TV
۱۸:۳۰ - ۱۸:۵۹
د طالبانو په زندانونو کې د ښځینه زندانیانو وضعیت - اتصال
د اتصال په خپرونه کې د طالبانو په زندانونو کې د ښځینه زندانیانو د وضعیت او په افغانستان او نړۍ کې د بشري حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت او د بخښنې نړیوال سازمان د تازه راپورونو په اړه بحث شوی دی.
۲۰:۰۰ - ۲۰:۵۹
د افغانستان او پاکستان اړیکې - سپینې خبرې
پاکستان وايي د افغانستان مسئلې ورته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي. پاکستان ولې اوس ځان زیانمن ګڼي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې پدې موضوع بحث شوی.
۲۱:۳۰ - ۲۲:۳۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰