Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook
Jump to content

عامه اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عامه اړیکې (په انګلیسي: Public Relations)، د لا ښه درک په موخه، له یوه وګړي یا سازمان څخه (لکه سوداګري، دولتي موسسه یا غیرانتفاعي سازمان) عام وګړو ته د معلوماتو خپرولو او د هغو د مدیریت کولو پوهه ده. عامه اړیکې او اشتهار سره توپير لري، ځکه چې عامه اړیکې په دننۍ توګه کنټرول کېږي، په داسې حال کې چې د اشتهار کنټرول د بهرنیو خواوو په مرسته ترسره کېږي. په عامه اړیکو کې کېدای شي یو سازمان یا هغه وګړی شامل وي چې د اړوند عامه موضوعاتو او خبرونو (چې مستقیمې لګښتي اداینې ته اړتیا نه‌لري) په کارولو سره د خپلو اورېدونکو او مخاطبانو پر وړاندې ښکاره کېږي. ښکاره کېدنه یې تر ډېره د رسنیو له‌لارې ده. په‌دې سره عامه اړیکې له اعلانونو او اشتهار څخه (چې د بازارموندنې اړیکو بڼې دي) توپير مومي. د عامه اړیکو موخه د پېرودونکو لپاره په وړیا توګه، د خبري انعکاس رامنځ‌ته کول دي، چې د وړیا رسنیو (هغه رسنۍ چې د یوې خبرتیا له خپرولو څخه پیسې نه‌اخلي)، نه دا چې د بازارموندنې یا خبرتیاوو لپاره پیسې ورکړي، چې د لګښتي رسنیو (هغه رسنۍ چې د یوې خبرتیا له خپرولو څخه پیسې ترلاسه کوي) په نامه هم پېژندل کېږي. خو د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې، اعلانونه او خبرتیاوې هم د عامه اړیکو د فعالیتونو پراخ ډګر یوه برخه وه.[۱][۲][۳]

د غورو عامه اړیکو یوه بېلګه به د داسې یوې مقالې جوړول وي چې د عامه اړیکو د یوه شرکت مراجعه کوونکي ځانګړنې په ګوته کوي، نه دا چې د مراجعه کوونکي لپاره لګښت وضع شي ترڅو د مقالې ترڅنګ د هغه خبرتیا هم خپره شي. د عامه اړیکو موخه، عام وګړو، احتمالي پېرودونکو، پانګوالو، شریکانو، کارمندانو او نورو ذینفعانو ته د خبر رسونه او د سازمان، د سازمان مشرتابه پلاوي، محصولاتو، یا سیاسي پرېکړو په هکله د مثبت یا مطلوب لیدلوري ساتلو په موخه د هغو هڅونه ده. د عامه اړیکو متخصصان، په ټولیز ډول، د عامه اړیکو او بازارموندنې شرکتونو، سوداګریو او کمپنیو، حکومتي او عامه چارواکو لپاره د عامه معلوماتو کارمند په توګه او غیردولتي او غیرانتفاعي سازمانونو لپاره کار کوي. په عامه اړیکو کې اصلي دندې عبارت دي له: دنني موقفونه، لکه: د عامه اړیکو د همغږۍ کارمند، د عامه اړیکو متخصص، د عامه اړیکو مدیر؛ او بهرني موقفونه، لکه: د محاسبې همغږۍ کارمند، د محاسبې پلاوی، د محاسبې څارونکی او د رسنیزو اړیکو مدیر.[۴][۵]

د عامه اړیکو متخصصان د یوه سازمان له مخاطبانو، رسنیو، اړوندو سوداګریزو رسنیو او نورو فکري مشرانو (هغه اشخاص چې د یوې سوداګریزې ډلې لپاره یې وړاندیزونه او نظریات اغېزناک او غوره تمام شي) اړیکې رامنځ‌ته کوي او هغه ساتي. د عامه اړیکو د متخصصانو ګډ مسوولیتونه عبارت دي له: د ارتباطي کمپاینونو جوړول، د خبرونو لپاره د مطبوعاتي اعلامیو او نورو مطالبو لیکل، له مطبوعاتو سره کار کول، د یوې کمپنۍ ویاند ته د مرکو تنظیمول، د کمپنۍ مشرانو لپاره د وینا لیکل، د یوه سازمان د ویاند په توګه فعالیت درلودل، د مطبوعاتي کنفرانسونو، رسنیزو مرکو او ویناوو لپاره د پېرودونکو چمتو کول، د وېب‌سایټ او ټولنیزو رسنیو منځپانګې لیکل، د کمپنۍ د اعتبار مدیریت (د کړکېچ مدیریت)، د دننیو ارتباطاتو مدیریت، او د برنډ پېژندنې او پېښو مدیریت په څېر د بازارموندنې فعالیتونه. د عامه اړیکو په برخه کې د بریا راز، د یوې کمپنۍ یا شرکت د هر شریک لېوالتیا او اندېښنو په هکله په ژورې پوهې او باخبرۍ کې پروت دی. د عامه اړیکو متخصص باید پوه شي چې څنګه د عامه اړیکو سوداګرۍ تر ټولو پياوړې وسیلې په کارولو سره، چې اشتهار دی، دغو اندېښنو ته حل‌لاره ومومي.[۶][۷]

تعریفونه

[سمول]

اېوې لي، چا چې د راکفلر نوم او تاریخ ژوندی کړ، او د هغه ملګري «اِدوارد لویس برنیز»، د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د عامه اړیکو لومړنی تعریف په لاندې توګه وړاندې کړ: «عامه اړیکې یوه مدیریتي کارکړنه ده، چې عامه ذهنیتونه راغونډوي، د یوې موسسې پالیسي، پروسیجرونه او ګټې تعریفوي… او له هغو وروستو د عامه پوهاوي او منلو ترلاسه کولو په موخه یو پروګرام جوړوي». سره له‌دې، وروسته کله چې له «لي» څخه، په «United Transit Comission» کې د هغه د نقش په هکله پوښتنه وشوه، هغه وویل: «هېڅ وخت مې د خپلې دندې لپاره یو مناسب او د قناعت وړ نوم ونه‌شو موندلای». په ۱۹۴۸ز کې، مورخ «اریک ګولډمن» لیکي چې په وبسټر کې د عامه اړیکو تعریف به «هم د منتقدینو او هم د حرفوي کارمند لپاره یو لانجمن بحث وي».[۸][۹][۱۰][۱۱]

د برنېز د څرګندونې له‌مخې، د عامه اړیکو مشاور هغه شخص دی چې هم د ارتباطاتو له نومهالو رنسیو او هم د ټولنې ډله‌ییزو جوړښتونو سره کار کوي ترڅو د عامه افکارو لپاره مفکورې وړاندې کړي. سربېره پر دې، هغه د اقداماتو اېډیالوجي او اصولو او همدا راز د اموالو، خدماتو، عامه خدماتو، صنعتي ټولنو او لویو سوداګریزو ډلو (چې د وګړو ملاتړ لري) په هکله اندېښنه ښودلې ده.[۱۲]

د ۱۹۷۸ز کال په اګوسټ کې، د عامه اړیکو د ټولنو نړیوالې غونډې، دغه څانګه په لاندې توګه تعریف کړه:

«د لېوالتیاوو د شننې او څېړنې هنر او ټولنیزې پوهنې، د هغو د عواقبو وړاندوینې، د موسسې له مشرانو سره مشاوره او د پلان له‌مخې د پروګرامونو پلي کولو ته (چې په هغو کې هم د موسسې او هم عامه ګټې په پام کې نیول شوې وي) عامه اړیکې ویل کېږي».[۱۳][۱۴]

د امریکا د عامه اړیکو ټولنې، چې یوه مسلکي سوداګریزه ټولنه ده، په ۱۹۸۲ز کې، عامه اړیکې په لاندې ډول تعریف کړې:[۱۵][۱۶]

«عامه اړیکې له یوې موسسې سره او د عام وګړو سره مرسته کوي ترڅو په دوه‌اړخیزه توګه سره سازښت وکړي».[۱۷]

په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ز کې، د امریکا د عامه اړیکو ټولنې په غوښتنې سره، د ټولنې غړو د دغې ګړنې په هکله یو لړ تعریفونه وړاندې کړل او ټولو خلکو ته یې د رایې ورکولو زمینه برابره کړه. غوره شوی تعریف، چې ډېرې رایې یې ګټلې وې، په لاندې ډول ؤ:

«عامه اړیکې، د ارتباطاتو یو ستراتیژیک بهیر دی چې د سازمان او عام وګړو ترمنځ دوه‌اړخیزې ګټورې اړیکې رامنځ‌ته کوي».[۱۸]

عامه اړیکې، د یوه سازمان او عام وګړو ترمنځ د ارتباطاتو مدیریت د یوې کارکړنې په توګه هم تعریفېدلای شي.[۱۹]

تاریخچه

[سمول]

عامه اړیکې، له شلمې پېړۍ پخوا تاریخي ریښې لري. ډېري درسي کتابونه، په ۱۹۰۰ز کې، په بوستون کې د «اشتهار ادارې» تاسیس د عامه اړیکو د یوه مسلک رامنځ‌ته کوونکې ادارې په توګه پېژني. پوهانو، په لرغونو تمدنونو کې د عامه اړیکو اغېزښندنو او د ارتباطاتو مدیریت لومړنیو بڼو په تړاو موندنې لري. د بېلګې په توګه: د ارسطو «بلاغت» رساله، د قناعت هنر بنسټیز اصول بیانوي. ښواهد ښیي چې د نوې نړۍ د رامنځ‌ته کېدو په اوږدو کې او په بریتانیا کې د غلامۍ له منځه وړلو خوځښت په اوږدو کې عامه اړیکو تکامل موندلی دی. بسیل کلارک، په ۱۹۲۴ز کې د «تحریریه خدماتو» د تاسیس په پار، په بریتانیا کې د عامه اړیکو بنسټګر په توګه پېژندل کېږي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، آلمان او نورو د «تبلیغاتو» مفهوم وکاروه، چې وروسته د عامه اړیکو په توګه یې تکامل وموند، ترڅو کورنی ملاتړ ترلاسه کړي او نړیوالو جګړو پر مهال، دښمنان د دېوانو په توګه وښيي. لومړۍ نړیواله جګړه (۱۹۱۴ تر ۱۹۱۸ز) چې نه یوازې نظامي طبقه، بلکې ټول وګړي یې اغېزمن کړل، «د تبلیغاتو پرمختللې توغونې تختې» په توګه پېژندل کېږي. خصوصي سکټور ته د عامه اړیکو له راتللو وروسته، د سوداګریز اشتهار هلې‌ځلې لا زیاتې او پرمختللې شوې. ډېري مورخان پر دې باور دي چې د اوسنیو عامه اړیکو بنسټ د لومړي ځل لپاره په متحده ایالاتو کې د اېوي لي (۱۸۷۷ تر ۱۹۳۴ز) له‌خوا په ۱۹۰۳ز کې کېښودل شو او هغه مهال نوموړي د راکفلر شرکت مشاور او تبلیغاتي متخصص په توګه دنده ترسره کوله. اِداورد برنېز (۱۸۹۱ تر ۱۹۹۵ز)، په ۱۹۱۳ز کې د ننداریزو ټولنو لپاره تبلیغات وکړل، چې وروسته د نړۍ په کچه خپاره شول. په ضمن کې، د ۱۹۲۰ز لسیزې په نوي تاسیس شوي شوروي اتحاد کې، هنرمندانو او شاعرانو (لکه: مایاکوفسکي) د بېلابېلو دولتي ادارو او موخو لپاره د عامه اړیکو په برخه کې فعالیت درلود.[۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې

[سمول]
  1. Grunig, James E; Hunt, Todd (1984), Managing Public Relations (6th ed.), Orlando, FL: Harcourt Brace Jovanovich
  2. Seitel, Fraser P. (2007), The Practice of Public Relations. (10th ed.), Upper Saddle River, NJ: Pearson Prentice Hall
  3. (په 2017-12-29 باندې). #10 Important Trends in PR that You Can't Afford to Ignore. Entrepreneur.
  4. "What You Need to Get a Job in Public Relations After College - AfterCollege". 5 March 2014. Archived from the original on 12 August 2015. Retrieved 2015-09-28.
  5. "Career Overview: Public Relations - Wetfeet.com". Archived from the original on 29 September 2015. Retrieved 2015-09-28.
  6. Rubel, Gina F. (2007), Everyday Public Relations for Lawyers (1st ed.), Doylestown, PA, ISBN 978-0-9801719-0-7
  7. Roos, Dave (n.d.). "What Is Public Relations?". How Stuff Works. Retrieved 2022-10-15.
  8. "Ivy lees definition of public relations". www.coursehero.com. n.d. Retrieved 2022-07-29.
  9. "Definition Of Public Relations - 1051 Words | 123 Help Me". www.123helpme.com. Retrieved 2022-07-29.
  10. Breakenridge, Deirdre (2008-03-26). PR 2.0: New Media, New Tools, New Audiences. FT Press. ISBN 9780132703970. a management function, which tabulates public attitudes, defines the policies, procedures and interests of an organization... followed by executing a program of action to earn public understanding and acceptance.
  11. Goldman, Eric (1948). Two-Way Street. Bellman Publishing Company.
  12. Edward Bernays, "The New Propagandists," in Propaganda, (New York: H. Liveright, 1928), 38.
  13. "Definition of consequence | Dictionary.com". www.dictionary.com (په انګليسي). Retrieved 2022-07-29.
  14. Jensen Zhao. Encyclopedia of Business, 2nd. Ed. Retrieved from findarticles.com
  15. "What Is Public Relations | Learn About PR | PRSSA". www (په انګليسي). Retrieved 2022-07-29.
  16. Goldblatt, Joe (27 August 2007). Special Events: The Roots and Wings of Celebration. ISBN 978-0-470-14492-3. Archived from the original on 17 May 2016. Retrieved 7 November 2015.
  17. Trivitt, Keith. "PRSA's Old Definition of Public Relations". Archived from the original on 2012-03-04.
  18. Stuart Elliot (په 1 March 2012 باندې). Public Relations Defined, After an Energetic Public Discussion.
  19. Grunig, James E. and Hunt, Todd. Managing Public Relations. (Orlando, FL: Harcourt Brace Jovanovich, 1984), 6e. Public relations is what you do with what you know and what others think about what you say.
  20. Alim, Shifta (2020-07-29). Evolution of public relations (په انګليسي). School of Communication and Reputation.{{cite book}}: ساتل CS1: url-status (link)
  21. "The history of Public Relations | Adoni Media" (په انګليسي). 2018-10-31. Retrieved 2022-07-29.
  22. Olubanwo, Dare. "The History of Public Relations in U.K". {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  23. Dare, Olubanwo. "The History of Public Relations in U.K" (Academia.edu): 1 – via Academia. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  24. "Basil Clarke: past and present of PR". PR Studies (په انګليسي). 2013-07-15. Archived from the original on 20 January 2021. Retrieved 2021-02-20.
  25. Compare: Manning, Martin J.; Manning, Martin; Romerstein, Herbert (2004). Historical Dictionary of American Propaganda (په انګليسي). Greenwood Publishing Group. p. xxviii. ISBN 978-0-313-29605-5. Archived from the original on 5 February 2021. Retrieved 18 November 2020. World War I, the first total war involving not just the military but populations as a whole, should be considered propaganda's launching pad.
  26. Lachman, Gary (2008). The Dedalus Book of Literary Suicides: Dead Letters. Dedalus Concept Books. Sawtry, Cambridgeshire: Dedalus. p. 124. ISBN 9781903517666. Archived from the original on 22 March 2022. Retrieved 8 October 2021. [Authorities] granted Mayakovsky extraordinary liberties, and no doubt the Bolsheviks saw the advantages of sending their premiere poet on a public relations jaunt.
  27. Kipping, Matthias; Tiratsoo, Nick (2018-05-02), Kipping, Mathias (ed.), "The 'americanisation' of European companies, consumers and cultures: contents, processes and outcomes", Americanisation in 20th Century Europe: business, culture, politics. Volume 2, Histoire et littérature du Septentrion (IRHiS), Lille: Publications de l'Institut de recherches historiques du Septentrion, pp. 7–23, ISBN 978-2-490296-08-8, archived from the original on 23 September 2021, retrieved 2021-02-20