TV
سید اکبر اغا په کاکتوس+ کې: د ایران-اسرائیل جګړه کې طالبان ښايي د تهران ملاتړ وکړي
د طالبانو پخوانی چارواکی سید اکبر اغا وايي، د اسرائیل او ایران تر منځ شخړه ښايي یوازې د دوو هېوادونو ترمنځ نه بلکې په پراخه جګړه بدله شي. نوموړي د کاکتوس+ په خپرونه کې وویل، دا چې ایران یو اسلامي هېواد دی، نو د طالبانو حکومت ښايي د تهران ترڅنګ ودریږي. دا خپرونه هره جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
پر منځني ختیځ د ایران-اسرائیل د کړکېچ اغیزې - ۳۰ دقیقې
د منځني ختیځ پر امنیت د ایران-اسرائیل د تاوتریخوالي اغیزې او د سولې د پاره د متحده ایالاتو او نورو هېوادونو هلې ځلې، افغانستان کې د طالبانو له لوري پر رسنیو نوي محدودیتونه او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ د دیرش دقیقو په اونیزه خپرونه کې وګورئ.
د ادبیاتو نړۍ
د ادبي ژانرونو معرفي، تاریخ، تیورۍ او کره کتنه؛ د ادبیاتو په هکله ستاسې پوښتنې او د کوربه ځوابونه، دغه راز، شعرونه او دکلمې، د نومیالي شاعر او ادیب عبدالباري جهاني په کوربه توب، "د ادبیاتو نړۍ" په خپرونه کې.