Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

پروان او ننګرهار کې تازه باران او سېلابونو ۳۹ کسان مړه کړي


د افغانستان په ځينو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتلو په دوام د تیرې ورځې راپدېخوا په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له امله د ګڼو ځاني او مالي زیانونو راپور ورکړل شوی دی.

د طالب چارواکو د معلوماتو په اساس د تېرې ورځې راپدېخوا په ننګرهار او پروان ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۳۹ کسان مړه شوي او ۲۳ نو ټپيان شوي دي.

د پروان ولایت د عامې روغتیا مرستیال خبریالانو ته ویلي چې تېره ورځ د دغه ولایت په سیاګرد او شینوارو ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله ۳۱ کسان مړه شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

ډاکتر عبدالله افغانمل باختر دولتي خبري آژانس ته ویلي د غوربند درې په سیاګرد ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله ۱۵ تنه مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت روغتیايي مسؤلینو ویلي چې په شینوارو ولسوالۍ کې هم د سېلابونو له امله ۱۶ کسان مړه شوي او پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د دوی په وینا د یادې مرګ ژوبلې ترڅنګ په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله له انسانانو ډک دوه فلانکوچ موټرونه هم ورک شوي دي.

روغتیايي مسؤلین وايي، په شینوارو ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله شاوخوا ۱۰۰ کسان ورک شوي او د شېوې او تکمر په نومونو دوه کلي یې بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د طالب چارواکو په وینا د سېلابونو له امله په غوربند دره کې د کابل ـ بامیان ولایتونو لویه لار هم د ترافیکو پر مخ بنده شوې ده.

د یو بل خبر له مخې تېره شپه په جلال اباد ښار او ځينو ولسوالیو کې د سخت باران او سېلابونو له امله خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه رسېدلي دي.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي چې تېره شپه د جلال اباد ښار په شیخ مصري ښار ګوټي کې د باران له امله د یو کور د خونې چت لوېدو پېښه کې څلور ماشومان مړ شوي دي.

د دوی په وینا په بیز اکمالاتي سیمه کې هم د بارانونو له امله څلور تنه مړه شوي او شپږ کسان ټپیان شوي دي. په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییزو مسؤلینو ویلي چې د لومړنیو معلوماتو په اساس په ننګرهار کې د تیرې شپې سېلابونو له امله شاوخوا ۶۰ کورونه تخریب شوي او ترڅنګ یې خلکو ته پراخ مالي زیانونه رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان یو شمېر ولایتونه د تیرو دوو میاشتو راپدېخوا د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو شاهدان دي.

میدان وردګ، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، کاپیسا او کندهار هغه ولایتونه دي چې ویل کیږي وروستیو سېلابونو سخت ځپلي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت مسؤلین وایي چې د سېلابونو له امله ګڼې فرعي لارې او کرنیزې ځمکې هم تخریب شوي دي.

طالب چارواکي زیاتوي چې دوی سېلاب ځپلو سیمو ته لومړنۍ مرستې رسولي او په خبره یې د سروې لړۍ روانه ده. خو وايي چې اوښتو زیانونو ته په کتو دغه مرستې کافيت نه کوي.

دوی له نړیوالې ټولنې او نړیوالو خیره بنسټونو څخه له افغان سېلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې د چې د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې نن او سبا سې شنبه یو ځل بیا د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو را وتلو اټکل کړی دی.

په دغه ولایتونو کې بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، زابل، ارزګان او کندهار شامل دي.

د افغانستان د هوا پیژندنې ملي ادارې پرون شنبه ویلي چې د ورښت کچه به په بیلابیلو سیمو کې له ۱۰ څخه تر ۴۰ ملي مترو پوري وي.

XS
SM
MD
LG