د اکتوبر له ۱۵ څخه تر ۱۹۸۱ کال د اکتوبر تر ۶ د بنسټپالو پوځي افسرانو له لوري تر وژل کېدو پورې یې د مصر د دریم ولسمشر په توګه دنده پر مخ یوړه. سادات د ازادو افسرانو یو جګپوړی غړی و چې د ۱۹۵۲ کال د مصر په انقلاب کې یې پاچا فاروق له واکه لرې کړ او د ولسمشر جمال عبدالناصر باوري ملګری و، چې د هغه تر واک لاندې یې دوه ځله یې د مرستیال ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه او په ۱۹۷۰ کال کې د ولسمشر په توګه بریالی شو. په ۱۹۷۸ کال کې سادات او د اسراییلو لومړي وزیر میناخېم بیګن د متحده ایالاتو له ولسمشر جیمي کارټر په مرسته د سولې تړون لاسلیک کړ چې پر بنسټ یې دوی د نوبل د سولې جایزې وړ وپېژندل شول.

انور سادات
محمد أنور السادات (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
  لړۍ...
زېږون نېټه
۲۵ ډيسمبر ۱۹۱۸[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۶ اکتوبر ۱۹۸۱[۱][۴][۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
firearm (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
ګوند
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
غړی د
دین
اړين مالومات
مهمې پېښې
جګړه
جوړښت
د معماري سټایل
  لړۍ...
جایزې
نور مالومات
وېب‌پاڼه
anwarsadat.org (عربي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

نوموړي د ولسمشر په توګه په خپلو یوولسو کلونو په اوږدو کې د مصر لاره بدله کړه، د ناصر پلوه له ډېرو سیاسي او اقتصادي اصولو څخه څنګ ته شو چې څو-ګوندي نظام یې بېرته راپورته کړ او د انفتاح اقتصادي سیاست یې په لاره واچوه. نوموړي د ولسمشر په توګه د ۱۹۷۳ کال په یوم کیپور جنګ کې د مصر مشري وکړه ترڅو د مصر سینا ټاپووزمه بېرته ترلاسه کړي، چې اسراییلو د ۱۹۶۷ کال له شپږ ورځنۍ جګړې را په دې خوا اشغال کړې وه، چې دې کار هغه په مصر او د یو څه وخت لپاره په پراخه عربي نړۍ کې د یو اتل په بڼه را پورته کړ. هغه وروسته له اسراییلو سره په خبرو اترو کې ښکېل شو، چې د مصر – اسراییلو د سولې د تړون لامل شوې؛ دې د نوموړي او میناخیم لپاره د نوبل د سولې جایزه وګټله، چې سادات لومړی مسلمان نوبل جایزه ګټونکی شو. که څه هم د دې تړون په اړه غبرګون - چې په پایله کې سینای بېرته له مصر سره یوځای شوه - په عمومي ډول د مصریانو ترمنځ د خوښې وړ و، خو د دې د هېواد اخوان المسلمین او کیڼ اړخو له خوا رد شو او داسې احساس یې را منځ ته کړ چې سادات د فلسطیني دولت د یقیني کولو هڅې پرېښودې. د سوډان په استثنا، عربي نړۍ او د فلسطین د ازادۍ سازمان (PLO) د سادات د هڅو سره سخت مخالفت وکړ چې ګواکي له عربي دولتونو سره له مخکینۍ مشورې پرته یې له اسراییلو سره جلا سوله کړې ده. د فلسطین په ستونزه کې د دوی سره د پخلاینې څخه د نوموړي د انکار په پایله کې مصر له ۱۹۷۹ کال څخه تر ۱۹۸۹ کال پورې د عربي اتحاد څخه ویستل شو. همدارنګه د سولې تړون د هغو بنسټیزو لامونو څخه و د هغه د وژنې لامل شو. د ۱۹۸۱ کال د اکتوبر په شپږمه د اکتوبر د شپږمې په رسم ګذشت کې د خالد اسلامبولي په مشرۍ وسله والو په قاهره کې پر سادات د اتومات ټوپک ډزې وکړې او هغه یې وواژه. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ژوند لومړي کلونه او انقلابې کړنې

[سمول]

انور سادات د ۱۹۱۸ کال د ډسمبر په ۲۵ مه په میت ابو الکوم کې چې د منوفیا د والي په برخه کې چې هغه مهال د مصر سلطنت و، په یوې غریبې کورنۍ وزېږېد چې ۱۳ وروڼو او خویندې یې درلودې. د هغه یو ورور عاطف سادات وروسته پیلوټ شو او د ۱۹۷۳ کال د اکتوبر په جګړه کې ووژل شو. د هغه پلار، انور محمد السادات، د بر مصر اوسېدونکی و، او مور یې، سیت البرین، له پلار څخه سوډاني وه.  [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

نوموړی د قاهرې، چې هغه مهال د مصر د پاچاهۍ پلازمېنه وه، له شاهي پوځي اکاډمۍ څخه په ۱۹۳۸ کال کې فارغ شو او د سیګنال قول اردو ته ولېږل شو. هغه اردو ته د دوهم بریدمن په توګه لاړ شو او په انګلیس - مصر سوډان (سوډان په هغه وخت کې د برتانیا او مصر د ګډې واکمنۍ لاندې ګډ حکومت و) دنده ور وسپارل شوه. هلته يې له جمال عبدالناصر او د څو نورو ټیټ پوړو افسرانو سره ولیدل او د ازادو افسرانو پټ خوځښت یې را منځ ته کړ چې دې سازمان له مصر څخه د انګلیسانو د ايستلو او د شاهي فساد د له منځه وړلو ژمنه يې وکړه.[۱۸][۱۹]

نوموړي د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د بریتانوي ځواکونو له لورې له دې امله زندانی شو چې د اشغالګرو ځواکونو په شړلو کې یې د محوري ځواکونو څخه د مرستې د ترلاسه کولو هڅې کولې. هغه د دوهمې نړیوالې جګړې له پای وروسته، په ​​هغه وخت کې د پټې ټولنې سره ولیدل او د وفد ګوند تر مشرۍ لاندې حکومت کې یې د مالیې وزیر او د مصر-انګلیس د دوستۍ ټولنې مشر، امین عثمان د وژنې پرېکړه وکړه چې له انګلیسانو سره یې پراخه خواخوږي درلوده. عثمان د ۱۹۴۶ کال د جنورۍ په میاشت کې ووژل شو. د امین عثمان له وژلو وروسته سادات بیا زندان ته ستون شو. هغه د قرمیدان په زندان کې د زندان له خورا سختو کړاوونو سره مخ شو، خو د حسین توفیق په قضیه کې لومړی تورن په تېښته بریالی شو او د جرم د ثبوت له نه شتون وروسته ټول تورونه له منځه ولاړل او تورن خوشي شول. ځوان افسر صلاح ذوالفقار چې په هغه وخت کې په زندان کې مامور و او د سادات پر اتلولۍ یې د زړه له کومي باور درلود چې د خپل هېواد لپاره یې د وطن دوستۍ ونډه لوبولې وه، په داسې حال کې چې زنداني هم و خو په دې باور و چې له خپل وطن سره د مينې له امله بندیان شوي دي. ذوالفقار له ځانه سره د ښاغلو لپاره خواړه، اخبارونه او سګريټ راوړل او له خپلې کورنۍ سره يې د ليدنې د اجازې په ترلاسه کولو کې ډېره مرسته کوله. انور سادات په ډېرو سیاسي خوځښتونو کې، د اخوان المسلمین، فاشیست ځوان مصر، د مصر د مانۍ د اوسپنیزو ساتونکو، او د آزادو افسرانو په نامه د پټو نظامي ډلو په ګډون، کارنده غړی و.  سادات له خپلو ملګرو ازادو افسرانو سره یوځای په هغه پوځي کودتا کې برخه واخیسته چې د ۱۹۵۲ کال د مصر انقلاب یې پیل کړ چې د همدې کال د جولای په ۲۳ مه یې پاچا فاروق له واکه لرې کړ. سادات ته دنده ورکړل شوې وه چې د انقلاب خبرونه د راډیو له لارې د مصر خلکو ته ورسوي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د ناصر د ولسمشرۍ په اوږدو کې

[سمول]

سادات د جمال عبدالناصر د واکمنۍ پر مهال په ۱۹۵۴ کال کې د دولت وزیر وټاکل شو او د الجمهوریه د نوې ورځپاڼې مسئول مدیر هم وټاکل شو. نوموړي په ۱۹۵۹ کال کې د ملي یوالي د منشي په توګه دنده پیل کړه سادات (له ۱۹۶۰ – ۱۹۶۸پورې) د مصر د ولسي جرګې رئیس او بیا په ۱۹۶۴ کال کې مرستیال ولسمشر او د ولسمشرۍ د شورا غړی و او د ۱۹۶۹ کال په ډسمبر کې بیا د مرستیال ولسمشر په توګه وټاکل شو. [۲۴]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ذکر کېدنه: انټرنیټ فلم ډیټابیس. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: nm0755427. Retrieved: ۱۳ اگسټ ۲۰۱۵. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w60p0xhm. Subject named as: Anwar Sadat. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  3. ذکر کېدنه: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 6523229. Subject named as: Anwar al-Sadat. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). Retrieved 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  5. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). Retrieved 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  6. سرچينې تړی: http://www.nobelprize.org/nobel_prizes/peace/laureates/1978/.
  7. سرچينې تړی: https://www.nobelprize.org/nobel_prizes/about/amounts/.
  8. سرچينې تړی: https://www.boe.es/boe/dias/1977/04/07/pdfs/A07775-07775.pdf. Retrieved: ۲۴ نومبر ۲۰۱۷.
  9. "Peace with Israel".
  10. (په 21 August 2010 باندې). Middle East Peace Talks: Israel, Palestinian Negotiations More Hopeless Than Ever. HuffPost.
  11. Vatikiotis, P. J. (1992). The History of Modern Egypt (4th edition ed.). Baltimore: Johns Hopkins University. p. 443.
  12. "The Failure at Camp David – Part III Possibilities and pitfalls for further negotiations". Textus. Archived from the original on 10 March 2012. Retrieved 2 February 2011. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  13. . Egypt and Israel Sign Formal Treaty, Ending a State of War After 30 Years; Sadat and Begin Praise Carter's Role. The New York Times.
  14. (په 25 January 2010 باندې). Profile: Anwar Sadat The former Egyptian president believed a peace deal with Israel was vital to end wars.. Al Jazeera
  15. "Sadat's Brother Reported Killed During October War". The New York Times. Retrieved 2020-11-10.
  16. C. J. De Wet (2006). Development-induced Displacement: Problems, Policies, and People. Berghahn Books. p. 198. ISBN 978-1-84545-095-3. Retrieved 31 January 2013.
  17. "Sadat's Wife autobiography".
  18. Alagna, Magdalena (2004). Anwar Sadat (په انګليسي). The Rosen Publishing Group. ISBN 9780823944644.
  19. Wagner, Heather Lehr (2007). Anwar Sadat and Menachem Begin: Negotiating Peace in the Middle East (په انګليسي). Infobase Publishing. ISBN 9781438104409.
  20. "إبنة صلاح ذو الفقار تكشف عن دور والدها أثناء اعتقال السادات". مصراوي.كوم. Retrieved 2022-02-07.
  21. "رقية السادات لـ"اليوم السابع": صلاح ذو الفقار كان المشرف على زنزانة والدى .. عندما ذهبت مع والدتى لزيارة أبى فى المعتقل وجدت صوت تعذيب فطمأننى الفنان الراحل: والدك لا يتم تعذيبه". اليوم السابع. 2019-12-25. Retrieved 2022-02-07.
  22. "دفعة وزراء الداخلية وحارس سجن السادات.. ما لا تعرفه عن صلاح ذو الفقار". اليوم السابع. 2020-12-22. Retrieved 2022-02-07.
  23. Jon B. Alterman (April 1998). "Sadat and His Legacy: Egypt and the World, 1977–1997". The Washington Institute.
  24. Alterman, Jon B. (1998). "New Media New Politics?" (PDF). 48. The Washington Institute. Archived from the original (PDF) on 13 May 2013. Retrieved 7 April 2013. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)