Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د پولیو د محوه کیدو فوق العاده فرصت شته


د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) پېښې خپل تر ټولو ټيټي کچې ته رسېدلي او زیاته کړې ده چې اوس مهال په دغه هیواد کې د یادې ناروغۍ د ورکېدو لپاره فوق العاده فرصت شته.

دغه سازمان د تیرې دوشنبې په ورځ اګست ۱۵ (زمري ۲۴) ویلي چې په افغانستان کې د پولیو سره د مبارزې پروګرام په تیر یو کال کې ښه لاسته راوړنې لرلې.

د دغه سازمان د معلوماتو په اساس په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ ۵۶ پېښې ثبت شوي وې او همدرانګه په ۲۰۲۱ میلادي کال کې څلور مثبتې پېښې ثبت شوي وې.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی دی چې د روان میلادي کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله په دغه هیواد کې د پولیو یوازي یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

په دې وروستیو کې د طالبانو د روغتیا وزارت ویلي چې د روان میلادي کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله په ټول هیواد کې د پولیو واکسین شپږ دورې کمپاین تر سره شوی چې یاد کمپاین د پولیو ویروس مخنیوي کې ښه پایلې لرلې.

په افغانستان کې د پولیو واکسین وروستی کمپاین د جولای میاشتې پر ۲۵مه د څلورو ورځو لپاره پیل شو. د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس یاد کمپاین په هغه ولایتونو کې هم تطبیق شو چې تیر ژمی د لارو بندېدو او هوا یخوالي له امله نه و تطبیق شوی.

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ۹.۹ میلیون ماشومانو لپاره د پولیو واکسین تطبیق د پولیو ناروغۍ مخنیوي برخه کې حیاتی اقدام بللی دی.

که څه هم یاد سازمان په افغانستان کې په بېساري توګه د پولیو مثبتو پېښو کمېدو خبر ورکوي، خو ټینګار کوي چې اوس هم په دې برخه کې د دوی په وړاندې جدي ستونزې پرتې دي.

افغانستان او پاکستان هغه هیوادونه دي چې پولیو اوس هم پکې له ماشومانو څخه قرباني اخلي.په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په پاکستان کې د پولیو یوازې یوه مثبت پېښه ثبت شوې وه، خو په روان میلادي کال کې پکې د پولیو د ۱۴ مثبتو پېښو ثبتېدو راپور ورکړل شوی دی.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت ویلي و چې د روان کال په اوږدو کې چې په پکتیکا ولایت کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې وه هغه ویروس د پاکستان بلوچستان ایالت کوټه کې د پولیو ثبت شوي ویروس سره شباهت لاره.

د روغتیا نړیوال سازمان په پاکستان کې د پولیو مثبتو پېښو ثبتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او په هغه هیواد کې د یادې ناروغۍ پر ورکېدو او افغانستان ته یې د داخلېدو پرمخنیوي ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG