Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook
Jump to content

په اوکراین باندې د روسیې په برید کې ښځې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په اوکراین باندې د روسیې برید چې د ۲۰۲۲ زکال د فبروري په ۲۴ مه پیل شو په اوکراین او روسیې دواړو کې یې په ښځو پام وړ اغېز درلود؛ هغه که په جګړه کې د جنګیالیو په توګه بوختې وې او یا هم ملکي ښځې وې. دغه برید لامل وګرځېد څو د اوکراین د پوځ په لیکو کې د ښځو ونډه زیاته شي او همدارنګه ګڼ شمېر نورې اړ شوې څو له خپل هېواد څخه نورو هېوادونو ته کډه وکړي. په روسیه کې ښځو بیا د جګړې ضد خوځښت رهبري کړ. [۱][۲][۳][۴][۵]

د اوکراین لومړۍ مېرمنې اولنا زلنسکا څرګنده کړه چې «زموږ مقاومت، زموږ د راتلونکې بریا په توګه په ځانګړې توګه ښځینه څېره خپله کړې» او همدارنګه یې هغه اوکرایني ښځې وستایلي چې په پوځ کې خدمت کوي، د جګړې پر مهال د خپلو ماشومانو په لویولو بوختې دي او اړین خدمتونه وړاندې کوي. ملګرو ملتونو ته اړوند د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا بنسټ دغه برید د «ښځو او نجونو پر وړاندې کړکېچ» وباله او څرګنده یې کړه «چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي او قاچاق له زیاتوالي رانیولې د بې وزلۍ تر زیاتوالي او همدارنګه د هوسا ژوند تر له منځه تلو پورې، اوکرایني ښځې او نجونو د جګړې له جدي اغېزو سره مخ دي». [۶][۷]

مخینه

[سمول]

په ۲۰۱۴ زکال کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې له پیله د اوکراین په پوځ کې د ښځو ونډې پام وړ پراختیا ومونده، له دې ډلې ګڼ شمېر هغه ځایګي چې وړاندې یوازې نارینه و ترلاسه کولای شول ښځو هم ورته اجازه ومونده او له امله یې د پوځي خدمت کوونکو ښځینه وو شمېر دوه چنده شو. اوکرایني ښځو د لومړۍ نړیوالې جګړې له مهاله د وسله والو ځواکونو په لیکو کې خدمت کړی، خو په ۲۰۱۴ زکال کې په دونباس کې د جګړې د پیلېدو تر مهاله په رسمي توګه د پخوانیو جنګي سرتېرو په توګه نه پېژندل کېدلې او ورته بشپړ حقوق نه ورکول کېدل. د ۲۰۲۱ زکال د ډسمبر له لومړیو څخه ښځې په یو شمېر چارو کې له وړاندې ثبت شوې. له دې سره بیا هم د اوکرایني پوځ په لیکو کې د ښځو پر وړاندې تبعیض، ځورونې او تاوتریخوالي شتون لري. اوکراینۍ ملکي ښځې هم د جګړې په اوږدو کې له ګواښونو او یو شمېر مهمو مسایلو سره مخ شوې. ورته مهال په اوکراین کې رومانیايي ښځې د تبعیض له ځانګړي کچې سره مخ شوې، هغه چې د کورني بې ځایه شوي حالت له منلو ډډه کوي او له شدید نژادي تبعیض سره مخ دي. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

په نړیواله کچه ښځې او نجونې د بې ځایه کېدو او همدارنګه په ټولنه کې د عادي خوندیتوبونو د له منځه تلو له امله له ډېرو ګواښونو سره مخ کېږي او د ډېرو له خوا له جنسي تاوتریخوالو څخه په جګړه، شخصیت وژنه، شکنجې او سیاسي ځپلو کې کار اخیستل کېږي. د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا اړوند د ملګرو ملتونو د ادارې د څرګندونو پر بنسټ څه باندې ۷۰ سلنه ښځې په کړکېچنو حالاتو کې د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي سره مخ کېږي، همدارنګه د لنست طبي ژورنال په خپرو شوو چارو کې موندل شوې چې هغه ښځې او نجونې چې د وسله والو نښتو تر اغېز لاندې راځي د زیان اړونکو تجربو له پراخې کچې سره مخ کېدونې دي. [۱۸]

د اوکراین په پوځ کې ښځې

[سمول]

ګڼ شمېر ښځې په دواطلبه بڼه چمتو شوې دي د اوکرایني ځواکونو په لیکو کې د دغه برید پر وړاندې ودرېږي. د جورجیا ایالت له پوهنتون څخه میا بلوم او سوفیا موسکالینکو څرګندوي چې «اوکراینۍ ښځې له تاریخي پلوه له داسې خپلواکیو برخمنې وې چې لا د نړۍ په زیاتو برخو کې یې شتون نه درلود» همدارنګه «اوکراین د ښځو د ونډې اړوند چې کولای شي له خپل ملت څخه یې د دفاع په برخه کې د رهبرانو په توګه ترسره کړي ځانګړی لرلید لري». د الجزیرې شبکې د ۲۰۲۲ زکال په سپټمبر میاشت کې د اوکرایني پوځي چارواکو له قوله راپور خپور کړ چې: «د اوکراین په وسله وال پوځ کې شاوخوا ۵۰ زره ښځې په جګړه ییزو او غیر جګړه ییزو چارو بوختې دي چې  له دغې شمېرې څخه ۱۰ زره یې اوس مهال د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي یا هم په هغو دندو بوختي دي چې لامل ګرځېدلې دوی د جګړې لومړۍ کرښې ته ولېږل شي. دا په داسې حال کې ده چې له جګړې وړاندې ۳۲ زره ښځو په پوځ کې شتون درلود».[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د ۲۰۲۲ زکال په اکتوبر میاشت کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د ښځینه بندیانو تبادله ترسره شوه؛ په دغه تبادله کې ۱۳۸ اوکراینۍ ښځې وسپارل شوې چې ۳۷ یې هغه وې چې د آزوف سټال په جګړه کې یې ونډه لرله.[۲۵]

په جګړه کې فعال نور برخه اخیستونکي

[سمول]

د روسیې او د لوهانسک د خلکو د جمهوریت/د دونباس د خلکو د جمهوریت ځواکونه

[سمول]

د روسیې په وسله والو ځواکونو کې د پرسونل د اوږد مهاله کمښت اړوند د ۲۰۰۸ زکال د روسیې د پوځي اصلاحاتو را وروسته د روسیې د دفاع وزارت د دغو تشو د ډکولو په موخه ډېرې لږ هڅې وکړې څو هغه د ښځو په ګمارنې ډکې کړي. له ۲۰۱۰ زکال وروسته هغه ښځې چې له پوځ سره یوځای شوې ډېرو یې (۶۷٪) د مالي اړتیاوو له امله او ډېر لږ شمېر یې (۶٪) د مسلکي موخو لپاره پوځ ټاکلی و. په داسې حال کې چې ډېرې ښځې د ۲۰۱۰مې لسیزې پر مهال له پوځ سره د یوځای کېدو په هڅه کې وې (د بېلګې په توګه، ښځو د نارینه و په پرتله په پوځي پوهنتون کې د شاملېدو ډېر غوښتنلیکونه سپارلي و)، هغوی له سیستماتیک تبعیض سره مخ شوې ځکه چې ښځو د جګړې په لومړۍ کرښه کې د جګړه کوونکي رول د لرلو اجازه نه لرله او همدارنګه یې نه شو کولای د ډګروالۍ (په روسي: полковник) له رتبې لوړه رتبه ترلاسه کړي؛ له همدې امله هغوی د «موټر چلونې، میخانیکي، نښه ویشتونکې او توپچي» دندې رد کولې. د روسیې د دفاع وزیر سرګئی شویګو د ۲۰۲۰ زکال په مۍ میاشت کې څرګنده کړه چې نږدې ۴۱ زره ښځې (د فعالې دندې لرونکو ځواکونو شاوخوا ۴.۲۶ سلنه) د روسیې په وسله وال پوځ کې ځای پر ځای شوې دي. ورته مهال په ۲۰۲۰ زکال کې د روسیې د عمومي افکارو د دولتي څېړنیز مرکز (VTsIOM) د نظر پوښتنې له مخې ۶۳ سلنه روسي وګړو ویلي و چې نه غواړي لوڼې یې له پوځ سره یوځای شي (۴۲ سلنه نورو ویلي و چې «پوځي توب د ښځو کار نه دی او یوازې نارینه و ته اړوندېږي»). [۲۶][۲۷]

د ۲۰۲۲ زکال د فبروري په ۲۴ مه پر اوکراین له برید یوه اونۍ وړاندې جلا غوښتونکو د ډونټسک د خلکو جمهوریت او د لوهانسک د خلکو جمهوریت له خپلو سیمو څخه د ۱۸ کلنو څخه تر ۵۵ کلنو نارینه و پر تګ ممنوعیت ولګاوه څو ډاډ ترلاسه کړي چې هغوی جبري خدمت کولو ته د لاسرسي وړ دي. [۲۸][۲۹]

خبریالان

[سمول]

ښځو په دغه برید کې د خبریالانو په توګه پام وړ رول لوبولی. د اسوشټیډ پرس خبریالې لین البر څرګنده کړې چې «په اوکراین کې د راپور ورکوونکو ښځو حضور د سنتي تمو او رولونو د بګرونډ پر خلاف تنظیم شوی دی»، او دغه حضور «د جګړې د راپورورکونې طبیعت بدل کړی. دوی د جګړې تاکتیکونه تر پوښښ لاندې راولي، خو د هغو تاوانونو ته هم برابر پام لري». ښځینه خبریالانې د دغه برید په اوږدو کې له ځانګړو ستونزو سره مخ شوې دي. د فارین پالیسي په خبره ښځې د دغه برید اړوندو خبري مقالاتو «د ټولو کارپوهانو، د کیسو د قهرمانانو یا منابعو» ۲۳ سلنه برخه جوړوي. د دغه برید اړوندې اضافه رسنیزې خپرونې او بحثونه په بهر کې د میشتو اوکرایني ښځینه خبریالانو له خوا برابرېږي، دوی د روسي تبلیغاتو سره د مبارزې په موخه هڅې کوې او د دغه وضعیت اړوند خلک خبروي او هغوی مرستې ته هڅوي. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

د مارچ په ۲۳ مه د هغو پنځو خبریالانو له ډلې چې تائید شوه د دغه برید په اوږدو کې وژل شوي دوه یې د الکساندار کووشینوا او اکسانا باولینا په نومونو ښځینه خبریالانې دي. فارین پالیسي د کووشینوا له مړینې وروسته د اوکراین د راډیو د خبریالې ایرینا اسلاوینسکا له خولې ویلي: «په خواشینۍ سره دغه ډول پېښې په جګړه کې اوکرایني ښځینه خبریالانو ته پېښېږي» د هغې په خبره دوی اړ دي د نښتو په ځای کې د راپور ورکونې په موخه د پاتې کېدو یا هم له خپلو کورنیو سره د تېښتې څخه یو انتخاب کړي، سربېره پر دې دوی د جنسي تاوتریخوالي له ګواښ سره هم مخ دي.[۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې

[سمول]
  1. (په 2022-03-18 باندې). Russian bombs kills 'heroic, brave and courageous' Ukrainian LGBT+ activist. PinkNews.
  2. (په 2022-03-08 باندې). 5 Women To Follow On Social Media For An Insight Into Ukrainian Life Right Now. HuffPost.
  3. (په 2022-03-21 باندې). What Germany's turning point means for its feminist foreign policy. Politico.
  4. (په 2022-03-15 باندې). Another deeply gendered war is being waged in Ukraine. Al Jazeera.
  5. (په 2022-03-03 باندې). How Women Forced Ukraine to Welcome Them Into the Military. Slate.
  6. "In Focus: War in Ukraine is a crisis for women and girls". UN Women. 23 February 2023. Retrieved 6 March 2023.
  7. (په 2022-03-22 باندې). Olena Zelenska thanks other first ladies for supporting Ukraine. The Guardian.
  8. "Women are changing the face of armed forces in Ukraine". UN Women | Europe and Central Asia (په انګليسي). Retrieved 2021-07-17.
  9. . Ukrainian women are volunteering to fight — and history shows they always have. NPR.org.
  10. "Ministry of Defense obliged women to register for military service. Journalists among them". imi.org.ua (په انګليسي). Retrieved 2022-08-16.
  11. (په October 21, 2019 باندې). Invisible in an invisible war.
  12. "What It's Like to Be a Female in the Ukrainian Army". en.hromadske.ua. 17 March 2019. Archived from the original on 15 April 2022. Retrieved 15 May 2023. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |تاريخ الوصول= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  13. "Ukrainian Women Face Tough Battle for Equality in Military | Voice of America - English". www.voanews.com.
  14. "Ukrainian women find themselves bearing the cost of endless war". The World from PRX.
  15. Nidzvetska, Svitlana; Rodriguez-Llanes, Jose M.; Aujoulat, Isabelle; Gil Cuesta, Julita; Tappis, Hannah; van Loenhout, Joris A. F.; Guha-Sapir, Debarati (January 9, 2017). "Maternal and Child Health of Internally Displaced Persons in Ukraine: A Qualitative Study". International Journal of Environmental Research and Public Health. 14 (1): 54. doi:10.3390/ijerph14010054. PMC 5295305. PMID 28075363.
  16. (په 11 December 2020 باندې). 'Failed By The System': Women In Eastern Ukraine At 'Heightened Risk' Of Gender-Based Violence.
  17. "Roma women and girls in war zones need special protection". April 7, 2021.
  18. Dastagir, Alia E. (March 20, 2022). "Terrified children, men left behind, sex trafficking: Women in Ukraine fight a different kind of war". USA TODAY (په انګليسي). Retrieved 2022-03-29.
  19. "Women in Ukraine Play a Critical Role in the Fight Against Russia". Time (په انګليسي). Retrieved 2022-03-29.
  20. (په 2022-03-18 باندې). Ukrainian women stand strong against Russian invaders.
  21. These are the women choosing to stay and fight Russian forces - CNN Video, 9 March 2022, retrieved 2022-03-29
  22. O'Reilly, Jonathon (2022-02-03). "Female volunteers 'move like angels' in Ukrainian army as Russia tensions escalate". inews.co.uk (په انګليسي). Retrieved 2022-03-29.
  23. Bloom, Mia; Moskalenko, Sophia. "Ukraine's women fighters reflect a cultural tradition of feminist independence". The Conversation (په انګليسي). Retrieved 2022-03-29.
  24. (په 17 September 2022 باندې). Ukrainian women joining the military amid Russia's invasion. aljazeera.com.
  25. . Ukraine Announces Release of 108 Women in First All-Female Prisoner Exchange with Russia.
  26. Chesnut, Mary (18 September 2020). "Women in the Russian Military". CSIS.org. Center for Strategic and International Studies. Retrieved 29 September 2022.
  27. Chesnut 2020.
  28. "Separatists in Ukraine order 'general mobilisation' amid shelling". www.aljazeera.com (په انګليسي). Retrieved 2022-03-29.
  29. "Война Двести десятый день. Онлайн "Медузы"". Meduza (په روسي). Archived from the original on 22 September 2022. Retrieved 21 September 2022. Закон о мобилизации ограничивает выезд из страны для тех, кто состоит на воинском учете
  30. "Ukraine: women journalists reporting on the frontline | Media news". www.journalism.co.uk. 2022-03-22. Retrieved 2022-03-29.
  31. Moshavi, Sharon. "Ukraine: How Women Journalists Are Covering the War". International Center for Journalists (په انګليسي). Retrieved 2022-03-29.
  32. "In Ukraine, female war reporters build on legacy of pioneers". AP NEWS (په انګليسي). 2022-03-14. Retrieved 2022-03-29.
  33. (په 2022-03-20 باندې). Ukrainian Women on the Front Lines but Not in the Headlines. Foreign Policy.
  34. ""Do Not Try to Interrupt a Ukrainian Woman": Explaining the War to Europe's Skeptics". Vanity Fair (په انګليسي). 2022-04-06. Retrieved 2022-04-25.
  35. (په 2022-03-20 باندې). Ukrainian Women on the Front Lines but Not in the Headlines. Foreign Policy.
  36. (په 23 March 2022 باندې). Ukraine war: Russian journalist Oksana Baulina killed in Kyiv shelling. BBC News.
  37. (په 2022-03-15 باندې). Ukrainian journalist Oleksandra Kuvshynova working as freelancer for Fox when killed.