Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

په لندن کې د طالبانو یو 'خواخوږي' د بي بي سي خبریال 'ګواښلی' دی  


د تصویر په ښي لوري کې د بي بي سي خبریال امان الله عمران او چپ لوري ته د امید په نامه کس
د تصویر په ښي لوري کې د بي بي سي خبریال امان الله عمران او چپ لوري ته د امید په نامه کس

په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان لپاره د بي بي سي د خبریال امان الله عمران او د طالبانو د 'یو خواخوږي'، چې خپل نوم امید ښيي، د خبرو او بحث یوه ویدیو خبر جوړوونکې شوې او ډېره خپره شوې ده.

دا ویدیو، چې د شنبې په ورځ اګست ۱۳ (زمری۲۲) په لندن کې ثبت شوې، د طالبانو یو خواخوږی د بي بي سي د افغان څانګې خبریال «ګواښي». د «طالبانو دا خواخوږی» د بي بي سي خبریال امان الله عمران ته ورځي او ورڅخه پوښتنه کوي چې «د طالبانو په باره کې څه فکر کوي، ښه دي که بد؟»، خو ښاغلی عمران ورته وايي چې تیلیفون دې بند کړي او دا پوښتنې دې له هغه څخه نکوي او ورته وايي چې «تاسو ګواښ» کوی.

خو امید نومی ځوان ټېنګار کوي چې د هغه پوښتنو ته به خامخا ځواب وايي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ښه دی که نه؟ ښاغلی عمران ورته وايي چې «تاسو څوک یاست چې له ما دا پوښتنې کوئ.....» او نه غواړي چې په دې اړه وغږېږي.

د ویدیو ثبتوونکي له ټېنګار وروسته، د بي بي سي خبریال امان الله عمران نژدې ولاړو پولیسو ته ورځي او هغوی ته د دغه ځوان په هکله شکایت کوي.

له پولیسو سره له خبرو وروسته، یوه پولیسه راځي او دغه ځوان ته وايي چې «زه پوهه شوم چې هغه خبریال دی، خو هغه ستاسو د چلند په اړه نا خوښ دی، هغه وايي چې تاسو ګواښلی دی....»، خو دا هلک ټېنګار کوي چې نه هغه یوه ساده پوښتنه ترې کړې ده او پوښتنه یې حق ده.

پولیسه ورسره غږېږي او ورته وايي چې خبریال پرېږدي او په تیلیفون کې دې د هغه د فلم اخیستل بند کړي.

په ویدیو کې ښکاري چې امان الله عمران له دوو پولیسو سره روانېږي خو د امید په نامه د طالبانو دا خواخوږي د کیمرې مخ ځان ته اړوي او وايي چې « دا خبیث مې ولیده... زه ورپسې ورځم او نه یې پرېږدم».

دی وايي چې ښاغلی عمران په بي بي سي کې درواغ وايي چې طالبانو د «نجونو ښوونځي تړلي» دي او «طالبان جینکۍ مکتب ته نه پرېږدي، الحمد لله موږ مسلمانان یو، اسلام حق ورکړی چې جینکۍ مکتب ته ولاړې شي، خو څنګه به ځي، د اسلامي شریعت پرده کې به ځي».

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي تړلي دي او دې کار په داخل او خارج کې پراخ غبرګونونه پارولي دي. د ویدو ثبتوونکی په ټېنګار سره وايي چې په کې «افغانستان اسلامي نظام» غواړي.

د لندن پولیسو لا د دغې قضیې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او نه هم د بي بي سي ادارې په دې اړه کوم غبرګون ښودلی دی، خو د افغانستان لپاره د بي بي سي څانګې یوې سرچېنې، چې نغواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، امریکا غږ ته وویل، دا قضیه پولیسو ته سپارل شوې ده او هغوی یې تعقیب کوي.

طالبانو په افغانستان کې له مسلط کېدو وروسته په رسنیو باندې یو شمېر محدودیتونه ولګول او مطبوعاتو ته یې نوې لارښود وټاکه. افغانستان کې رسنۍ وايي چې دوی مجبور دي چې د طالبانو لارښود تعقیب کړي.

طالبانو په بل اقدام کې د افغانستان لپاره د بي بي سي، امریکا غږ او دویچه ولي خپرونې هم بندې کړې. دا هغه درې بهرنۍ رسنۍ وې چې د افغانستان لپاره یې خپرونې کولې.

XS
SM
MD
LG