Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

مقاومت جبهه: پنجشېر کې مو ۸۹ طالبان وژلي؛ طالبان حقیقت نلري


د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې د پجنشېر ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۸۹ طالبانو د وژل کېدو او ۲۶ نورو د ټپي کېدو ادعا کړې، خو سیمه ییزو طالب چارواکو دغه ادعا رد کړې ده.

یادې جبهې د سې شنبې په ورځ اګست ۱۶ (زمري ۲۵) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه مرګ ژوبله یې تېره ورځ د پنجشېر ولایت په شتل، عنابه، رخه، خنج او پریان ولسوالیو کې طالبانو ته اړولې ده.

مقاومت جبهې همدارنګه ویلي چې تېره ورځ یې په پنجشېر کې د طالبانو پر ضد پراخ عملیات تر سره کړي چې په وینا یې د دوی «کمانډو وسله والو» پکې خاص رول لاره.

دغې جبهې ادعا کړې چې د درې ولسوالۍ ځیني برخې یې هم له طالبانو څخه نیولي دي. یادې جبهې تېره ورځ د دغه ولایت د عنابه ولسوالۍ په ارزو دره کې د ۴۰ طالبانو د نیول کېدو او پنځو نورو د وژل کېدو دعوه هم کړې وه.

امریکا غږ نه ده توانېدلې چې دغه ادعاوې پخپلواکه توګه تائید کړي.

بلخوا په پنجشېر کې د طالبانو سیمه ییز مسؤلین د طالب سرتیرو د مرګ ژوبلې او نیولو په اړه د مقاومت جبهې ادعا بې اساسه بولي.

د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي ویاند ابوبکر امریکا غږ ته وویل چې یوازې تېره شپه د هغوی مخالفینو په درې ولسوالۍ کې څو راکټونه توغولي چې تلفات هم نلري.

هغه زیاته کړې: "موږ هغه مرګ ژوبله چې هغوی [مقاومت جبهه] یې ادعا کوي نلرو، د وسله والو مخالفینو سره نښته نه ده شوې، یوازې تیره شپه له اطرافو څخه د درې ولسوالۍ لور ته څو راکټونه ویشتلي چې هیڅ مرګ ژوبله نلري او د نیولو شوو، وژل شوو او ټپي شوو په اړه بحث یو ادعا ده چې هغوی کړې ده. "

ویل کیږي چې په دغه نښته کې د مقاومت جبهې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. یوې سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د درې ولسوالۍ په عبدالله خېل سیمه کې د تیرې ورځې نښته کې د مقاومت جبهې دوه غړي وژل شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال او د مقاومت د جبهې یو مشر امرالله صالح تیره ورځ ویلي وو چې د دغې جبهې د ځواکونو له خوا د پلان شویو عملیاتو په نتیجه کې په لسګونو تنه «وسله وال طالبان» نیول شوي دي.

ښاغلي صالح په دې اړه نور معلومات په ځانګړي ډول د مقاومت د جبهې د ځواکونو له خوا د طالب جنګیالیو د نیول کېدو د دقیق ځای په اړه څه نه دي ویلي، خو په خپله فیسبوک پاڼه یې لیکلي دي چې د دغه راپور جزیات به وروسته خپاره شي.

XS
SM
MD
LG