غږپوهنه (فونوټيکس)
Appearance
لوا تېروتنه: bad argument #2 to 'title.new' (unrecognized namespace name 'Tکينډۍ').فونیتیک یا ږغ پوهنه د ژبپوهنې یوه څانګه ده چي د انساني غږونو تولید تر څېړني لاندي نیسي. [۱] هغه ژبپوهان چې د وینا د فزیکي ځانګړتیاوو په مطالعه کي تخصص ولري ږغ پوهان ( فونیټیسټان ) بلل کیږي. د فونیټیک ساحه په دودیز ډول د څیړنې پوښتنو پراساس په دریو فرعي څانګو ویشل شوې چي
لمړئ : انسانان د وینا تولید لپاره حرکتونه څنګه پلان او اجرا کوي.
دویم : ( آرټیکلیټري فونیټیکس ) چي څنګه بېلابېل حرکتونه د ترسره سوي ږغ ( صوتي فونیټیکس ) پر ملکیت اغیزه کوي.
دریم : ( د اوریدونکي فونیتیک ) چي څنګه انسانان د غږ څپې په ژبني معلوماتو بدلوي.
په عمومي ډول د فونیمیک ساده ژبني واحد ږغ بلل کیږي - یعني په یوه ژبه کي د وینا غږ چي د فونیم د فونولوژیکي واحد څخه توپیر لري؛ فونیم د ږغونو یو عام ترتیب دي او دا د کوچني واحد په توګه هم تعریف سوی دی چي په هره ژبه کي د غږونو ترمینځ معنی راپیژني. [۲]
فونیټکس د انسان د وینا دوه اړخونو سره معامله کوي:
تولید - هغه لارې چې انسان غږ کوي.
احساس - هغه طریقه چې وینا درک کیږي یا لاسته راځي.
|