Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې سېلابونو له ۲۰۰ زيات کسان وژلي دي


په افغانستان کې سږکال بې وخته بارانونو د مرګژوبلې ترڅنګ مالي تاوانونه هم اړولي دي ـ پخوانی انځور.
په افغانستان کې سږکال بې وخته بارانونو د مرګژوبلې ترڅنګ مالي تاوانونه هم اړولي دي ـ پخوانی انځور.

ملګرو ملتونو د مې پر ۱۱مه وویل چې د افغانستان په شمال کې د بغلان په ولایت کې د سېلابونو د قربانیانو شمېر تر۲۰۰ اوښتی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې یا "آی او ایم" فرانسې اژانس ته ویلي دي چې د مې په ۱۰مه له سختو بارانونو وروسته په بغلان کې سېلابونه وبهېدل چې له امله یې تر۲۰۰ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یاد سازمان د بیړنیو چارو د ادارې یوه مسوول محمد فهیم ساپي وویل چې یوازې په نوي بغلان کې تر ۱۰۰ ډېر کسان سېلابونو وژلي دي او شاوخوا یونیم زر کورونه یې په دې سیمه کې یا نړولي یا زیانمن کړې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد په ایکسپاڼه کې تېره شپه (د مې ۱۰مه) لیکلي دي چې په بغلان، بدخشان، غور او هرات کې سېلابونه د سلګونو کسانو د مرګ ژوبلې سبب شوي.
مجاهد د تلفاتو مشخصې شمېرې نه دې بیان کړې خو دا خبره یې کړې چې د سېلابونو له امله ډېر کورونه هم تخریب شوې دي.

په پیل کې ویل کېده چې بغلان ولایت تر ټولو سخت ځپل شوی دی، خو چارواکو اوس په دې نوملړ کې بدخشان، غور او هرات ولایتونه هم شامل کړي دي. سېلابونو تر ټولو زيات ځاني او مالي زيانونه په بغلان ولايت کې اړولي دي.

د طالبانو دفاع وزارت د مې پر ۱۱مه په یو بیان کې ویلي چې هوايي ځواکونو په بغلان کې بند پاتې کسان ایستلي او ځینې یې پوځي روغتونونو ته لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په اپرېل کې هم په افغانستان کې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې شاوخوا ۸۰ تنه ووژل او لسګونه ژوبل شول.

دا راز، د سېلابونو او بارانونو له وجې سلګونه کورونه او زرګونه هیکټره کرنیزه ځمکه له فصلونو سره ویجاړه شوه او سلګونه څاروي هم ووژل شول.

په اپرېل کې په پاکستان کې هم د ورښتونو او سېلابونو پر مهال تر ۱۴۰ زیات کسان ووژل شول. چارواکي وايي چې بارانونو او سېلابونو د هغه هېواد خیبر پښتونخوا صوبه تر ټولو زیاته ځپلې ده.

په افغانستان کې سږ کال بې وخته بارانونو او سېلابونو د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د مرګژوبلې تر څنګ لوی مالي تاوانونه واړول او د خلکو کرنیزې ځمکې او فصلونه یې خراب کړل.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې د اب و هوا بدلون ورباندې ډېر اغېز کړی دی.

ملګري ملتونه او څېړنیزې ادارې په افغانستان کې د هغو ناورینونو لوی لامل د اب و هوا بدلون بولي.

د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د مصر په شرم الشیخ ښار کې د اب و هوا بدلون په اړه نړیواله غونډه شوې وه.

د غونډې په پای کې ملګرو ملتونو وویل چې افغانان د اقلیمي بدلون له ویجاړوونکو ګواښونو سره مخامخ دي.

بیان وايي، افغانستان د هغو هېوادونو په قطار کې پر شپږم ځای دی چې د اب و هوا بدلون اغېزمن کړي دي.

په بیان راغلي ول چې افغانستان "وار له مخه له پرلپسې طبیعي ناورینونو سره مخامخ دی چې د خلکو ژوند، معیشت، کورونو او زېربنا ته یې زیان رسولی دی."

XS
SM
MD
LG