د روم د سپېڅلۍ سترواکۍ انحلال
د روم سپېڅلې سترواکي په عملي بڼه د ۱۸۰۶ زکال د اګست په ۶مه منحل شوه، هغه مهال چې د هابسبورګ – لورن کورنۍ ته اړوند د روم وروستي سترواک دویم فرانسېس له ځانه خپل القاب لرې او همدارنګه یې ټول ایالتونه او مامورین سترواکۍ ته له ژمنتیا آزاد اعلان کړل. له منځنیو پېړیو را وروسته د روم سپېڅلې سترواکي د لویدیځو اروپایانو له خوا د لرغوني روم د سترواکۍ د مشروع دوام ورکوونکې په توګه په رسمیت وپېژندل شوه ځکه چې سترواکان یې د پاپ له خوا د روم د سترواکانو په توګه ټاکل کېدل. د دغه رومي میراث پر بنسټ د سپېڅلي روم سترواکانو ادعا کوله چې دوی د ټولې نړۍ پاچایان دي او په قضایي حوزه کې یې له ټولې عیسوي اروپا سربېره ګڼ شمېر نورې برخې هم شاملېږي. د روم د سپېڅلې سترواکۍ د زوال بهیر یو اوږد مهاله بهیر و چې کلونه وخت یې ونیو. د ۱۶مې او ۱۷مې پېړۍ پر مهال د یوه قلمرو واقعي حاکم ته د هغو د صلاحیت د اړوندتیا په نظریې سره معاصر ډول ته د ورته حاکمیت لرونکو دولتونو رامنځته کېدو د روم د سپېڅلې سترواکۍ د نړیوال توب ماهیت له ګواښ سره مخ کړ.
د روم سپېڅلې سترواکي تر اتلسمې پېړۍ پورې په پراخه کچه د امپراتورۍ دننه او بهر د هغو د معاصرینو له خوا د یوه «نامنظم» او «ناروغ» سلطنت په توګه ګڼل شوې چې د حکومتولۍ «غیر معمول» ډول یې درلود. دغې سترواکۍ ثابت مرکزي پوځ او یا هم مرکزي خزانه نه لرله؛ همدارنګه پاچاهان یې د وراثت پر ځای په انتخابي بڼه ټاکل کېدل، خو نه یې شو کولای په اغېزمنه بڼه مرکزي کنټرول رامنځته کړي. آن هغه مهال ډېری معاصرین یې په دې باور و چې دغه سترواکي کېدای شي بېرته را ژوندۍ او یا هم معاصره شي. بالاخره د روم د سپېڅلې سترواکۍ وروستی زوال د فرانسې په انقلابې جګړه او ناپلیوني جګړو کې د ښکېل کېدو پر مهال او له هغه وروسته پیل شو.
په داسې حال کې چې دغې سترواکۍ په پیل کې له ځانه په سمه توګه دفاع وکړه، خو بیا هم د فرانسې او ناپلیون ترمنځ جګړه ورته فاجعه جوړونکې وه. په ۱۸۰۴ زکال کې ناپلیون ځان د فرانسې سترواک اعلان کړ او دویم فرانسېس د هغو په غبرګون کې ځان د روم د سترواک توب سربېره د اتریش سترواک هم اعلان کړ؛ دغې چارې له یوه اړخه د فرانسې او اتریش د برابروالي او ورته مهال له دواړو څخه یې د روم د سترواکۍ د مخکښتوب څرګندويي کوله. د ۱۸۰۵ زکال په ډسمبر میاشت کې د استرلیتز جګړې په ترڅ کې د اتریش له ماتې وروسته او همدارنګه د ۱۸۰۶ زکال په جولای میاشت کې د فرانسې د سټلایټ یا اقماري دولت په توګه د راین د کنفدراسیون د جوړېدو لپاره د دویم فرانسېس تر واک لاندې د ډېرو جرمني قلمرونو جلا کېدل په عملي بڼه د روم د سپېڅلې سترواکۍ د پای په معنی و. په ۱۸۰۶ زکال کې له واک څخه په ګوښه کېدو دویم فرانسېس دا اړینه وګڼله چې د سترواکۍ ټول اداري سیسټم منحل کړي؛ هغه هم د دې لپاره چې مخه ونیسي ناپلیون ځان د روم سترواک اعلان نه کړي ځکه چې بیا یې له امله خپله هم د ناپلیون رعیت ګڼل کېده.
د سترواکۍ د منحل کولو اړوند غبرګونونه له بې تفاوتیو څخه تر ناهیلیو پورې تغیر درلود. د هابسبورګ د پاچاهۍ د پلازمېنې وین وګړي د سترواکۍ له لاسه ورکولو څخه په وحشت کې و. د دویم فرانسېس ډېری پخوانیو مامورینو د هغه د دغې چارې قانوني والی تر پوښتنې لاندې راوړ. په داسې حالت کې چې دوی ټول یوه خوله و چې د هغه له واکه ګوښه کېدل قانوني و، خو د سترواکۍ منحل کول او د ټول قلمرونو آزادول یې د سترواک له واکونو څخه لوړ بلل. په همدې ترتیب سره ډېری شاهزادګانو او د سترواکۍ تر لاس لاندې وګړو د سترواکۍ د له منځه تلو له منلو ډډه وکړه، آن تر دې چې یو شمېر عادي وګړو دا باور درلود چې د سترواکۍ د انحلال موضوع د سیمه ئیزو چارواکو توطئه ده. په جرمني کې انحلال په پراخه کچه د لرغوني او نیمه افسانوي ټروی سقوط سره مقایسه شو او یو شمېر نورو د روم د سترواکۍ پای د وخت له پای یا قیامت سره اړوند وباله.
له انحلال وروسته
[سمول]غبرګونونه
[سمول]عامه غبرګونونه
[سمول]د روم سپېڅلې سترواکي چې له زرو کلونو څخه د زیاتې مودې لپاره یې دوام کړی و داسې په عادي بڼه هم پای ته وه نه رسېده. د سترواکۍ انحلال په جرمني کې شاکي موجونه رامنځته کړل چې ډېری غبرګونونو د له منځه تللې سترواکي په پولو کې غصه، غم او یا شرم له ځانه سره درلود؛ آن تر دې چې د راین د کنفدراسیون لاسلیک کوونکي یې په غصه کړل. په سترواکۍ کې د باوریا استازي، ریکبرګ، په دغه کنفدراسیون کې خپل دخالت ته په اشارې چې په عملي توګه یې سترواکي محکومه کړې وه، څرګنده کړه چې له دې امله چې «د جرمني د نوم د نابودۍ اړوند مې خپله امضا کړې» پر ځان غصه یم. له قانوني پلوه د دویم فرانسېس د واک پرېښودل بحث پارونکې موضوع وه. معاصر حقوقي مفسرین یوه خوله و چې له واکه لاس اخیستل په بشپړه توګه قانوني چاره ده، خو سترواک د سترواکۍ د انحلال واک نه لري. په دې ترتیب سره د سترواکۍ تر حکم لاندې ډېر شمېر واکمنانو د سترواکۍ د پای له منلو ډډه وکړه. د ۱۸۰۶ زکال په اکتوبر میاشت کې د تورینګن کروندګرو د سترواکۍ د پای له منلو ډډه وکړه ځکه چې باوري و د انحلال موضوع د سیمه ئیزو چارواکو توطئه ده. د دغې پخوانۍ سترواکۍ پاشل کېدو ګڼ شمېر کسان په راتلونکي بې باوره او د جرمني د راتلونکي اړوند یې اندېښمن کړل. په دې اړوند له ویانا څخه معاصرو راپورونو د دغې سترواکۍ انحلال «نه درک کېدونکی» او د عامو وګړو غبرګون یې وحشتناکه توصیف کړ. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]
رسمي او نړیوال غبرګونونه
[سمول]په رسمي کچه د دغې سترواکۍ انحلال ته د پروس غبرګون په فرمولیکه بڼه د پښېمانۍ څرګندول و او دغه چاره یې «د وخت له خوا یوې شرافتمندانه سپېڅلې اړیکې ته پای ټکی وباله». په رایشتاګ کې د پروس استازي بارون ګورتز په داسې خواشینۍ سره غبرګون وښود چې په کې د هابسبورګ له کورنۍ سره د هغه علاقه او د سترواکانو په توګه د هغوی د پخواني رول ستاینه په کې نغښتې وه. ګورتز په ۱۷۹۲ زکال کې د روم د سپېڅلې سترواکۍ د سترواک په توګه د دویم فرانسېس د ټاکنې په مراسمو کې د برانډنبورګ د انتخابي حوزې (د سترواکۍ په رسمي پولو کې د پروس قلمرو و) د استازي په توګه ګډون کړی و او په فریاد سره یې وویل، «هغه سترواک چې ما یې د انتخاب په برخه کې مرسته کړې وه وروستی سترواک شو! – دغه ګام له شک پرته د انتظار وړ و، خو دغه واقعیت لږ ټکان ورکونکی یا کوچنی کولای نه شي. دغې چارې د هیلو هغه وروستۍ رسۍ هم پرې کړه چې یو شمېر کسانو یې هڅه کوله ځان له هغو سره ونښلوي». د هسن کاسل ټاکنیزې حوزې ته د اتریش استازي بارون فون ویسنبرګ راپور ورکړ چې سیمه ئیز انتخابګر لومړي ویلیام وژړل او «د هغه اساسي قانون د له لاسه ورکولو له امله یې خواشیني څرګنده کړه چې جرمني د اوږد مهال لپاره خپله خوښي او آزادي له هغو څخه پوروړې بلله».[۷][۸][۷][۹]
په نړیواله کچه د دغې سترواکۍ سقوط له بېلابېلو غبرګونونو او یا هم له بې تفاوتۍ سره مخ شوه. د روسیې لومړي الکساندر یې اړوند هیڅ غبرګون وه نه ښود؛ بل پلو د ډنمارک اووم کریسټیان د سترواکۍ له منحل کېدو څو میاشتې وروسته په رسمي توګه د هغې سترواکۍ یو شمېر جرمني قلمرونه په خپله پاچاهۍ کې ادغام کړل. د سویډن څلورم ګوستاو (چې په مشخص ډول یې تر اوسه پورې د اتریش د سترواکۍ جلا عنوان په رسمیت نه و پېژندلی) د ۱۸۰۶ زکال د اګست په ۲۲ مه یې د جرمني قلمرونو (سویډني پومرانیا او برمن – ورډن) وګړو ته تحریک کوونکې اعلامیه صادره کړه او څرګنده یې کړه چې د روم د سپېڅلې سترواکۍ انحلال «د جرمني ملت نه شي له منځه وړلای» هغه هیله څرګنده کړه چې کېدای شي دغه سترواکي بېرته را ژوندۍ کړای شي. [۸][۱۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ Burgdorf 2012، م. 52.
- ↑ Burgdorf 2012، م. 58.
- ↑ Burgdorf 2012، م. 55.
- ↑ Gagliardo 1980، م. 281.
- ↑ Wilson 2006، م. 733.
- ↑ Blanning 2012، م. 69.
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Wilson 2006، م. 735.
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Wilson 2006، م. 734.
- ↑ Burgdorf 2012، م. 54.
- ↑ Wilson 2009، م. 27.