Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او جنوبي کوریا لوی ګډ پوځي تمرینونه پیلوي  


د امریکا او جنوبي کوریا ګډ پوځي‌ تمرین
د امریکا او جنوبي کوریا ګډ پوځي‌ تمرین

د جنوبي کوریا پوځ نن سه شنبه اګست ۱۶ (زمری ۲۵) وویل چې راتلونکې اوونۍ به د امریکا د متحدو ایالتونو له پوځ سره په ګډه لوی پوځي تمرینونه پیل کړي. دا به په څو کلونو کې د خپل ډول لومړی تمرین وي.

د اپوځي مانورۍ داسې مهال کېږي چې د شمالي کوریا له خوا د وسلو ازمایلو لمڅونکو اقداماتو د سیول او واشنګټن په ضد اتومي ګواښونه زیات کړي ‌دي.‌

دا پوځي تمرینونه به په جنوبي کوریا کې د «الچي د ازادۍ سپر» تر نامه لاندې د اګست په ۲۲ پیل شي او د سپتمبر په لومړۍ نېټه به پای ته رسېږي،‌ چې الوتکې، جنګي بېړۍ، ټانګونه او لسګونه زره سرتېري په کې برخه اخلي.

دا کار د جنوبي کوریا او امریکا هغه ژمنه په ډاګه کوي چې غواړي لوی ګډ پوځي تمرینونه بیا پیل کړي. دا معمول تمرینونه په دې وروستیو کلونو کې له شمالي کوریا سره د دپلوماسۍ د فرصت موندلو او کرونا ویروس د خپرېدو د اندېښنو له کبله کم او یا لغوه شوي وو. د امریکا او جنوبي کوریا ځواکونو به هر کال په پسرلي او دوبي کې دا ډول پوځي تمرینونه کول.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې د متحدو ایالتونو، جنوبي کوریا او جاپان سمندري ځواکونو یې د هاوايي په ساحل کې د خبرداری ورکوونکو توغندیو او د تعقیب کوونکيو بالستیکي میزایلو په ګډ تمرین کې برخه واخیسته، چې د اګست په اتمه پيل او په ۱۴ ختم شول. چارواکي‌ وايي د دغو تمرینونو هدف د شمالي کوریا د ګواښونو په وړاندې د دریو اړخیزو اړیکو پراخول وو.

سره له دې چې امریکا او جنوبي کوریا وايي چې د «الچي د ازادۍ سپر» ګډ پوځي تمرین یې دفاعي دی، خو دا کار به د شمالي کوریا قهرجن غبرګون وپاروي.

شمالي کوریا د ایتلافیانو هر ډول پوځي تمرین د یرغل لپاره تمرین بولي او همدا تمرینونه د خپلو اتومي وسلو او پرمختللیو میزایلو لپاره یو دلیل ګڼي.

د امریکا او جنوبي کوریا ځواکونو به هر کال په پسرلي او دوبي کې دا ډول پوځي تمرینونه کول او د تېر پسرلي په تمرین کې یې هوايي، ځمکني او سمندري وسایل وکارول چې ۱۰۰۰۰ امریکایي او ۲۰۰۰۰۰ د جنوبي کوریا ځواکونو په برخه لرله.

په سیول کې چارواکي وايي چې ددفاع وزارت د راتلونکي پوځي تمرین په اړه تر دې دمه کومه تبصره نه ده کړې. د وزارت یو ویاند یې موون هنګ-سک خبريالانو ته ویلي دي چې «دتر ټولو لوی (پوځي تمرین) مانا د امریکا او جنوبي کوریا د ګډ پوځي تمرین او ځمکنۍ روزنې بیا عادي کول» دي.

خو ځیني کارپوهان اندېښنه لري چې ښايي شمالي کوریا دا ګډ پوځي هدف د شخړې د زیاتولو لپاره پلمه کړي. په همدې حال کې د امریکا او جنوبي کوریا چارواکي وايي چې شمالي کوریا له ۲۰۱۷ راپدیخوا خپلې لومړۍ اتومي ازموینې ته چمتوالی نیسي.

XS
SM
MD
LG