د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوايي شپږمه) چین ته د سفر په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې امریکا او چین خپل اختلافات په "مسئولانه" توګه حل کړي.
سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۴ (ثور پنځمه) وویل چې ولسمشر جوبایډن د امریکا په پوهنتونونو کې د محصلانو د بیان د ازادۍ ننګه کوي، دا په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد په یو شمېر پوهنتونونو کې په غزې کې د اسرائيل د جګړې په ضد مظاهرې کړي دي.
د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت ویاند جګړن چارلي ډیټز امریکا غږ ته ومنله چې واشنګټن اوکراین ته د «ATACMS» په نوم د لېري واټن وېشتونکي تکتیکي بالستیکي میزائیل ورکړيدي.
د متحده ایالاتو سنا سه شنبې په ورځ اپریل ۲۳ (غوايي ۴) هغ لایحه تصویب کړه چې له مخې یې ښايي په امریکا کې د ټیک ټاک پر اپلیکیشن بندیز ولګول شي.
اسرائیل د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۴ (غوايي پنځمه) وویل د امریکا په سنا کې له اسرائیل سره د ۱۳ میلیارد ډالرو پوځي مرستې تصویب کېدل د اسرائیل دښمنانو ته "قوي پیغام" استوي، په داسې حال کې چې په غزه کې له حماس سره جګړه روانه ده.
د متحده ایالاتو پوځ سه شنبه اپریل ۲۳ ( غوایي څلور) د عراق د حکومت څخه وغوښتل چې په سوریې او عراق کې د امریکایي ځواکونو خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي.
د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۳ (غوايي څلورمه) وویل چې د عراق د لویدیځ په یوه پوځي اډه کې امریکايي ځواکونه په نښه شوي دي.
د امریکا په څو سترو پوهنتونونو کې د فلسطینیانو د ملاتړ مظاهرې د مظاهرو کوونکو او د پوهنتونونو د مسئولینو ترمنځ په کړکېچ بدلې شوي، یو شمېر مظاهره کوونکي نیول شوي او ځینې ټولګي رخصت شوي دي.
متحده ایالات ښایي د اوکراین په پایتخت کیف کې خپل سفارت ته اضافي نظامي سلاکاران واستوي چې د هغه هیواد حکومت او پوځ ته سلا مشورې ورکړي او مرسته ورسره وکړي.
په زرګونو امریکايي او فلیپیني پوځیانو د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۲ (غوايي درېمه) په فلیپین کې ګډ پوځي تمرینات په داسې حال کې پیل کړل چې په سیمه کې د چین زیاتیدونکي فشار د جګړې رامنځته کېدو وېره زیاته کړې ده.
د عراق امنیتي ځواکونه وایي چې د دې هیواد د شمال څخه په سوریه کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو په اډې توغندي وار شویدي.
د متحده ایالاتو حکومت پلان لري چې د اسرائیل په یوې نظامي قطعې چې ادعا کیږي په لویدیځه غاړه کې یې د فلسطینیانو بشري حقونه نقض کړي، بندیزونه ولګوي خو د اسرائیل چارواکو د امریکا دا پلان د "بې منطقۍ اوج" بللی دی.
نور پورته کول