Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook
Jump to content

د متحده ایالاتو د اساسي قانون دوولسم تعدیل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحده ایالاتو د اساسي قانون دوولسم تعدیل(تعدیل XII ) د ولسمشر او د ولسمشر د مرستیال د ټاکلو لپاره تګلاره برابروي. دا تعدیل د ۱۸۰۳ ز کال د ډسمبر په ۹ مه د کانګرس له خوا وړاندیز شوی و او د جون په ۱۵، ۱۸۰۴ ز کې د اړتیا وړ درې پر څلورمه برخه د مقننه پلاوي ایالتي  قوانينو له خوا تصویب شو. نوي مقررات د ۱۸۰۴ ز کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره پلي شو او د ولسمشرۍ راتلونکې ټولې ټاکنې یې سنبال کړې.

د اساسي قانون له اصولو سره سم، د ټاکنیز پلاوي هر غړي دوه ټاکنیزې رایې کارولي، پرته له دې چې د ولسمشر لپاره د ټاکنیزو رایو او د ولسمشر د مرستیال لپاره د ټاکنیزو رایو ترمنځ توپیر وکړي. د ولسمشریزو ټاکنو نوماند چې تر ټولو زیاتې رایې ترلاسه کړي – په دې شرط چې لږ تر لږه د رایه ورکوونکو د اکثریت سره برابر وي – د ولسمشر په توګه ټاکل کېږي، په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ نوماند چې ډېرې رایې یې ترلاسه کړې وې، د ولسمشر د مرستیال په توګه ټاکل کېږي.

متن

[سمول]

رایه ورکوونکي په خپلو ایالتونو کې سره راټولېږي، ولسمشر او د ولسمشر مرستیال ته،  چې لږ تر لږه، له هغوی سره د ورته ایالت اوسیدونکي نه وي رایه ورکوي، دوی باید په خپلو رای پاڼو کې د هغه کس نوم واخلي، چې د ولسمشر په توګه یې رایه ورکړې وي او په جلا رای پاڼو کې د هغه کس چې د ولسمشر د مرستیال په توګه یې رایه ورکړې وي، نوم واخلي او دوی باید د ټولو هغو کسانو چې د ولسمشر په توګه یې رایه ورکړې او ټولو هغو کسانو چې د ولسمشر د مرستیال په توګه یې رایه ورکړې وي، جلا لیست جوړ کړي او د هر یوه د رایو د شمېر یو لیست جوړ کړي، چې دا لیست  باید لاسلیک شوی او ټاپه شوی وي او وروسته دا لیست د متحده ایالاتو مقام او مشرانو جرګې ته استول کېږي.

د مشرانو جرګې رئیس باید د مشرانو جرګې او د استازو د جرګې په شتون کې، ټول سندونه پرانیزي او بیا رایې وشمېرل شي.

مخینه

[سمول]

د ټاکنیز پلاوي لپاره د اصلي تګلارې له مخې، لکه څنګه چې د دویمې مادې، ۱ برخه، ۳ بند کې چمتو شوي، هر رایه ورکوونکی دوه ټاکنیزې رایې ورکوي، د ولسمشر لپاره د ټاکنیزو رایو او د مرستیال لپاره د ټاکنیزو رایو ترمنځ هیڅ توپیر نشته. هغه دوه کسان چې د رایه ورکوونکي له خوا غوره شوي وو، دواړونه شوای کولای، له هغه رایه ورکوونکي سره په ورته ایالت کې اوسېدلي وای. دا بندیز د دې لپاره جوړ شوی و چې د رایې ورکوونکو د خپلو اړوندو ایالتونو دوه «غوره زامنو» ته د رایې ورکولو مخه ونیسي. هغه څوک چې تر ټولو ډېرې رایې تر لاسه کړي، په دې شرط چې د رایه ورکوونکو اکثریت جوړ کړي، د ولسمشر په توګه ټاکل کېږي، په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ نوماند چې ډېرې رایې ترلاسه کړې وي، د ولسمشر د مرستیال په توګه ټاکل کېږي.[۱]

کانګرس ته سفر

[سمول]

د مارچ په ۱۸۰۱ ز کې، د ۱۸۰۰ ز کال د ټاکنو له حل نه څو اوونۍ وروسته، په نیویارک ایالت کې دوه تعدیلات وړاندیز شوي، چې د دوولسم تعدیل چوکاټ جوړوي. والي جان جې د ایالت قانون ايښودونکې ډلې ته یو تعدیل وړاندې کړ، چې په هر ایالت کې د رایې ورکوونکو ولسوالۍ، ټاکنو ته اړتیا لري. د اسمبلۍ غړی جدیده پیک د ولسمشر او د ولسمشر د مرستیال د رایو لپاره د نومونو تصویبولو تعدیل وړاندې کړ. دا دوه تعدیلات د ۱۸۰۲ ز تر پیل پورې په پام کې نه وو نیول شوي، ځکه چې ایالتي قانون ايښودونکې ډلې د اوړي او ژمي لپاره دمه اخیستې وه. د نیویارک ایالت سناتور ډیویټ کلینټن د جنوري په ۱۸۰۲ز کې د تعدیل تصویب ته اقدام وکړ.[۲]

د استازو جرګه (ولسي جرګه)

[سمول]

اتم کانګرس په لومړۍ ورځ، د تعدیل طرحه په پام کې ونیوله. د تعدیل په لومړي جوړښت کې د جرګې په رای پاڼو کې پنځه تنه د ټاکنیزو رایو د اخیستو لپاره نومول شوي وو چې هیڅ یوه نوماند د ټاکنیزو رایو اکثریت پوره کولای نه شوای. د ویرجینیا ډیموکراتیک – جمهوري غوښتونکی جان کلپټن، د اتحادیې ترټولو لوی ایالت استدلال وکړ چې د احتمالي ټاکنو لپاره په لیست کې د پنځو نومونو درلودل د خلکو نه واک اخیستی، نو هغه وړاندیز وکړ، چې په لیست کې دې یواځې دوه نومونه شتون ولري. د اکتوبر په ۲۰مه، جرګې یوه اوولس کسیزه کمیټه (یو استازی له هر ایالت نه) د تعدیل د تنظیم او ښه کولو لپاره وټاکله.[۳][۴][۵]

د مشرانو جرګه

[سمول]

د اکتوبر تر ۲۸ پورې، مشرانو جرګې لا دمخه د تعدیل په اړه بحث درلود. دیموکرات – جمهوري غوښتونکي ډیویټ کلینټن تمه درلوده، چې مشرانو جرګه به د ۲۴ پر ۹ ډیموکراتیک - جمهوري غوښتونکي اکثریت سره ژر تر ژره تعدیل تصویب کړي. فدراليست جوناتن ډیټن وړاندیز وکړ چې، د ولسمشر د مرستیال دفتر باید له منځه یووړل شي او د هغه همکار، اوریا ټریسي یې ملاتړ وکړ. له بلې خوا، ولسن کري نیکولاس اندېښمن و چې کانګرس به د ۱۸۰۴ ز ټاکنو نه مخکې د تصویب لپاره په خپل وخت کې تعدیل وړاندې نه کړي. د نیکولاس له اندېښنې سره سره، مشرانو جرګې د نومبر تر ۲۳ پورې ددې تعدیل په اړه جدي بحث ونه کړ.[۶]

لکه څنګه چې په جرګې کې یادونه وشوه، بحث په احتمالي ټاکنو کې د نوماندانو د شمېر او د اساسي قانون د فلسفي بنسټونوپه اړه و. یوځل بیا، کوچنیو فدرالي دولتونو په کلکه استدلال وکړ، چې درېیونوماندانو، لویو ایالتونو ته د ولسمشرانو د غوره کولو لپاره خورا ډېر واک ورکړی.[۷]

ټاکنیز کالج تر دوولسم تعدیل لاندې

[سمول]

په داسې حال کې چې دوولسم تعدیل د ټاکنیز پلاوي جوړښت بدل نه کړ، خو هغه پروسه یې بدله کړه چې له مخې یې ولسمشر او د ولسمشر مرستیال ټاکل کېده. نوې ټاکنیزه پروسه، د لومړي ځل لپاره د ۱۸۰۴ ز ټاکنو لپاره وکارول شوه. له هغه وخت راهیسې ولسمشریزې ټاکنې د دوولسم تعدیل له مخې ترسره کېږي.

دوولسم تعدیل په ګوته کوي چې، هر رایه ورکوونکی باید د ولسمشر لپاره د دوو رایو پر ځای د ولسمشر او د ولسمشر د مرستیال لپاره جلا رایې ورکړي. برسیره پردې، رایې ورکوونکي نه شي کولای، د ولسمشرۍ نوماندانو او د ولسمشر مرستیالانو نوماندانو ته، چې دواړه د یوه ټاکل شوي ایالت اوسېدونکي وي، رایه ورکړي- لږترلږه یو یې باید د بل ایالت اوسیدونکی وي.

له دوه وېشتم تعدیل سره جوړجاړی(تعامل)

[سمول]

دوولسم تعدیل په ښکاره توګه د اساسي قانون هغه شرایط چې د ولسمشر لپاره چمتو شوي، د ولسمشر د مرستیال لپاره یې هم بیانوي او دوه وېشتم تعدیل ولسمشر له دویمې دورې وروسته، د درېیمې دورې لپاره له ټاکل کېدو نه منع کوي، خو دا چې ایا دا تعدیلات دواړه منع کوي، دا ناڅرګنده دي.  ولسمشر د خپلې دورې له پای ته رسېدو نه وروسته کولای شي ،د ولسمشر د مرستیال په توګه دنده ترسره کړي.[۸][۹][۱۰][۱۱]

له ۱۸۰۴ ز راهیسې ټاکنې

[سمول]

د ۱۸۰۴ ز د ټاکنو له پیل سره، ټولې ولسمشریزې ټاکنې د دولسم تعدیل لاندې ترسره شوې. له هغه وخت راهیسې یوازې یو ځل د استازو جرګې د ۱۸۲۴ز په ټاکنو کې ولسمشر وټاکه، ځکه چې د څلورو نوماندانو نه هیڅ یو هم د ټاکنیزو رایو مطلق اکثریت (په هغه وخت کې ۱۳۱) نه و ګټلی: اندریو جیکسن ۹۹ ټاکنیزې رایې، جان کوینسي اډمز (د جان اډمز زوی) ۸۴، ویلیم ایچ کرفورډ ۴۱ او هینري کلي۳۷ رایې ترلاسه کړې وې.

سرچینې

[سمول]
  1. The Electoral College—Origin and History Dave Leip's Atlas of U.S. Presidential Elections
  2. Kuroda, Tadahisa (1999). The Origins of the Twelfth Amendment: The Electoral College in the Early Republic. Westport, CT: Greenwood Press.
  3. Kuroda, Tadahisa (1999). The Origins of the Twelfth Amendment: The Electoral College in the Early Republic. Westport, CT: Greenwood Press. pp. 127–128.
  4. Kuroda, Tadahisa (1999). The Origins of the Twelfth Amendment: The Electoral College in the Early Republic. Westport, CT: Greenwood Press. p. 128.
  5. "Throughline - The Electoral College". 2020-10-15.
  6. Kuroda, Tadahisa (1999). The Origins of the Twelfth Amendment: The Electoral College in the Early Republic. Westport, CT: Greenwood Press. pp. 133–136.
  7. Kuroda, Tadahisa (1999). The Origins of the Twelfth Amendment: The Electoral College in the Early Republic. Westport, CT: Greenwood Press. pp. 136–137.
  8. Franck, Matthew J. (July 31, 2007). "Constitutional Sleight of Hand". National Review. Retrieved April 20, 2014.
  9. (په June 13, 2006 باندې). How to bring back Bill. The Christian Science Monitor.
  10. "Twenty-second Amendment to the United States Constitution".
  11. "VERIFY: No, President Barack Obama can not be named Biden's VP; Here's why".