Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook
Jump to content

مارک زاکربرګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
زاربرګ
مارک
د فیسبوک بنسټګر او تر ۲۰۰۸م کال پوري ترټولو ځوان میلیادر
د فیسبوک بنسټګر او تر ۲۰۰۸م کال پوري ترټولو ځوان میلیادر
د فیسبوک بنسټګر او تر ۲۰۰۸م کال پوري ترټولو ځوان میلیادر

د شخص معلومات
اصلي نوم مارک
پيدايښت ۱۴ مې ۱۹۸۴
امریکا
استوګنځای پالو التو   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت امریکا
نسل یہودی [۱]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 170 سانتي متره   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب یهودیت
ښځه
ژوند ملګری پریسیلا چان
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون (۳۱ اگسټ ۲۰۰۲–)  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تخصص تعلیم ساپوهنه او سولګرپوهنه   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک د فسبوک ریس
مورنۍ ژبه انګليسي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکې ژبه(ي)
د کړنې څانګه کمپيوټري برېښليک [۲]،  انټرنټ [۲]،  فېسبوک [۲]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی مېتا پلټفارمز [۳]  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کل دولت 69800000000 امريکايي ډالر (۵ اکتوبر ۲۰۱۹)[۴]  د (P2218) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
مارک زاکربرګ
مارک زاکربرګ

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ماردک الیوټ زاکربرګ چې د ۱۹۸۴ ز کال د مې میاشتې په ۱۴مه نېټه زېږېدلی، یو امریکایی رسنیز مخور، انټرنېټي کار پنځوونکی او بشرپال دی. دی د مېټا فلټفارمز شرکت (چې مخکې فېسبوک نومېده) د جوړولو په خاطر مشهور دی او د همدغه شرکت د رئیس، اجرائیوي مدیر او همګټې په توګه فعالیت کوي. همدا راز دی د لمرین بادبان د فضايي بېړۍ د پروژې (Breakthrough Starshot) له بنسټګرانو څخه دی او د همدغې پروژې د مدیره پلاوي د یوه غړي په توګه خدمت کوي.[۵][۶][۷]

زاکربرګ په هاروارډ پوهنتون کې زده‌کړې پیل کړې او د ۲۰۰۴ زکال په فبرورۍ میاشت کې یې د خپلې خونې( اتاق )له ملګرو «اډوارډو ساورین»، «انډریو ملک‌کلوم»، «ډاسټین موسکویټز» او «کریس هویوز» سره یوځای، د خپل خوب له اتاق څخه د فېسبوک ټولنیزه شبکه پرلیکه کړه. دغه سایټ په لومړیو کې د پوهنځي په کچه جوړ شو، خو وروسته ډېر ژر د پوهنځیو تر کچې ډېر پراخ شو او په ۲۰۱۲ ز دکال کې یې کاروونکي یو میلیارد کسانو ته ورسېدل. زاکربرګ د ۲۰۱۲ کال په مې میاشت کې، دغه شرکت له اکثریتو سهامو سره پر عام سهامي شرکت بدل کړ. په ۲۰۰۷ز کال کې د ۲۳ کلنۍ په عمر د نړۍ تر ټولو ځوان میلیاردر شو چې ټوله شتمني یې په خپله ګټلې ده. د ۲۰۲۱ ز کال تر نومبر میاشتې پورې د زاکربرګ خالصه شتمني، ۱۲۶ میلیارده ډالره وه چې د نړۍ اووم تر ټولو شتمن شخص کېږي.[۸]

له ۲۰۰۸ ز کال راهیسې ټایم (مجلې )«د کال شخص» جایزې د برخې په توګه زاکربرګ د نړۍ په ۱۰۰ اغېزناکو شخصیتونو کې شامل کړی چې، دغه جایزه په ۲۰۱۰ ز کال کې ورکړل شوه. د ۲۰۱۶ ز کال په دسمبر میاشت کې زاکربرګ، د فوربس (مجلې) «د نړۍ د تر ټولو ځواکمنو اشخاصو» په نوملړ کې لسم مقام خپل کړ.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ژوند لومړي وختونه

[سمول]

مارک الیوټ زاکربرګ د ۱۹۸۴ ز کال د مې میاشتې په ۱۴مه نېټه د نیویارک په وایټ پلینز کې وزېږېد. مور یې «کارن (کمپنز)» رواني ډاکتره وه او پلار یې «اډوارډ زاکربرګ» د غاښونو ډاکتر و. دی او درې خویندې یې «اریل»، تجاره «رنډي» او لیکواله «دونا» د نیویارک په ډابز فیري کې په یوه اصلاحي یهودي کورنۍ کې لوی شول. د ده نیکونه له استرلیا، جرمني او پولنډ څخه را کډوال شوي یهودان وو. دی د نیویاک په ارډسلي سیمه کې د «ارډسلي عالي ښوونځي» یو تکړه زده‌کوونکی و. دوه کاله وروسته، «فیلیپس اکسټر» خصوصي اکاډمۍ ته ولاړ او هلته یې په نجومو، کلاسیکو زده‌کړو، ریاضیاتو او فزیک کې جایزې وګټلې. همدا راز په ځوانۍ کې یې د جان هاپکینز پوهنتون د لایقو ځوانانو مرکز په اوړني کمپ کې برخه واخیسته. ده د خپل کالج په غوښتنلیک کې ویلي وو چې: په لرغونې یوناني، فرانسوي، عبري او لاتیني ژبو لیکل او لوستل کولی شي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

سافټویر جوړوونکی

[سمول]

لومړي کلونه

[سمول]

زاکربرګ د کمپیوتر کارول او د سافټوریونو لیکل، د منځني ښوونځي له وخته پیل کړل. پلار یې په ۱۹۹۰یمو ز کلونو کې پروګرامینګ (Atari BASIC Programming) ور زده کړ او وروسته یې د خصوصي زده‌کړې لپاره یو سافټوریر جوړوونکی «ډېوېډ نیومن» ورته وټاکه. په داسې حال کې چې زاکربرګ لا د ښوونځي په دوره کې و، په دې برخه کې یې د تکمیلي زده‌کړو یو کورس خپل کور ته نږدې په «مرسي کالج» کې بشپړ کړ. دا چې د پلار د غاښونو کتنځي(معاینه‌خانه) یې له کور څخه اداره کېده، ده د « ZuckNet» په نامه یو داسې سافټویر جوړ کړ چې، د کور او کارځای ټول کمپیوترونه یې سره تړل. دا د AOL بېړني پیغام‌رسوونکي "لومړنۍ" بڼه بلل کېږي چې په ورپسې کال خپور شو.[۲۳][۲۴]

نیویارکر مجلې لیکلي دي چې: کله په ۲۰۰۲ ز کال کې زاکربرګ په هاروارډ پوهنتون کې زده‌کړې پیل کړې، تر هغه وړاندې «د یوه بې‌ساري پروګرامر په توګه» مشهور و. په پوهنتون کې یې د زده‌کړو په دویم کال یو پروګرام ولیکه، چې CourseMatch یې باله. دغه پروګرام محصلانو ته دا موکه ورکوله چې، د نورو محصلانو انتخابونو ته په کتو سره د ټولګیو د غوراوي  پریکړه وکړي. هم یې له دوی سره مرسته کوله، چې د زده‌کړې لپاره ګروپونه جوړ کړي. لږه موده وروسته یې یو بل متفاوت پروګرام جوړ کړ، چې په لومړیو کې یې Facemash ونوماوه، په دغه پروګرام کې محصلانو کولای شوای چې، په څو منتخبو(غورچاڼ شوو) عکسونو کې، هغه شخص انتخاب کړي، چې تر ټولو ښه ښکاري. د زاکربرګ د هغه مهال د اتاق ملګری اري هاسيټ وايي: "زاکربرګ دغه سایټ د سات‌تېرۍ( ساعت تېري) لپاره جوړ کړی و". هاسیټ زیاتوي:[۲۵][۲۶][۲۷]

موږ د (Face Books) په نامه کتابونه لرل او د هغو کسانو نوم او عکس به په کې وو چې، د پوهنتون په لیلیه کې اوسېدل. ده په لومړیو کې یو سایټ جوړ کړ او دوه دوه عکسونه یا د دوو نارینه‌وو او دوو ښځو عکسونه یې په کې کېښودل. د سایټ کتونکو باید رایه ورکړې وای، چې کوم یو «ښکلی» دی او بیا د رایو له مخې درجه‌بندي کېدل.[۲۸]

دغه وېب‌سایټ د یوې اونۍ د پای په رخصتۍ کې پورته شو (انلاین شو) [په لوېدیځ کې د اونۍ د پای رخصتي یکشنبه ده]، خو د دوشنبې پر سهار پوهنتون بېرته هغه وتاړه، ځکه د ډېر شهرت له امله یې د هاروارډ د شبکې یو سویچ خراب کړی و او پر محصلانو یې انټرنېټ قطع و. پر دې سربېره، ډېرو محصلانو شکایت وکړ چې، عکسونه یې له اجازې پرته په دغه سایټ کې کارول کېږي. زاکربرګ له ټولو بښنه وغوښته، خو د محصلانو ورځپاڼې داسې مقالې خپرې کړې، چې ویل یې:  د ده وېب‌سایټ «په بشپړه توګه ناوړه( نامناسب)» دی.[۲۹]

په بل سمستر کې چې د ۲۰۰۴ ز کال د جنوري میاشت وه، زاکربرګ د بل وېب‌سايټ لپاره پر کودونو لیکلو پیل وکړ. د ۲۰۰۴ ز کال په فبرورۍ میاشت کې یې«فېسبوک» پرلیکه کړ، چې په لومړیو کې په (thefacebook.com) کې ځای پر ځای و.[۳۰][۳۱]

شخصي ژوند

[سمول]

زاکربرګ چې د یوه اصلاحي یهودي په توګه لوی شو، وروسته اتیست شو، خو بیا یې بېرته خپل نظرونه بدل کړل. ده په ۲۰۱۶ ز کال کې وویل: "زه یهودي را لوی شوم، خو وروسته مې داسې دوره تېره کړه چې، هر څه مې تر پوښتنې لاندې راوستل، اوس په دې باور یم چې، دین ډېر مهم دی".[۳۲][۳۳][۳۴]

زاکربرګ خپله راتلونکې مېرمن «پریسیلا چان» چې هغه هم د هاروارډ پوهنتون محصله وه، د زده‌کړو په دویم کال په یوه مېلمستیا کې ولیدله. دوی له ۲۰۰۳ ز کال را وروسته لیدنې پیل کړې. د ۲۰۱۰ ز کال په سپتمبر میاشت کې چان چې هغه مهال د سن‌فرانسیسکو په کلیفورنیا پوهنتون کې د طب محصله وه، د کلیفورنیا په پالو التو کې د زاکربرګ کرايي کور ته ولېږدېده. تر دې وړاندې چې زاکربرګ د چان د مور او پلار ټاټوبي چین ته ولاړ شي، د هماغه کال په وروستیو کې یې ماندارین ژبه ولوسته. دوی د ۲۰۱۲ ز کال د مې میاشتې په ۱۹مه نېټه واده وکړ. د همدغه کال د جولای میاشتې په ۳۱مه نېټه زاکربرګ وویل چې، دوی د خپلې لور زیږېدو ته انتظار باسي او چان تر دې وړاندې ۳ ځله بچیان لرې کړي دي. د دوی لور «مکسیما چان زاکربرګ»، د ۲۰۱۵ ز کال د دسمبر په لومړۍ نېټه وزېږېده. دوی د چین د نوي کال په یوه ویډیو کې وویل چې: د لور چینايي نوم یې «چن منګیو» (په چینايي: 陈明宇) دی. د دوی دویمه لور د ۲۰۱۷ ز کال په اګسټ میاشت کې وزېږېده. دوی دواړه د (Beast) په نامه یو پولي سپی هم لري، چې په فېسبوک کې تر دوه میلیونه ډېر پلویان لري.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]

پرمختګ

[سمول]

لاسته راوړني

[سمول]

شخصیت

[سمول]
  1. https://www.haaretz.com/opinion/zuckerbergs-curated-jewish-conscience-is-shallow-and-evasive-1.5455322
  2. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=hka2010563632 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  3. https://g.co/kgs/tGoKAD
  4. https://www.bloomberg.com/billionaires/ — د نشر نېټه: ۶ اکتوبر ۲۰۱۹ — خپرونکی: Bloomberg L.P.
  5. (په July 26, 2013 باندې). Facebook Surges and Mark Zuckerberg Pockets $3.8 Billion. Yahoo! Finance.
  6. (په May 20, 2012 باندې). Facebook shareholders are wedded to the whims of Mark Zuckerberg.
  7. Lee, Seung (April 13, 2016). "Mark Zuckerberg just joined a new project to explore the universe faster". Newsweek (په انګليسي). Retrieved March 29, 2020.
  8. "Bloomberg Billionaires Index: Mark Zuckerberg". Bloomberg L.P. Retrieved December 3, 2021. {{cite magazine}}: Cite magazine requires |magazine= (help)
  9. "Mark Zuckerberg". Forbes.
  10. Grossman, Lev (December 15, 2010). "Person of the Year 2010: Mark Zuckerberg". Time. Archived from the original on August 17, 2013.
  11. "The All-Time TIME 100 of All Time". Time. April 18, 2012. Archived from the original on April 19, 2012. Retrieved April 20, 2012.
  12. (په December 2016 باندې). The World's Most Powerful People.
  13. (په December 15, 2010 باندې). Mark Zuckerberg wins Time person of the year: profile.
  14. "The Zuckerbergs of Dobbs Ferry", New York, no. May 14, 2012, retrieved May 21, 2012
  15. (په October 4, 2017 باندې). Mark Zuckerberg's Carefully Curated Jewish Conscience Is Both Shallow and Evasive.
  16. Kaplan, Dana Evan (April 2020). The New Reform Judaism: Challenges and Reflections - Dana Evan Kaplan. ISBN 9780827614314. Retrieved May 21, 2020.
  17. Vargas, Jose Antonio (September 20, 2010). "The Face of Facebook". The New Yorker. Retrieved September 22, 2010.
  18. (په January 27, 2017 باندې). My great grandparents came from Germany, Austria, and Poland..
  19. (په July 24, 2010 باندې). Mark Zuckerberg: He's got the whole world on his site. The Independent.
  20. Kirkpatrick, David (2010). The Facebook Effect: The Inside Story of the Company That Is Connecting the World. New York: Simon & Schuster. pp. 20–21. ISBN 978-1-4391-0211-4. Retrieved November 9, 2010.
  21. (په March 5, 2010 باندې). What We Learned About Mark Zuckerberg This Week. The Big Money.
  22. (په June 10, 2004 باندې). Mark E. Zuckerberg '06: The whiz behind thefacebook.com.
  23. "4-thing-mark-zuckerberg". Archived from the original on April 22, 2016. Retrieved April 21, 2016. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  24. "facebook-founder-mark-zuckerberg-child-prodigy". Retrieved April 21, 2016.
  25. Grossman, Lev (December 15, 2010). "Person of the Year 2010: Mark Zuckerberg". Time. Archived from the original on August 17, 2013.
  26. Vargas, Jose Antonio (September 20, 2010). "The Face of Facebook". The New Yorker. Retrieved September 22, 2010.
  27. Larson, Chase (March 25, 2011), "Mark Zuckerberg speaks at BYU, calls Facebook "as much psychology and sociology as it is technology"", Deseret News, retrieved May 21, 2012
  28. Grimland, Guy (October 5, 2009). "Facebook founder's roommate recounts creation of Internet giant". Haaretz.
  29. Grimland, Guy (October 5, 2009). "Facebook founder's roommate recounts creation of Internet giant". Haaretz.
  30. Hoffman, Claire (June 28, 2008). "The Battle for Facebook". Rolling Stone. New York City. Archived from the original on July 3, 2008. Retrieved February 5, 2009.
  31. Seward, Zachary M. (په July 25, 2007 باندې). Judge Expresses Skepticism About Facebook Lawsuit.
  32. Kirkpatrick, David (2010). The Facebook Effect: The Inside Story of the Company That Is Connecting the World. New York: Simon & Schuster. pp. 20–21. ISBN 978-1-4391-0211-4. Retrieved November 9, 2010.
  33. (په November 28, 2007 باندې). Just How Much Do We Want to Share On Social Networks?. The Wall Street Journal.
  34. Zauzmer, Julie (December 30, 2016). "Mark Zuckerberg says he's no longer an atheist, believes 'religion is very important'". The Washington Post (په انګليسي). Retrieved October 31, 2019.
  35. O'Connor, Clare (May 20, 2012), "Mark Zuckerberg's Wife Priscilla Chan: A New Brand of Billionaire Bride", Forbes, retrieved May 21, 2012
  36. Status Update: Mark Zuckerberg is married to Priscilla Chan, Techstroke, May 20, 2012, archived from the original on January 19, 2018, retrieved May 21, 2012 {{citation}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  37. "White Coats on a Rainbow of Students" Archived January 12, 2013, at the Wayback Machine., Spotlight, UCSF School of Medicine. Cf. Priscilla Chan, 23.
  38. (په December 20, 2010 باندې). Zuckerberg Goes Searching in China.
  39. "Facebook founder Mark Zuckerberg learn chinese every morning". ChineseTime.cn. September 29, 2010. Archived from the original on November 24, 2010. Retrieved December 7, 2021. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  40. . Facebook's Mark Zuckerberg marries sweetheart.
  41. . Facebook's Mark Zuckerberg marries Priscilla Chan. CBS News
  42. (په May 19, 2012 باندې). Facebook's Mark Zuckerberg marries longtime girlfriend, Priscilla Chan: Palo Alto, Calif., ceremony caps busy week after company goes public. NBC News
  43. (په July 31, 2015 باندې). Facebook founder Mark Zuckerberg to become a father. BBC News.
  44. Frankel, Todd C.; Fung, Brian; Layton, Lyndsey. "Mark Zuckerberg and Priscilla Chan to give away 99 percent of their Facebook stock, worth $45 billion". Retrieved October 24, 2020 – via www.washingtonpost.com.
  45. "A letter to our daughter". facebook.com. Retrieved December 1, 2015.
  46. (په August 28, 2017 باندې). Mark Zuckerberg and his wife just unveiled their new baby girl to the world. Fox News Channel
  47. "Meet Beast Zuckerberg, your new favorite dog rug". CBS News. 2019.
  48. King, Hope (September 22, 2016). "Mark Zuckerberg's dog Beast is 'moping' over new baby". CNN.
  49. Kell, John (February 8, 2016). "Mark Zuckerberg Reveals Daughter's Chinese Name". Fortune. Retrieved February 29, 2016. In a pretty adorable video shared by the tech executive over the weekend, Zuckerberg and his wife Priscilla Chan said their daughter Max's Chinese name is Chen Mingyu.