Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

TV

کلیزه
وری غویی غبرګولی چنګاښ زمری وږی تله لړم لیندۍ مرغومی سلواغه کب
غویی, ۱۴۰۳
شنبه یکشنبه دوشنبه سه شنبه چهارشنبه پنجشنبه جمعه
۱ ۲ ۳ ۴ ۵ ۶ ۷
۸ ۹ ۱۰ ۱۱ ۱۲ ۱۳ ۱۴
۱۵ ۱۶ ۱۷ ۱۸ ۱۹ ۲۰ ۲۱
۲۲ ۲۳ ۲۴ ۲۵ ۲۶ ۲۷ ۲۸
۲۹ ۳۰ ۳۱ ۱ ۲ ۳ ۴
۱۷:۰۰ - ۱۷:۵۹

په ماشومانو کې د تایرایډ غدې د فعالیت کمیدو له امله کوم اختلاطلات رامنځته کیږي؟ - بوعلي سینا

د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې، د مینداورۍ پرمهال د جنین د جنسیت د معلوملو اخلاقي بحث، په ماشومانو کې د هايپوتايرايډيزم (د تایرایډ غدې کم فعالیت) له امله رامنځته شوې ستونزې او د شکرې او پارکینسن ناروغیو د مخنیوي د لارو چارو په ګډون د روغتیا د نړۍ څخه راپورنه کتلای او اوریدلای شئ.

۱۸:۳۰ - ۱۸:۵۹

سید اکبر اغا په کاکتوس+ کې: د ایران - اسرائیل جګړه کې طالبان ښايي د تهران ملاتړ وکړي

د طالبانو پخوانی چارواکی سید اکبر اغا وايي، د اسرائیل او ایران تر منځ شخړه ښايي یوازې د دوو هېوادونو ترمنځ نه بلکې په پراخه جګړه بدله شي. نوموړي د کاکتوس+ په خپرونه کې وویل، دا چې ایران یو اسلامي هېواد دی، نو د طالبانو حکومت ښايي د تهران ترڅنګ ودریږي. دا خپرونه هره جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي

۱۹:۰۰ - ۱۹:۳۰

په ایران د اسرائیل غچ اخیستونکي برید غبرګونونه پارولي- د اشنا د شنبې خبري ټولګه

د امریکاغږ اشنا د شنبې په خبري خپرونه کې پر ایران د اسرائیل د غچ اخیستونکي بریدونو، افغانستان ته څیرمه په قبائیلي سیمو کې د خښ شویو ماینونو د خطرونو او په کابل کې د یو متقاعد کس چې اوس د ښار په یو واټ کې پیرکي پلوري خبرونه او رپوټونه لرو.

۲۰:۰۰ - ۲۰:۵۹

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

۲۱:۰۰ - ۲۱:۲۹

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

۲۱:۳۰ - ۲۲:۲۹

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

۲۲:۳۰ - ۲۳:۰۰

د کاروان د تکنالوژۍ ځانګړې خپرونه

د کاروان خپرونه د تکنالوژۍ د نړۍ څخه په تازه او په زړه پورې خبرونو او رپوټونو سره تاسې د ننني عصر د پرمختیاو څخه خبروي. دا خپرونه هره شنبې د شپې په ۱۰:۳۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.

XS
SM
MD
LG