بیجنګ
اوږده ليکنه |
---|
بېجېنګ چې په چينايي ژبه (北京) لیکل کېږي او په انګلیسي يې پېکېنګ (Peking) هم بولي، د چین د ولسي جمهوریت پلازمېنه ده. دا ښار د نړۍ تر ټول ګڼمېشتې پلازمېنه ده چې ۲۱ مېلیونه اوسېدونکي لري او شاوخوا ۱۶۴۱۰ کیلومتر مربع (۶۳۳۶ میله مربع) مساحت لري. بېجینګ د چین په شمالي برخه کې موقعیت لري، یوه شاروالي يې اداره کوي چې د ۱۶ ښاري، نیمه ښاري او کلیوالي ناحیو دولتي شورا يې مستقیم مدیریت په لاس کې لري. بېجینګ تر ډېره د هېبي ولایت سره پوله لري خو بیا يې په سوېل ختیځه برخه کې تیانجین ولایت پروت دی. دا درې واړه ولایتونه په ګډه یو ستر ښار او د چین د ملي پایتخت سیمه جوړوي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷] بېجینګ یو نړیوال ښار او د نړۍ یو له مخکښو کلتوري، ډپلوماسي، سیاسي، سوداګریز او اقتصادي، تعلیمي، ژبې او ساینس او ټکنالوژۍ له مرکزونو څخه دی. دا ستر ښار له شانګهای وروسته د چین دویم تر ټولو ستر ښاري نفوس لري او د یاد هېواد کلتوري، تعلیمي او سیاسي مرکز دی. دلته د چین ترټولو سترې دولتي کمپنۍ مرکزونه لري او یاد ښار نړۍ د فورچون ګلوبل ۵۰۰ (Fortune Global 500) یو ستر شمېر شرکتونو ته يې ځای ورکړی دی. د ټولو داراییو په لحاظ، بېجېنګ د نړۍ د مالي بنسټونو درلودونکی څلورم ترټولو ستر ښار دی. بېجنګ د "نړۍ د میلیاردرانو پلازمېنه" ده ځکه په دې ښار تر ټولو ډېر شمېر میلیاردران اوسېږي. همدا ډول، دا ښار د هېواد د ملي لویو لارو، چټکو لارو، رېل پټلیو او لوړ سرعت رېل شبکو یو ستر مرکز دی. له ۲۰۱۰ راهیسې، د مسافرینو د تګ راتګ له اړخه د بېجېنګ پلازمېنې نړیوال هوايي ډګر د نړۍ تر ټولو بوخت (د آسیا تر ټولو بوخت) دویم هوايي ډګر دی. له ۲۰۱۶ راپديخوا د دې ښار مټرو شبکه د نړۍ تر ټولو بوخته او اوږده شبکه ده. د بېجینګ ډېکسېنګ نړیوال هوايي ډګر، په بېجینګ کې دویم نړیوال هوايي ډګر، په نړۍ کې د واحد جوړښت هوايي ډګر ټرمېنل تر ټولو ستر هغه دی. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵] په ګډه د عصري او سنتی سبک معمارۍ درلودونکی بېجنیګ، د نړۍ یو تر ټولو زړو ښارونو څخه دی چې د درې زرو کلونو یو غني تاریخ لري. د چین وروستیو څلورو سترو لرغونو پلازمېنو څخه، بېجینګ له تېرو اتو پېړیو راهیسې د یاد هېواد پایتخت پاتې شوی دی، او د دویمې زریزې په ډېری موده کې د نړۍ تر ټولو ګڼمېشتی ښار و. د بېجینګ له دریېو اړخونو څخه غرونه راتاو دي او دا ښار د امپراطورۍ د اوسېدونکو لپاره په سټراټيژيکه بڼه جوړ او پراخ شوی دی، نو ځکه د امپراطورۍ د پلازمېنې لپاره يې زښته مناسب موقعیت درلود. دا ښار پخپلو شتمنو او سترو ځایونو، معبدونو، پارکونو، باغونو، زیارتونو، دیوالونو او دروازو پېژندل کېږي. پدې ښار کې د یونیسکو د نړیوال میراث اووه ځایونه شتون لري چې ټول يې مشهور سیاحتي موقعیتونه دي، لکه ممنوع ښار، د جنت یا آسمان معبد، د اوړي ماڼۍ، مینګ زیارت، ژوکودیان او د ستر دېوال او ستر کانال برخې. سېهي یوانز، د ښار د کورونو سنتي سبک، او د سېهي یوانز تر منځ نرۍ کوڅې سترې توریستي جاذبې او داسې ځایونه په بېجینګ ښار کې ډېر دي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹] د بېجېنګ ښار له ۹۱ پوهنتونونو څخه ډېری يې د آسیا-پاسیفیک او نړۍ له غوره پوهنتونو څخه ګڼل کېږي. د آسیا پاسیفیک او راپورته کېدونو هېوادونو له ډلې څخه، د سي۹ لیګ (C9 League universities) پوهنتونونو څخه دوه غوره يې په بېجېنګ کې دي (د شینهوا او پېکېنګ پوهنتونونه). د بېجینګ CBD د بېجنګ د اقتصادي پراختیا مرکز دی چې په دې سیمه کې یا ګڼې اسمان څکې ودانۍ بشپړې شوې یا يې کار روان دی. د بېجینګ ژونګوانکون سیمه د نړۍ د نړۍ د علمي او ټکنالوژيکي نوښتونو او همدا ډول کارمخکښۍ (entrepreneurship) یو مخکښ مرکز دی. له ۲۰۱۶م کال راهیسې، د طبیعت شاخص (Nature Index) لخوا بېجینګ د نړۍ د علمي څېړنو لرونکی تر ټولو ستر مرکز ګڼل شوی دی. دې ښار د ګڼو نړیوالو او ملي ورزشي سیالیو کوربه توب کړی دی، لکه د ۲۰۰۸م کال د اوړي المپیک او د ۲۰۰۸م کال د پارالمپیک لوبې. بېجېنګ لومړنی ښار دی چې هم يې د اوړي او هم يې د ژمي المپیک او هم پارالمپیک لوبو کوربه توب کړی دی. په بېجينګ کې ۱۷۵ بهرني سفارتونه او د ډېری سازمانونو مرکزونه دي، لکه د آسیا بنسټیزې پانګه اچونې بانک (AIIB)، د شانګهای د همکاریو سازمان، د ورېښمو لارې صندوق، د چین د علومو اکاډمي، د چین د انجنیرۍ اکاډمي، د چین د ټولنیزو علومو اکاډمي او د چین د سره صلیب ټولنه. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸] د نوم اېښودنې لاملپه تېرو ۳۰۰۰ کلونو کې د بېجینګ ښار ګڼ نومونه لرلې دي. د بېجینګ نوم د "شمالي پلازمېنه" معني لري چې په چینايي کې 北 د شمال او 京 د پلازمېنې لپاره راځي. دا نوم په ۱۴۰۳م کال کې د مېنګ خاندان په دوران کې پدې ښار ځکه کېښودل شو چې د نانجینګ (سوېلي پلازمېنه) سره یې توپیر وشي. د بېجېنګ انګلیسي لیکل (Beijing) د چین حکومت د ۱۹۸۰مو کلونو له رسمي سندونو څخه اخیستل شوي او دا ټکی په ماندرین چینايي ژبه همدغه رقم تلفظ کېږي. پېکېنګ (Peking) ځکه ورته وايي چې په جنوبي بندري ښارګوټو کې د چین په بله لهجه دا ډول تلفظ کېږي او دا نوم هغه مهال دود شو چې اروپايي سوداګر او تبلیغیان هغې سیمې ته ولاړل. دا لهجه په منځني چین کې 京 د کجېنګ په توګه تلفط کېږي چې بیا وروسته شمالي لهجې او ورپسې عصري تلفظ داخلېږي. که څه هم نور پېکینګ دومره ډېر نه کارول کېږي، خو بیا هم د ښار ځینې زاړه ځایونه او تاسیسات په همدې نامه یادېږيو لکه د بېجینګ پلازمېنې نړیوال هوايي ډګر ته IATA کوډ PEK کارول کېږي، او د پېکېنګ پوهنتون تر اوسه خپل هغه پخوانی نوم لري. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲] په چینايي ژبه بېجینګ په یوه ټکي کې دا ډول په مخففاتو لیکل کېږي (京)، چې په ښار کې د ننه د ګاډو په لمبرپلېټونو کې کارول کېږي. د بېجینګ لپاره د لاتین الفبې مخفف "BJ" دی.[۳۳] تاریخپخوانی تاریخد پېکېنګ په ښاروالۍ کې د پخوانیو انسانانو د اوسېدنې پل د فنګشان ولسوالۍ د ژوکودیان کلي سره نږدې د ښامار هډوکۍ غونډۍ (Dragon Bone Hill) په غارونو کې پسې اخیستي شو، ځکه هلته پېکېنګ انسانان اوسېدل. د هغو غارونو څخه د ۲۳۰۰۰۰ څخه تر ۲۵۰۰۰۰ کلونو پخواني انساني پاتې شوني (فوسیل) موندل شوي دي. ۲۷۰۰۰ کاله مخکې هم هلته انسانان اوسېدل. لرغون پېژندونکو د دې ښاروالۍ په سیمه کې په نوسنګي عصر کې هم د انسانانو د مېشتېدو نښې موندلې دي، چې یوه سیمه يې هم د پېګېنګ په مرکز کې وانګفوژینګ نومېږي.[۳۴] په بېجینګ کې لومړنی دېوال لرونکی ښار ژیچېنګ نومېده چې د ژي د دولت پلازمېنه وه او ۱۰۴۵ کاله وړاندې له مېلاد څخه جوړ شوی و. په اوسني بېجینګ کې، ژېجینګ د ګوانګانمېن په سیمه کې موقعیت لري چې د ژي چېنګ ولسوالۍ په جنوب کې پرته ده. دا سیمه وروسته د یان د دولت لخوا فتحه شوه او هغه بیا پلازمېنه ترې جوړه کړه. [۳۵][۳۶] پخوانی امپراطوري چینله هغه وروسته چې لومړنۍ امپراطورۍ چین یو واحد هېواد کړ، ژي چېنګ د سیمې لپاره د دولت پلازمېنه شوه. [۳۷] اقتصادجغرافیهوګړيصنعتتاریخبېجینگ ۲۰۰۰ کالونه مخکې تاسیس شو. مگر په دی وخت کی دغه ښار د ټی ( Ji ) په نوم یادېده. د ټی ښار په ۱۲۱۵ کال کی د مغل اردو لخوا ونیول شو. دغه ښار په ۱۳۶۸ کال کی د یوآن د کورنۍ ( Yuan dynasty ) پلازمېنه شوه. په ۱۴۲۱ کال کې د مینگ د کورنۍ ( Ming dynasty ) پلازمېنه شوه. او په ۱۶۴۴ کال کی د لی چخېنگ ( Li Cheng ) اردو لخوا نیول شو. دغه ښار هم د چخینگ د کورنۍ ( Qing dynasty ) حکومت په وخت کی د چین پلازمېنه وه. بېجینگ په ۱۹۱۲ کال کې د چین د جمهوریت تر تاسیسولو وروسته پلازمېنه شوه. د جاپان پوځ په ۱۹۳۷ کال کې د چین پر جهوریت برید وکړ او بېجینگ یې ونیوه. په ۱۹۴۹ کال کې د ماو څی ټونگ ( Mao Zedong ) لخوا د چین ولسي جمهوریت اعلان وشو او بېجینگ یې پلازمېنه شوه. سرچينې |
- ↑ کينډۍ:Lexico
- ↑ Wells, John (3 April 2008). Longman Pronunciation Dictionary (چاپ 3rd). Pearson Longman. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4058-8118-0. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ China Postal Album: Showing the Postal Establishments and Postal Routes in Each Province (چاپ 1st), Shanghai, China: Directorate General of Posts, 1907 منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Peking", د آکسفورډ انګلیسي قاموس (چاپ 3rd), د آکسفورډ پوهنتون چاپ, September 2005 منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود); بې باوره دی|mode=CS1
منځګړی (لارښود) (Subscription or UK public library membership required.) - ↑ "Beijing Municipal Bureau of Statistics and NBS Survey Office in Beijing" (په انګليسي ). Beijing Municipal Bureau of Statistics. 23 جنوري 2019. خونديځ د اصلي څخه 23 جنوري 2019. لاسرسينېټه 24 جنوري 2019. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Figures based on 2006 statistics published in 2007 National Statistical Yearbook of China and available online at Script error: The function "lang" does not exist. (archive). Retrieved 21 April 2009.
- ↑ "Basic Information". Beijing Municipal Bureau of Statistics. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ مارچ ۲۰۱۲ باندې. لاسرسينېټه ۰۹ فبروري ۲۰۰۸. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Beijing". The Columbia Encyclopedia (6th). (2008).
- ↑ . Top 100 Banks in the World.
- ↑ "Beijing has most Fortune 500 global HQs". Beijing Municipal People's Government. خونديځ د اصلي څخه ۲۸ نومبر ۲۰۱۶. لاسرسينېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۶. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ . Beijing is 'Billionaire Capital of the World'.
- ↑ (په 25 February 2016 باندې). Beijing is new 'billionaire capital'. BBC News.
- ↑ "Year to date Passenger Traffic". Airports Council International. 23 June 2014. خونديځ د اصلي څخه ۲۹ جنوري ۲۰۱۷. لاسرسينېټه ۲۶ جون ۲۰۱۴. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 15 April 2019 باندې). What does the world's largest single-building airport terminal look like?. BBC
- ↑ Taylor, Alan. "Photos: The World's Largest Airport-Terminal Building - The Atlantic". www.theatlantic.com (په انګليسي ). لاسرسينېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Peking (Beijing)". Encyclopædia Britannica (Macropædia, 15th) 25.
- ↑ "Top Ten Cities Through History". things made unthinkable. خونديځ د اصلي څخه ۲۴ جون ۲۰۱۱. لاسرسينېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۶. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Beijing". World Book Encyclopedia. (2008). Archived 19 May 2008 at the Wayback Machine.
- ↑ 走进北京七大世界文化遗产 – 千龙网. qianlong.com (په چينايي ). 18 August 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ نومبر ۲۰۱۴ باندې. لاسرسينېټه ۲۱ نومبر ۲۰۱۴. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ 2015年北京市高校名单(共91所). gaokao.com. 22 May 2015. خونديځ د اصلي څخه ۳۰ نومبر ۲۰۱۶. لاسرسينېټه ۲۹ نومبر ۲۰۱۶. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Top 10 institutions in Beijing". www.natureindex.com. لاسرسينېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "US News Best Global Universities in Beijing". US News. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Asia University Rankings". Times Higher Education (THE) (په انګليسي ). 28 May 2020. لاسرسينېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Emerging Economies". Times Higher Education (THE) (په انګليسي ). 22 January 2020. لاسرسينېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Jia, Hepeng (19 September 2020). "Beijing, the seat of science capital". Nature (په انګليسي ). 585 (7826): S52–S54. Bibcode:2020Natur.585S..52J. doi:10.1038/d41586-020-02577-x. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ jknotts (25 September 2020). "Beijing Defends its Title as World's Top City for Scientific Research". www.thebeijinger.com (په انګليسي ). لاسرسينېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Beijing and Zhangjiakou launch joint bid to host 2022 Winter Olympic Games". insidethegames.biz. خونديځ د اصلي څخه ۰۵ نومبر ۲۰۱۳. لاسرسينېټه ۰۵ نومبر ۲۰۱۳. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "IOC awards 2022 Winter Olympics to Beijing". The Washington Post. خونديځ د اصلي څخه ۱۵ جولای ۲۰۱۷. لاسرسينېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۱۷. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Hucker, Charles O. (1958). "Governmental Organization of the Ming Dynasty". Harvard Journal of Asiatic Studies. 21: 1–66. doi:10.2307/2718619. JSTOR 2718619. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Lane Harris (2008). "A 'Lasting Boon to All': A Note on the Postal Romanization of Place Names, 1896–1949". Twentieth Century China. 34 (1): 96–109. doi:10.1353/tcc.0.0007. S2CID 68653154. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Baxter, Wm. H. & Sagart, Laurent. Baxter–Sagart Old Chinese Reconstruction. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۳ باندې. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) (1.93 MB), p. 63. 2011. Retrieved 11 October 2011. - ↑ Coblin, W. South. "A Brief History of Mandarin". Journal of the American Oriental Society 120, no. 4 (2000): 537–552. doi:10.2307/606615. کينډۍ:Jstor.
- ↑ Standardization Administration of China (SAC). "GB/T-2260: Codes for the administrative divisions of the People's Republic of China" (Microsoft Word). Archived 5 March 2004 at the Wayback Machine..
- ↑ "The Peking Man World Heritage Site at Zhoukoudian". خونديځ د اصلي څخه ۰۹ مارچ ۲۰۱۳. لاسرسينېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۰۸. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Haw, Stephen. Beijing: A Concise History. Routledge, 2007. p. 136.
- ↑ "Beijing's History". China Internet Information Center. خونديځ د اصلي څخه ۰۱ مې ۲۰۰۸. لاسرسينېټه ۰۱ مې ۲۰۰۸. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Grousset, Rene (1970). The Empire of the Steppes. Rutgers University Press. مخونه 58. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8135-1304-1. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
- ټول هغه مخونه چی مړه لينکونه لري
- د نړۍ د هېوادونو پلازمېنې
- د آسیا د هېوادونو پلازمېنې
- د خلکو جمهوري چين
- Pages with script errors
- سي اېس ۱ تېروتنه: د پیرامیټر ارزښت ناباوره دی
- ليکنې په کومو کي چي د انګليسي (en) ژبې سرچينې موجودې دي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- ليکنې چې سرليکونه يې پهچينايي (zh)
- ليکنې په کومو کي چي د چينايي (zh) ژبې سرچينې موجودې دي