په تاجیکستان کې یوې امنیتي سرچینې، د جمعې په ورځ، مارچ ۲۹ (وري لسمه) د رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې ددغه هېواد امنیتي ځواکونو، روانه اوونۍ نهه تنه په روسیې کې د تیرې جمعې ورځې د موسیقۍ د یو تالار دننه د وسله وال برید او د سخت دریځه اسلامپالې ډلې سره د تړاو په تور نیولي دي.
د روسیې حکومت راتلونکې اونۍ په لسګونو زره روسان جبري عسکري خدمت ته بولي ترڅو په پوځي لیکو او احتیاطي ځواکونو کې د پرسونل اړتیا پوره کړي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د جمعې په ورځ، مارچ ۲۹ (وري لسمه)، د دغه هېواد په شمال کې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې د حزب الله د شپږو غړو په ګډون د سوریې د ۳۶ پوځیانو له وژل کېدو څخه خبر ورکړ.
پاکستاني مقاماتو د جمعې په ورځ مارچ ۲۹ (وري ۱۰) وویل چې چینايي شرکتونو په دغه هېواد کې په یو ځانمرګي برید کې د پنځو چینايي انجنیرانو له وژل کېدو وروسته د دوو سترو بریښنا بندونو د جوړولو کار ځنډولی دی.
په هاګ کې د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې اسرائیل ته امر کړی چې غزې ته نورې ځمکنۍ لارې پرانیزي ترڅو د لوږې سره مخامخ فلسطینیانو ته بشري مرستې ورسیږي.
په پاکستان کې مقامات وايي چې د ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې د دغه هېواد د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په ګډون د ۲.۷ میلیون پاکستانیانو شخصي معلومات افشا شوي یا غلا شوي دي، چې بایومیټریک معلومات هم په کې شامل دي.
سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۸ (حمل ۹) وویل چې د روسیې تور چې اوکراین په مسکو کې په وژونکي برید کې لاس درلود، "چټیات" دي او د اسلامي دولت ډله د دې پیښې "یوازنۍ مسؤله" ده.
د سري لانکا یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري ۹) ددغه هېواد یو مشهور بودايي مذهبي مشر د مسلمانانو خلاف د کرکې د پارولو په تور په څلور کاله بند محکوم کړ.
د هورن تحقیقاتي انستیتوت د نړۍ د هغو ښارونو او هېوادونو تازه لست خپور کړی دی چې ډېر میلیاردران لري او ویلي دي چې له دې اړخه د هند ممبۍ د چین له بیجینګ څخه مخکې شوې او په لومړي ځل د اسیا د میلیاردرانو مرکز ګرځېدلی دی.
په ایران کې رسنۍ وايي یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۷ (حمل اتمه) د ایران په شمال کې د پولیسو یو مشر د یو اعتراض کوونکي د وژلو په تور په مرګ محکوم کړی دی.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د تیرې ورځې په ځانمرګي برید کې د پنځه چینایي اتباعو له وژل کېدو وروسته، د پاکستان یو امنیتي مقام د چهارشنبې په ورځ، مارچ ۲۷ (وري اتمه) وویل، چې ددغه هېواد په شمال لویدیځ کې یې د چینایي انجینرانو لپاره امنیتي تدابیر لوړ کړی دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ، مارچ ۲۷ (وري اوومه) وویل، چې د ایران او پاکستان د ګازو د نل لیکې (پایپ لاین) له پروژې څخه ملاتړ نه کوي او له تهران سره یې چې د واشنګټن له خوا د بندیزونو له خطر سره مخامخ دی، د سوداګرۍ په اړه خبرداری ورکړی دی.
نور پورته کول