Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook
Jump to content

فلم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د 1892 څخه یو لنډ فلم د "غریب پییروټ" تر سرلیک لاندې ، د دې رنګ کولو وروسته.

فلم (فیلم) دا ليکنه د خوځنده انځورونو په هکله ده. د فلم د بل ډول کارونې لپاره، د عکاسي فلم هغه سلولي وزمه وسيله ده په کوم چې خوځنده انځورونه چاپ شوي وي. دا د يو فلم انځورونو ته د ژوند وربښلو او خوځښت ورکولو د پروژې د اصطلاح نوم دی او په ټولگړي توگه همداسې د انځورونو د ژوندي کولو ځانگړې څانگه بلل کېږي.

دا چې په اصل کې فلم څه شی دی او څنگه د لومړي ځل لپاره جوړ شو، ددې پوښتنو تر شا يواځې يو حقيقت پروت دی هغه دا چې په اصل کې فلم د عکاسي د کمرې فلم نه لاس ته راغلی. او په تاريخي توگه همدا د عکاسي فلم د خوځنده يا ژوندي فلمونو د مېنځ ته راتلو لامل دی. پخوا چې لومړی ځل د عکاسي کامره جوړه شو نو د پېښو ثبتول يواځې په انځورونو کښلو سره ترسره کېدل، چې د يوې پېښې د هر يوې ثانيې په تېرېدو سره د هر حرکت يو انځور اخيستل کېده، په لومړي سر کې انځور د فلم په بڼه وي کوم چې يوه پلاستيکي فيته ده چې مخ يې په يو ډول کيميايي مادې پوښلی دی او همدا کيميايي ماده د نور په وړاندې حساس ځانگړتياوې لري. نو د ساري په توگه که چېرته په همدغه فيتې مونږ د ٥ دقيقو لپاره په هره ثانيه کې يو عکس واخلو نو په يوه دقيقه کې ٦٠ بېلابېل عکسونه مو واخيستل چې په ٥ دقيقو کې يې شمېر ٣٠٠ عکسونو ته رسېږي. هرکله چې د فلم همدا فيته مونږ په پرده باندې د ښودلو لپاره وړاندې کړو او دا فلم په يوه ټاکلي سرعت سره وچلېږي همدا د عکسونو لړۍ زمونږ سترگو ته د ژوندي انځور په توگه ښکاره کوي. د فلم لپاره ډېر نورې اصطلاحگانې هم کارېدلي دي، ځينې ورته په انگريزي ژبه موشن پکچرز motion pictures مانا دا چې خوځنده انځورونه او ځينې يې بيا يواځې پکچرز pictures يا پکچر "picture" يعنې انځورونه ، ځينې ورته دي سلور سکرين the silver screen، ځينې يې فوټوپلېز photoplays، دي سينما the cinema، پکچر شو picture shows، فلېکس flicks او په ټولگړي توگه ورته موويز movies هم وايي.

پښتو فلمونه

[سمول]

فلم په افغانستان کې

[سمول]

د افغانستان لومړی فلم نژدې هماغه وخت جوړ شو کوم وخت چې د هندوستان لومړی فلم جوړ شوی وه. لومړنی پښتو افغاني فلم د "عشق او دوستي" په نامه وه. دا فلم هغه وخت جوړ شوی وه په کوم وخت کې چې لا پاکستان نه و جوړ شوی. پدې توگه د افغانستان د فلم تاريخ له نيمې پېړۍ نه هم ډېر زوړ تاريخ لري. همدا لومړنی فلم "عشق او دوستي"، د فلم جوړولو يوې وړې ډلگۍ جوړ کړی وه، دا ډلگۍ د په هغه وخت کې د لنډو تور او سپينو فلمونو ترڅنگ لاسونديز فلمونه هم جوړول. بيا ډېر وخت وروسته په ١٩٦٥ کال کې د لومړي ځل لپاره په کابل کې د افغاني فلم جوړولو شرکت جوړ شو، چې د فلمونو په جوړولو او خپرولو يې لاس پورې کړ.

افغانان د ډېر پخوا نه د بهرني فلمونو په ځانگړې توگه د هندي فلمونو سره اشنايي لري. په افغانانو کې د هندي فلمونو په پرتله افغاني فلمونه دومره مينوال نه لري. د افغان فلم شرکت د ډېرو تخنيکي او اقتصادي ستونزو او ننگونو سره مخ وه، او تر اوسه پورې د د افغان فلم جوړونکي او خپرونکي د فلم په جوړولو کې د همداسې ورته ستونزو سره مخ دي. د افغان فلم د شرکت دمېنځ ته راتگ او د فلمي لېوالتيا او دغې لويې هيلې اصل بنسټ دا وه چې په نړېواله ټولنه کې خپل د کلتور، پېژندنې، او هيلو ښکارندويي وکړي او په ځان د يوه خپلواکه هېواد په توگه راڅرگند کړي.