د سایبري امنیت کارپوه او د افغانستان د پکتيا ولايت اوسیدونکی عبيدالله چې د پيښور او بیا د اسلام اباد په معتبرو پوهنتونونو کې یې د سایبري امنیت په برخه کې لوړې زده کړې کړي دي، د نړيوالو شرکتونو سره د کارکولو ترڅنګ، ګڼ شمېر ځوانانو ته یې پدغه برخه کې د روزنې زمینه هم هواره کړې ده.
د «سجاول سویټس» په نامه د خوږو د یو پلورنځي مالک وایي چې له تیرو سلو کلونو راهیسې په سیمه کې د جلېبیو ترڅنګ نور خواږه توکي تیاروي چې په سیمه کې خورا مینوال لري.
د دهلي "قطب مینار" یو له لرغونو منارونو څخه دی چې د دهلي په لال کوټ سیمه کې دنګ ولاړ دی. دغه منار د افغانستان له جام منار سره پرتله کیدلی شي چې د دواړو په بدنه باندې خطاطي شوې ده. دهلي کې هره شپه پر "قطب مینار" د څراغونو یوه ننداره تر سره کیږي چې لیدو ته کورني او بهرني سیلانیان راځي.
د جیپور اوسیدونکې وېجنتي دا مهال د جواهرلعل نهرو په پوهنتون کې د پښتو ژبې په برخه کې زده کړې کوي. هغه وایي چې له پښتو ژبې شاعرانو او په ځانګړې توګه خوشحال خټک سره مینه لري او شعرونه یې له ځان سره زمزمه کوي. شلپي بترا پرې لنډ راپور چمتو کړی.