Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتين په اوکراین کې د کړکېچ د حل لپاره د چین "چلند ستايلی" دی


د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين (ښی) او د هغه چينايي سيال شي جينپينګ (کيڼ) ـ پخوانی انځور
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين (ښی) او د هغه چينايي سيال شي جينپينګ (کيڼ) ـ پخوانی انځور

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د کړکېچ په هواري کې د مرستې لپاره د چین د "ریښتیني خواهش" ستاینه کړې ده.

نوموړی د مې پر ۱۶مه له خپل چينايي سيال شي جینپینګ سره د ملاقات لپاره بیجینګ ته ځي.

دا په مارچ میاشت کې له بیا منتخب کېدو وروسته د پوتین لومړی بهرنی سفر او په نېږدې شپږو میاشتو کې چین ته دويم سفر دی.

پوتین په مسکو کې د چين له شینهوا دولتي خبري اژانس سره په مرکه کې، چې د کريملین پر ووبپاڼه په انګلیسي ژبه هم خپره شوې ده، وویل. "موږ په اوکراین کې د کړکېچ د حل لپاره د چین چلند ستایو."

روسیې چې کله د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ مياشت کې پر اوکراین خپل بشپړ پوځي برید پیل کړ، بیجینګ او مسکو د "لا محدوده" ملګرتیا اعلان وکړ او له هغه وروسته یې دوه اړخيزه سوداګري لوړې کچې ته رسېدلې ده.

په داسې حال کې چې روسیه د لويديزو هېوادونو لخوا له بندیزونو سره مخامخ ده، مسکو چین ته د یو مهم اقتصادي ملګري په توګه ګوري. په عین حال کې چین د سایبیریا نلليکې له لارې د ګازو (ګيس) د لېږد په ګډون، د روسیې د ارزانه انرژۍ له وارداتو او پراخو طبیعي زیرمو ته د لاسرسي څخه ګټه پورته کړې ده.

خو د دواړو هېوادونو اقتصادي ملګرتیا په لویدیځ کې تر څار لاندې ده او امریکا ګواښ کړی چې پر هغو بهرني بانکونو او شرکتونو به بندیزونه ولګوي چې له مسکو سره کار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG