Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook
Jump to content

کارن:Daastan khan

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کرونا ويروس کرونا ويروس د ويروسونو لويه کورنۍ ده، چي علمي نوم ئې (Coronaviruses) دي. د کرونا کليمه د لاتين (corona) څخه او د يوناني له (κορώνη) څخه اخیستل سوي ده، چي معنا ئې تاج ته ورته جوړښت دي او دغه نوم ځکه ورته ورکول سوي دي، چي ويروس په خپل بدني جوړښت باندي تاج ته ورته جوړښونه لري، چي تر مايکروسکوپ لاندي په واضح ډول معلوميږي. د ويروسونو په دې کورنۍ کي له عادي زکام څخه نيولي بيا تر وژونکي تنفسي ناروغيو، چي (SARS) هم پکښي شامل دي سته. دغه ويروسونه په 1965 م کال کي کشف سول او تر 1980م کال پوري څېړني پر کېدالی. د 2019م کال د ډيسمبر مياشتي په اخير کي د دې ویروس نوی نوعه د چين په ووهان ښار کي کشف سوه، چي تر اوسه ئې په لس ګونو انسانان له مرګ سره مخامخ کړي دي. د کرونا نوی کشف سوي ويروس علمي نوم (Wuhan seafood market pneumonia virus) دي. د کرونا اخيري نوعه، چي د چين په ووهان کي کشف سول له چين څخه پرته په ټايلنډ، جنوبي کوريا، جاپان، ټايوان، اسټراليا، فيجي، فرانسه، ترکيه او امريکا کي ليدل سوي دي. په دې ويروس اخته کس شديده تبه، پرنچي، د ستوني درد، له پزي څخه د اوبو تلل، ژر ژر ساه اخيستل او د ساه لنډي اعلايم لري. په دې ويروس لمړني انسان په 2012 م کال کي په سعودي عربستان کي اخته سوو او خپل ژوند ئې له لاسه ورکړ؛ دوهم 49 کلن د قطر اوسيدونکي وو چي د لندن په (Health protection agency's) کي ثبت سوو. د دې ويروس يو بل ډول چي فکر کيږي د آسمانڅکالي څخه انتقال سوي دي په 2002م کال کي ئې 800 نفره مړه کړل. د دې ويروس له پاره تر اوسه پوري کوم واکسين نه ده جوړ سوي، خو نه تائيد سوي راپورنه وايي، چي جاپان په دې توانيدلي ده، چي د ويروس له پاره واکسين جوړ کړي. هم دارنګه ويل کيږي، چي ګوټنبرګ پوهنتون استاد اډوارډټريبالا او د برلين پوهنتون استاد ولکرټيل د (K22) په نوم کېمياوي ماده جوړه کړي ده. دغه (K22) ماده د کرونا ويروس تکثري سيسټم فلج کوي او ويروس نه پريږدي چي د ميزبان په بدن کي تکثر وکړي. د افغانستان له پاره دغه ویروس تر نورو هيوادونو زيات خطر لري ځکه زموږ او ستاسي صحي خدمات په نه حساب دي. نورو هيوادونو کي هم بيړني حالت اعلان سوي دي هتآ تر دي پوري چي اسټراليا 600 نفره، چي چين ته ئې سفر کړي وه له اسټراليا څخه د باندي په يوه بيله جزيره کي کرنتين کړي دي تر څو اسټراليا ته ویروس انتقال نه سي.

  1. څه_بايد_وکړو:

که چيري د زکام ته ورته علايم تر يوې اونۍ زيات ولري نو کوښښ وکړي، چي په کور کي پاته سي او له خلکو سره له ليدني ډډه وکړي؛ د پرنجي او ټوخيدلو په وخت کي خپله خوله او پزي ته دسمال ونيسي، لاسونه او مخ په کم وخت کي ژر ژر په صابون باندي پريولي، خامی هګۍ او د چرګ نیم خامه غوښي له خوړلو څخه ډډه وکړي او ماسک استعمال کړي. ماءخذونه: 1: TYRRELL, DA (1965-06-05). "CULTIVATION OF A NOVEL TYPE OF COMMON-COLD VIRUS IN ORGAN CULTURES". British medical journal. 1 (5448): 1467–70. 2: Visy, JM (1991-08-04). "Homocystinuria due to 5, 10-methylenetetrahydrofolate reductase deficiency revealed by stroke in adult siblings". Neurology. 41 (8): 1313–5. 3: Editor, Yawei Zhang, general (2008). Encyclopedia of global health. Los Angeles: Sage Publications. pp. 433–435. ISBN 9781412941860. 4: Cabeça, TK (2013-03-05). "Epidemiological and clinical features of human coronavirus infections among different subsets of patients". Influenza and other respiratory viruses. 5:"Common Cold". University of South Florida Student Health Services. Retrieved 18 April 2013. 6: Lundin, Anna; Dijkman, Ronald; Bergström, Tomas; Kann, Nina; Adamiak, Beata; Hannoun, Charles; Kindler, Eveline; Jónsdóttir, Hulda R.; Muth, Doreen (2014-05-29). "Targeting Membrane-Bound Viral RNA Synthesis Reveals Potent Inhibition of Diverse Coronaviruses Including the Middle East Respiratory Syndrome Virus". PLOS Pathogens. 10 (5) doi:10.1371/journal.ppat.1004166. ISSN 1553-7374. 7: Health, Australian Government Department of (2020-01-21). "Novel coronavirus". Australian Government Department of Health.