Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook
Jump to content

د کوزوو جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کوزوو جګړه په کوزوو کې وسله واله جګړه وه چې د ۱۹۹۸ زکال د فبروري له ۲۸مې نېټې څخه یې د ۱۹۹۹ زکال د جون تر ۱۱مې نېټې پورې دوام وموند. دغه جګړه د یوګوسلاویا د فدرال جمهوریت (صربیا او مونټینګرو) د ځواکونو چې له جګړې وړاندې یې د کوزوو کنټرول په واک کې درلود او همدارنګه د کوزوو د البانیايي یاغي ډلې ترمنځ وشوه چې وروسته یې د کوزوو د آزادي غوښتونکي پوځ (KLA) په نامه شهرت وموند. دغه جګړه د ۱۹۹۹ زکال په مارچ میاشت کې د شمالي اتلانتیک تړون د سازمان (ناټو) په مداخلې او د هغو د هوایي بریدونو په پیلېدو سره پای ته ورسېده چې له امله یې یوګوسلاویايي ځواکونه له کوزوو څخه ووتل. [۱][۲][۳]

آزادي غوښتونکی پوځ د ۱۹۹۰مې لسیزې په لومړیو کې د البانیايي وګړو پر وړاندې د قومي تبعیض او همدارنګه د صربي چارواکو له خوا د خپلو البانیایي سیاسي مخالفینو د ځپلو له امله جوړ او په ۱۹۸۹ زکال کې یې د صربي مشر اسلوبودان میلوشوېچ له خوا د کوزوو د کورواکۍ په ځپلو سره په فعالیت پیل وکړ. دغه پوځ خپل لومړني فعالیتونه په ۱۹۹۵ زکال کې پیل کړل، هغه مهال چې د کوزوو قضیه د ډایټون هوکړې څخه وویستل شوه او څرګنده شوه چې د ولسمشر روګووا د سوله ئیز مقاومت ستراتیژي نه شي کولای، کوزوو د نړیوالو بحثونو په اجنډا کې شامله کړي. د ۱۹۹۶ زکال په جون میاشت کې دغه ډلې د کوزوو د پاڅون پر مهال د هغو ورانکارو چارو مسئولیت پر غاړه واخیست په کومو کې چې دوی د کوزوو د پولیسو پوستې په نښه کړې وې. دغه پوځ په ۱۹۹۷ زکال کې له هغه پاڅون وروسته چې پر مټ یې د پولیسو او پوځ له پوستو څخه وسلې لوټ کړې او همدارنګه یې البانیا څخه د وسلو په قاچاق؛ پریمانه وسلو ته لاسرسی وموند. د ۱۹۹۸ زکال په لومړیو کې په کوزوو کې د یوګوسلاویايي چارواکو د په نښه کولو په موخه د ازادي غوښتونکي پوځ بریدونه په کوزوو کې د صربي ملیشه او منظمو ځواکونو د زیاتوالي لامل وګرځېدل چې د یاد پوځ او خپلو سیاسي مخالفینو پر وړاندې یې غچ اخیستونکي عملیات پیل کړل؛ دغه پوځي اقدامات د ۱۹۹۹ زکال تر مارچ میاشتې پورې د کوزوو د آزادي غوښتونکي پوځ د ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ ملکي او پوځي غړو د مړینې لامل وګرځېدل او همدارنګه یې له امله د کوزوو البانیايي قوم ته اړوند ۳۷۰۰۰۰ وګړي بې ځایه شول. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د ۱۹۹۹ زکال د مارچ میاشتې په ۲۰مه نېټه وروسته له هغه چې یوګوسلاویا د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان ته اړوند د کوزوو د تائید کوونکي ماموریت څخه ووته او همدارنګه رامبویه وړاندیز شوې هوکړه له ماتې سره مخ شوه؛ یوګوسلاویايي ځواکونو له کوزوو څخه د البانیایي وګړو د شړلو او د هغوی د ځپلو پراخه عملیات پیل کړل. د دغې چارې په غبرګون کې ناټو مداخلې ته مخه کړه او د مارچ په ۲۴مه نېټه یې هوايي بمباري پیل کړه؛ دوی خپله مداخله د «بشرپالونکې جګړې» په نامه توجیه کړه. دغه جګړه د جون په ۹مه نېټه د کومانوو هوکړې په لاسلیک کېدو پای ته ورسېده چې له مخې یې یوګوسلاویايي او صربي ځواکونو هوکړه وکړه چې له کوزوو څخه به ووزي او نړیوالو ځواکونو ته به لار پرانېزي. ناټو ځواکونه د جون په ۱۲مه نېټه کوزوو ته دننه شول. له دې سره لا هم د ناټو د بمباریو عملیات د بحثونو موضوع جوړوي. دغه عملیاتو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تائید نه درلود او همدارنګه یې له امله ۴۸۸ ملکي یوګوسلاویايي وګړي ووژل شول چې ګڼ شمېر یې د کوزوو څخه راتښتېدلي کډوال وو.  [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

په ۲۰۰۱ زکال کې په کوزوو کې د ملګرو ملتونو تر مدیریت لاندې یوې عالي محکمې وموندله چې دلته «د وژنو، تښتوونو، اور اچونو او شدیده ناوړه چلنونو په ګډون د ترور سیستماتیکو عملیاتو» شتون درلود او یوګوسلاویايي ځواکونو د دې پر ځای چې په دغه هېواد کې البانیايي وګړي وځپي، تر ډېره یې د هغوی د له منځه وړو هڅه کړې ده. له جګړې وروسته داسې یو نوملړ چمتو کړای شو چې ښووله یې د دغه دوه کلنې جګړې پر مهال له ۱۳۵۰۰ تنو څخه زیات کسان مړه او یا هم ورک شوي دي. ورته مهال یوګوسلاویايي او صربي ځواکونه البانیايي قوم ته د اړوندو ۱.۲ میلیونو څخه تر ۱.۴۵ میلیونه کوزوویي وګړو د بې ځایه کېدو لامل وګرځېدل. له جګړې وروسته شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ صربیان، رومانیایان او نورو غیرالبانیایي وګړي له کوزوو څخه وتښتېدل او همدارنګه پاتې ګڼ شمېر ملکي وګړي له بېلابېلو ډولونو تاوتریخوالو او شکنجو سره مخ شول. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د کوزوو آزادي غوښتونکی پوځ له ځنډ پرته منحل شو؛ د دغه پوځ یو شمېر غړو یې بیا په پرشوسکا دره کې د پرشوسکا، مدودا او بوجانوواچ د آزادي غوښتونکي پوځ په ګټه جګړه وکړه او یو شمېر نور یې بیا د مقدونیې د وسله والې قومې شخړې پر مهال د ملي آزادي غوښتونکي پوځ او د البانیا د ملي پوځ په کتارونو کې ورګډ شول؛ همدارنګه پاتې نورو یې بیا د کوزوو د پولیسو جوړښت رامنځته کړ. [۲۹][۳۰][۳۱]

د پخوانۍ یوګوسلاویا لپاره د جرمونو نړیوالې محکمې هم شپږ صربي/یوګوسلاویايي چارواکي او یو البانیايي قوماندان د جنګي جرمونو په ترسره کولو محکوم کړل.

مخینه[سمول]

د معاصرې البانیايي او صربي شخړې ریښه د ۱۸۷۷ – ۱۸۷۸ زکال پر مهال له هغو سیمو څخه د البانیايي وګړو له شړلو سره اړوند ده چې د صربستان په شهزاده نشینه قلمرو کې ادغام شوې وې او له امله یې دوی په کوزوو کې استوګن شوي وو. دغو البانیايي وګړو له ۱۸۷۶ زکال څخه یې تر ۱۸۷۸ زکال پورې په صربیانو یو لړ بریدونه وکړل او همدارنګه یې په ۱۹۰۱ زکال کې د کوزوو د صربیانو په عامه وژنه لاس پورې کړ. [۳۲][۳۳]

ورته مهال د شلمې پېړۍ په اوږدو کې په کوزوو کې د البانيایي او صربي وګړو ترمنځ ترینګلتیاوو یو ځل بیا زور واخیست چې له امله یې په ځانګړې توګه د بالکان د لومړۍ جګړې (۱۹۱۲ – ۱۹۱۳ زکال)، لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴ – ۱۹۱۸ زکال) او دویمې نړیوالې جګړې (۱۹۳۹ – ۱۹۴۵ زکال) پر مهال د دواړو لورو له خوا له شدیدو تاوتریخوالو څخه کار واخیستل شو. په ۱۹۱۲ زکال کې د کوزوو د البانیایي وګړو پاڅون لامل وګرځېد چې عثماني سترواکي د یو البانیايي ولایت له رامنځته کېدو سره هوکړه وکړي، خو عثماني ځواکونه د فرصت غوښتونکو بلغاریايي، صربستاني او مونټینګرویي ځواکونو له خوا له سیمې وشړل شول. له هغو څخه وروسته د بالکان په جګړو کې لږه ۵۰ زره د کوزوو البانیايي وګړي د صربستان د منظم پوځ او نامنظمو کومیتاجي ملیشه ځواکونو له خوا وړاندې له دې چې په ۱۹۱۲ – ۱۹۱۳ زکال کې د لندن د کنفرانس پر مټ د البانیا پولې په رسمیت وپېژندل شي د نفوسو په شمېر کې د لاسوهنې په موخه وروسته له هغه ووژل شول چې دغه کنفرانس د قومي شمېر پر بنسټ د البانیا د پولو د ترسیم وړاندیز وکړ. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته کوزوو د البانیايي ټولنې د غوښتنې سربېره چې غوښتل یې کوزوو له البانیا سره یوځای شي، د صربیانو تر کنټرول لاندې یوګوسلاویا سره یوځای شوه. البانیايي یاغیانو په درنیکا – دوکاجین کې پاڅون وکړ چې د ۱۹۲۴ زکال په ډسمبر میاشت کې په البانیا کې د فن نولي د دولت په سقوط او ورپسې د ولسمشر زوګ له خوا د کوزوو د ملي دفاع له کمېټې څخه د ملاتړ په پای ته رسولو پای ته ورسېد. له ۱۹۱۸ زکال څخه تر ۱۹۳۹ زکال پورې یوګوسلاویا په سلګونو زره البانیایي وګړي له کوزوو وشړل او په سیمه کې یې تر ډېره د صربي مستعمره چیانو استوګنې ته لار برابره کړه، په داسې حال کې چې په ښوونځیو کې یې هم البانیايي ژبه منع کړه. په ۱۹۴۱ زکال کې په یوګوسلاویا باندې د محور ځواکونو له برید وروسته د کوزوو ډیری برخه د ایټالیا تر کنټرول لاندې البانیا او پاتې نوره برخه یې هم د جرمني او بلغاریا تر کنټرول لاندې راغله. د اشغال پر مهال البانیايي متحدینو صربي او مونټینګرویي کډوال شدید شکنجه کړل، د دوی په زرګونو کسان یې ووژل او همدارنګه یې له ۷۰ زرو څخه تر ۱۰۰ زرو پورې نور له کوزوو وشړل او یا یې هم د اجباري کار کمپونو ته ولېږل څو دغه ولایت په بشپړه توګه البانیايي کړي. [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

تلفات[سمول]

ملکي تلفات[سمول]

د ۲۰۰۰ زکال په جون میاشت کې د سره صلیب کمېټې راپور خپور کړ چې ۳۳۶۸ ملکي وګړي (تر ډېره البانيایي او یوازې څو سوه تنه یې صربي او رومي قومونو ته اړوند دي) له جګړې څخه د یو کال په تېرېدو لا هم ورک دي او له امله یې دوی دا پایله وړاندې کړه چې کېدای شي مړه وي. [۴۴]

د متحده ایالاتو د جورجیا ایالت په اتلانتا کې د ناروغیو د کنټرول او له هغو څخه د مخینوي د مرکز د څېړونکو یوه راپور چې په ۲۰۰۰ زکال کې په لنسېټ طبي ژورنال کې خپور شو اټکل کړی چې د دغه سیمې د ټولو مړو شوو وګړو څخه ۱۲۰۰۰ تنه یې کولای شو جګړې ته اړوند وبولو. [۴۵][۴۶]

د ناټو په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو تلفات[سمول]

یوګوسلاویايي چارواکو څرګنده کړه چې د ناټو په بریدونو کې د ملکي وګړو تلفات له ۱۲۰۰ څخه تر ۵۷۰۰ تنو پورې دي. د ناټو عمومي منشي لارډ رابرټسون له جګړې وروسته ولیکل چې «د انساني ژوندانه د واقعي تلفاتو کچه هېڅکله په کره توګه نه شي څرګندېدلی»، خو وروسته یې د بشري حقونو د څار ډلې په راپور کې وړاندې شوي ارقام د یو معقول اټکل په توګه وړاندې کړل. دغه راپور د ناټو په ۹۰ جلا بریدونو کې د مړو شوو ملکي وګړو شمېر له ۴۸۸ څخه تر ۵۲۷ تنو ښوولی و (چې له ۹۰ تر ۱۰۰ تنو پورې یې د خوشه یي بمونو د کارونې له امله وژل شوي وو).[۴۷]

سرچينې[سمول]

  1. Boyle, Michael J. (2014). Violence After War: Explaining Instability in Post-Conflict States. Baltimore: Johns Hopkins University Press. مخونه 175. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1421412573. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Independent International Commission on Kosovo (2000). The Kosovo Report (PDF). Oxford: Oxford University Press. مخونه 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0199243099. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Quackenbush, Stephen L. (2015). International Conflict: Logic and Evidence. Los Angeles: Sage. مخونه 202. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1452240985. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Reveron او Murer 2006، مم. 67–68.
  5. Kubo, Keiichi (2010-08-09). "Why Kosovar Albanians Took Up Arms against the Serbian Regime: The Genesis and Expansion of the UÇK in Kosovo". Europe-Asia Studies. 62 (7): 1135–1152. doi:10.1080/09668136.2010.497022. ISSN 0966-8136. S2CID 154405255. لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. "Under Orders: War Crimes in Kosovo – 2. Background". www.hrw.org. لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. United Nations High Commissioner for Refugees. "Chronology for Kosovo Albanians in Yugoslavia". Refworld. لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "Under Orders: War Crimes in Kosovo (March–June 1999)". Human Rights Watch. 12 June 1999. لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Judah (2009). The Serbs. Yale University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-15826-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Mincheva او Gurr 2013، مم. 27–28.
  11. "Under Orders: War Crimes in Kosovo (March–June 1999)". Human Rights Watch. 12 June 1999. لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "A Review of NATO's War over Kosovo". chomsky.info. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. (په 9 December 2007 باندې). Endgame in Kosovo. The New York Times.
  14. . BBC News | Europe | K-For: The task ahead.
  15. "Kosovo war chronology". Human Rights Watch. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. (په 2012-11-09 باندې). The Balkan wars: Reshaping the map of south-eastern Europe.
  17. Haines, Steven (May 2009). "The Influence of Operation Allied Force on the Development of the jus ad bellum". International Affairs. Oxford, England: Oxford University Press. 85 (3): 477–490. doi:10.1111/j.1468-2346.2009.00809.x. ISSN 1468-2346. JSTOR 27695026. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. "The Civilian Deaths". Civilian deaths in the NATO air campaign. Human Rights Watch. February 2000. لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. "Case Studies of Civilian Deaths". Civilian deaths in the NATO air campaign. Human Rights Watch. February 2000. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Massa, Anne-Sophie (2006). "NATO's Intervention in Kosovo and the Decision of the Prosecutor of the International Criminal Tribunal for the Former Yugoslavia Not to Investigate". Berkeley Journal of International Law. 24 (2). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. "NATO: We Mistakenly Bombed Refugees". AP News. لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. (په 7 September 2011 باندې). Kosovo assault 'was not genocide'. BBC
  23. "List of Kosovo War Victims Published". 10 December 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Krieger 2001, p. 90
  25. "Kosovo / Kosova: As Seen, As Told". OSCE. 5 November 1999. مخونه 13. لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Abrahams 2001, pp. 454–456
  27. "Serbia home to highest number of refugees and IDPs in Europe". B92. 20 June 2010. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. "Serbia: Europe's largest proctracted refugee situation". OSCE. 2008. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. (په 16 March 2000 باندې). Kosovo one year on. BBC.
  30. (په 12 March 2001 باندې). KLA veterans linked to latest bout of violence in Macedonia. The Independent.
  31. Kosovo Liberation Army: the inside story of an insurgency, by Henry H. Perritt کينډۍ:Page needed
  32. Frantz, Eva Anne (2009). "Violence and its Impact on Loyalty and Identity Formation in Late Ottoman Kosovo: Muslims and Christians in a Period of Reform and Transformation". Journal of Muslim Minority Affairs. 29 (4): 460–461. doi:10.1080/13602000903411366. S2CID 143499467. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. Müller, Dietmar (2009). "Orientalism and Nation: Jews and Muslims as Alterity in Southeastern Europe in the Age of Nation-States, 1878–1941". East Central Europe. 36 (1): 70. doi:10.1163/187633009x411485. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. Vance, Charles; Paik, Yongsun (2006). Managing a Global Workforce: Challenges and Opportunities in International Human Resource Management. M.E. Sharpe. مخونه 448–449. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0765620163. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. Steiner, Zara (2005). The lights that failed : European international history, 1919–1933. Oxford: Oxford University Press. OCLC 86068902. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-151881-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  37. Elsie, Robert; Destani, Bejtullah (2018). Elsie, Robert; Destani, Bejtullah (سمونګران). Kosovo: A Documentary History from the Balkan Wars to World War II. New York: I.B.Tauris & Co. Ltd. مخونه 134. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78831-176-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. Steiner, Zara (2005). The lights that failed : European international history, 1919–1933. Oxford: Oxford University Press. OCLC 86068902. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-151881-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  39. Ramet, Sabrina P. (1995). Social currents in Eastern Europe: The sources and consequences of the great transformation. Duke University Press. مخونه 198. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0822315483. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  40. Bieber, Florian; Daskalovski, Zidas (2004). Understanding the War in Kosovo. Routledge. مخونه 58. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-13576-155-4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  41. Ramet, Sabrina P. (2006). The Three Yugoslavias: State-building and Legitimation, 1918–2005. Indiana University Press. مخونه 114, 141. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-25334-656-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  42. Malcolm 1998، م. 312.
  43. Malcolm 1998، م. 317-318.
  44. (په 2000-06-07 باندې). 3,000 missing in Kosovo. BBC
  45. "Casualties in Kosovo" (PDF). The Lancet. 2000-06-24. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۶ اپرېل ۲۰۰۵ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۰۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  46. Spiegel, P. B.; Salama, P. (24 June 2004). "War and mortality in Kosovo, 1998–99: an epidemiological testimony". Lancet. 355 (9222): 2204–2209. doi:10.1016/S0140-6736(00)02404-1. PMID 10881894. S2CID 14632097. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  47. "Kosovo One Year On: Achievement and Challenge, by Lord Robertson of Port Ellen, Secretary General of NATO". NATO. March 2000. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)