Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook
Jump to content

انیم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
انیم
عامه معلومات
عمومي معلومات
ځانګړې وېشنيزه
هېواد
نور اړين مالومات
برخې
برخه د

انیمه (جاپاني کې アニメ او په انګریزې کې Anime) په لاس او کمپیوټر سره د ډیزاین یو ډول دی چې اصلي ځای یې جاپان و. له جاپان څخه بهر او په انګریزې ژبه کې انیمه په ځانګړې ډول هغو انیمیشنونو ته ویل کېي چې په جاپان کې تولید شوي وي. که څه هم په جاپان او جاپاني ژبه کې د انیمه اصطلاح (د انګریزې ژبې د انیمیشن لنډ ډول دی) چې په دې کې له ډول او اصلیت پرته ټول د انیمیشن کارونه شاملیږي. له جاپان څخه بهر هم زیاتره انیمیشنونه د جاپاني انیمیشنونو په څېر توليد شوي دي. ویډیويي لوبې هم ځینې وختونه داسې اثار او هنري ډولونه جوړوي چې هغو ته انیمه ویل کېږي.[۱]

د لومړي ځل لپاره په ۱۹۱۷ کال کې په جاپان کې سوداګریز انیمیشنونه جوړ شول. د وتلي جاپاني کارتونیست اومسامو تزوکا له خوا په ۱۹۶۰مه لسیزه کې یو مشخص هنري ډول رامنځته شو چې په را وروستیو لسیزو کې یې پراختیا ومونده او د زیات شمېر کورنیو مخاطبینو پام یې ځان ته ور واړاوه. انیمه په تیاتري ډول د تلویزیوني خپرونو او انټرنېټ له لارې خپریږی. له اصلي اثارو سربېره، انیمه زیاتره د جاپاني کمیکونو (مانګا)، لنډو رومانونو یا ویډیويي لوبو اقتباس وي. دا په بېلابېلو ژانرونو سره ډلبندي کېږي چې بېلابېل او پراخ مخاطبین تر هدف لاندې نیسي.[۲]

انیمه یو ډول متنوع رسنۍ ده چې د تولید متمایز میتودونه لري کوم چې د نوو رامنځته شوو تکنالوژيو پر وړاندې یې خان اعیار کړی دی. انیمه هنري ګرافیک، کرکټرجوړونه، سینماتوګرافي او د تخیلي او فردګرا تکنیکونو نور ډولونه سره ګډوي. د لویدیځو انیمیشنونو په پرتله، د انیمه تولید په عمومي توګه ډېر کم پر حرکت باندې تمرکز لري خو زیاتره تمرکز یې د تنظیماتو پر جزئیاتو او د کیمرې د ایفیکټونو پر کارولو وي، د بېلګې په توګه پاننګ، زوم او زاویه لرونکې انځورونه. له پراخو هنري ډولونو څخه په کې کار اخیستل کېږي او د یوه کرکټر نسبتونه او خانګړې کېدای شي په پوره ډول سره متنوع واوسي او د کرکټر سترګې په کې سترې او له احساسه ډکې معلومې شي.[۳]

د انیمه صنعت کې څه باندې ۴۳۰ توليد شرکتونه فعالیت لري چې له هغې ډلې سترې سټډیوګانې یې عبارت دې له: Studio Ghibli، Kyoto Animation، Sunrise، Bones، Ufotable، MAPPA، Wit Studio، CoMix Wave Films، Production I.G او Toei Animation. له ۱۹۸۰یمې لسیزې راهیسې، یاد هنر د ډبنګ او سب ټایټل د پروګرامونو په رامنځته کېدو او له ۲۰۱۰مې لسیزې راهیسې د لایو سټریمینګ په رامنځته کېدو سره په نړیواله کچه زیاته بریا تر لاسه کړې ده. له ۲۰۱۶ کال راهیسې، جاپاني انیمیشن د نړۍ د انیمه شوو تلویزیوني پروګرامونو ۶۰ سلنه جوړوله.[۴][۵]

اصطلاح پېژندنه

[سمول]

د یو ډول انیمیشن په توګه، انیمه یو ډول هنري شکل دی چې په نورو رسنیو کې شته زیاتره ژانرونه په کې شاملیږي. ځینې وختونه په تېروتنې سره په خپله د یو ډول ژانر په توګه ډلبندي کېږي. په جاپاني ژبه کې، د انیمه اصطلاح د ډول او منشا پرته ټولو متحرکو یا خوځنده اثارو ته اشاره لري. د انګریزې ژبې ډیکشینري ګانې زیاتره انیمه (/ˈænɪmeɪ/) د (یو ډول جاپاني انیمیشن) یا د (انیمیشن د هغه ډول په توګه تعریفوي چې منشا یې په جاپان کې ده) تعریفوي. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

د انیمه د اصطلاح په اړه بېلابېل متضاد نظرونه دي. د انیمیشن انګریزې کلیمه په کاتاکانای جاپاني کې  アニメーション (آنیمِشون (لیکل کېږي) او アニメ انیمه (بیا د انیمیشن لنډ ډول دی). ځینې سرچینې بیا ادعا کوی چې انیمه د فرانسوي اصطلاح انیمیشن یعنې dessin animé څخه را اخیستل شوې ده خو نور بیا پر دې اند دي چې دا یوه افسانه ده. په فرانسوي ژبه کې انیمه د صفت په توګه د جاندار او خوځنده شي په معنی ده. [۹][۱۱]

خو په انګریزې ژبه کې (کله چې د یوه مصطلح نوم په توګه وکارول شي) نو بیا د جمع نوم حالت لري. (د بېلګې په توګه: ایا ته انیمه ګوري؟) یا (څومره انیمه دې لیدلي دي؟) د انیمه د اصطلاح د پراخې کارونې نه وړاندې، د جاپانیمیشن اصطلاح په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰یمه لسیزه کې ډېر دود وه. خو د ۱۹۸۰یمې لسیزې په نیمايي کې د انیمه اصطلاح ورو ورو د جاپانیمیشن په ځای وکاریدله. په عمومي توګه، اوسمهال دا وروستۍ اصطلاح د جاپاني انیمیشنونو د پېژندنې لپاره کارول کېږي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

تاریخچه

[سمول]

مخینه

[سمول]

Emakimono او د سیوري تمثیلي ټوټې (kage-e) د جاباني انیمیشن د مخینو په توګه په پام کې نیول کېږي. Emakimono په یوولسمه پېړۍ کې دود وه. ګرځنده داستان ویونکو به افسانې او حکایتونه روایت کول په داسې حال کې چې Emakimono به د وخت په ترتیب له ښۍ خوا کېڼې خوا ته خلاصېده، لکه یو خوځنده پانوراما. Kage-e بیا د Edo په دوره کې محبوبیت درلود او د چین د سیوري له تمثیلي ټوټو څخه یې سرچینه اخیستې وه. د هالنډ جادويي فانوسونه (څراغونه) هم په اتلسمه پېړۍ کې دود و. په دولسمه پېړۍ کې د kamishibai په نوم کاغذي تمثیلي ټوټو زیاتوالی وموند او تر ۱۹۳۰مې لسیزې پورې یې د سړک پر سر تیاتر کې محبوبیت درلود. د بونراکو د تیاتر ګوډي ګان او د ukiyo-e چاپونه د جاپاني انیمیشن د زیاترو شخصیتونو د نیکونو په توګه ګڼل کېږي. په پای کې، مانګا د انیمه لپاره یو درود الهام بښونکی و.  د کیتزاوا راکوتین او اوکاموټو ایپي په څېر کارتونونیستانو د فلم عناصر په خپلو ستریپونو کې کارول.[۱۶]

مخکښان

[سمول]

انیمیشن په جاپان کې د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې هغه مهال پیل شو کله چې فلم جوړونکو په فرانسه، جرمني، امریکا او روسیه کې د پرمختللو تکنیکونو پر کارولو پیل وکړ. ادعا کېږي چې لومړنی جاپاني انیمیشن کاتسودو شاشین (۱۹۰۷) دی، چې دا د یوه ناپېژانده جوړونکي له خوا یو شخصي اثر و. په ۱۹۱۷ کال کې، لومړنی مسلکي او عامه اثر رامنځته شول. د Ōten Shimokawa، Seitarō Kitayama او Jun'ichi Kōuchi په څېر انیمیتوران (چې د "انیمیشن د پلرونو" په توګه په پام کې نیول کېږي) زیات شمېر فلمونه تولید کړل چې د هغوی تر ټولو پخوانی او یوازینی پاته شوی اثر د Kōuchi د Namakura Gatana اثر دی. زیاتره لومړني اثار په ۱۹۲۳ کال کې د کانټو په ستره زلزله کې د شیموکاوا د زیرمتون په ورانیدو سره له منځه ولاړل.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د ۱۹۳۰مې لسیزې په نیمايي کې، انیمیشن په جاپان کې د ژوندیو-حرکاتو د صنعت پر وړاندې د یوه ښه بریالي بدیل په توګه پر مخ روان و. خو د خپلو بهرنیو سیالانو لکه ډیزني او نورو انیمیتورانو له هغې ډلې Noburō Ōfuji او Yasuji Murata له لاسه یې زیات زیان ولید. نور تولیدوونکي لکه Kenzō Masaoka او Mitsuyo Seo، په خپلو تکنیکونو کې زیات پرمختګ وکړ او د دولت له مرستې څخه یې ګټه پورته کړه او د لنډو روزنیزو او تبلیغاتي فلمونو پر تولیدولو یې لاس پورې کړ. په ۱۹۴۰ کال کې، دولت ګڼ شمېر د هنرمندانو سازمانونه منحل کړل او Shin Nippon Mangaka Kyōkai یې رامنځته کړ. په جاپان کې لومړنی اوږد انیمه فلم Momotaro: Sacred Sailors و چې په ۱۹۴۵ کال کې د Seo له خوا د جاپان د سمندري ځواکونو په مټ جوړ شو. ۱۹۵۰مه لسیزه د لنډو تبلیغاتي انیمیشنونو د پراختیا شاهده وه چې د تلویزیون لپاره جوړیدل.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې

[سمول]
  1. Ashcraft, Brian (2021-05-18). "What "Anime" Means". Kotaku (په انګليسي ). خونديځ د اصلي څخه March 2, 2022. لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Ministry of Economy, Trade and Industry (2020). "Manga and Anime". Google Arts and Culture. خونديځ د اصلي څخه October 27, 2023. لاسرسي‌نېټه October 27, 2023. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. (په 21 September 2016 باندې). A Serious Look at Big Anime Eyes. Kotaku.
  4. Napier, Susan J. (2016). Anime from Akira to Howl's Moving Castle: Experiencing Contemporary Japanese Animation. St. Martin's Press. مخونه 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781250117724. خونديځ د اصلي څخه September 24, 2023. لاسرسي‌نېټه February 14, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Brzeski, Patrick (16 May 2022). "How Japanese Anime Became the World's Most Bankable Genre". The Hollywood Reporter. خونديځ د اصلي څخه Dec 6, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. "Tezuka: The Marvel of Manga - Education Kit" (PDF). Art Gallery New South Wales. 2007. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۳۰ اگسټ ۲۰۰۷ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "Anime". Lexico (په انګليسي ). Oxford University Press. د اصلي آرشيف څخه پر March 3, 2020 باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "Anime" (په انګليسي ). Merriam-Webster. خونديځ د اصلي څخه February 2, 2013. لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ "Lexicon - Anime". Anime News Network. خونديځ د اصلي څخه August 30, 2020. لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Poitras 2000، م. 7.
  11. Kroon, Richard W. (2010). A/V A to Z: An Encyclopedic Dictionary of Media, Entertainment and Other Audiovisual Terms. McFarland. مخونه 48. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-5740-3. خونديځ د اصلي څخه May 15, 2023. لاسرسي‌نېټه May 15, 2023. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "Anime". (4th). 
  13. "Anime". Dictionary.com Unabridged (v 1.1). خونديځ د اصلي څخه March 31, 2023. لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Patten 2004، مم. 69–70.
  15. Patten 2004، مم. 85–86.
  16. Novielli, Maria Roberta (2018). Floating worlds: a short history of Japanese animation. Boca Raton. OCLC 1020690005. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-351-33482-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Litten, Frederick S. (29 June 2014). "Japanese color animation from ca. 1907 to 1945" (PDF). مخونه 14. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۸ سپټمبر ۲۰۲۰ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Litten, Frederick S. "Some remarks on the first Japanese animation films in 1917" (PDF). خونديځ (PDF) د اصلي څخه اګست 10, 2014. لاسرسي‌نېټه جولای 11, 2013. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Clements او McCarthy 2006، م. 170.
  20. Clements او McCarthy 2006، م. 169.
  21. Schodt 1997.
  22. Sharp, Jasper (23 September 2004). "Pioneers of Japanese Animation (Part 1)". Midnight Eye. خونديځ د اصلي څخه ۱۷ جنوري ۲۰۱۰. لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۰۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Yamaguchi, Katsunori; Watanabe, Yasushi (1977). Nihon animēshon eigashi. Yūbunsha. مخونه 26–37. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Baricordi 2000، م. 12.
  25. Japan: An Illustrated Encyclopedia. Tokyo, Japan: Kodansha. 1993. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-4-06-206489-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Official booklet, The Roots of Japanese Anime (DVD). Zakka Films. 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Douglass, Jason Cody (2019). Beyond Anime? Rethinking Japanese Animation Through Early Animated Television Commercials. Palgrave MacMillan. مخونه 213. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783030279394. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)

سرچینې

[سمول]