روغتیاپالان وایي، په هغو سیمو کې چې ماشومان یې پولیو لري او یا یې د ساحې نمونې مثبتې دي، دا ویروس په بېلابېلو لارو روغو ماشومانو ته لېږدول کېږي.
د روغتیا په برخه کې خلک د ډاکټرانو خبرو ته تر نورو اهمیت ورکوي او همدا ده چې د ګوزڼ ضد مبارزې او واکسینونو ته د خلکو د تشویق په برخه کې د ډاکټرانو رول رغنده بلل کیږي.
د کابل ښار روغتيايي مسؤولین وايي، په ناپاکو او ککړو اوبو کې د ماشومانو لامبل کولی شي د نورو ناروغيو تر څنګ د پولیو یا ګوزڼ ويروس هم انتقال کړي.
په جنوب کې د پولیو پرضد د مبارزې مرکز مسؤولین وایي چې د ګوزڼ ناروغۍ په مخنیوي کې یې د ټولنې په مرسته ښې لاسته راړونې در لودې.
د افغانستان په جنوب ختیځ کې روغتیايي چارواکي وايي، هرڅومره چې خلک د ولایتونو ترمنځ تګ راتګ زیات کړی، هومره به د پولیو ویروس پاکو سیمو ته د انتقال احتمال هم زیات شي.
روغتیا پالان وايي خلک باید په دې پوه شي، چې خپل ماشومان د لوبو پر مهال له هغه ماشومانو لیرې وساتي چې د ګوزڼ نښې ولري، ځکه دغه ویروس له یوه ماشوم څخه بل ته لیږدول کیږي.
ننګرهار کې په ګوزڼ د یو اخته ماشوم سره ټوله کورنۍ کړاو ګالي او هغه ته د ژوند خوښۍ نشي ورکولی. په ګوزڼ اخته ماشوم "واصف" نومیږي او پلار یې سمندرخان د دولس کسیزې کورنۍ د نفقې پیدا کولو لپاره ستړی ژوند تیروي، خو د کار وروسته د ژوند ډېرې شپې د واصف سره په ویښه تېروي.
ننګرهار کې پر پولیو اخته ۳۷ کلن مولاګل خپلې شپږ کسېزې کورنۍ ته د نفقې ګتلو په موخه ټوله ورځ له خپل توان پورته ستړیا ګالي . نوموړی وايي، چې ژوند کې له ګڼو کړاونو سره لاس او ګریوان دی ځکه پولیو ترې یوه پښه اخیستې ده
په افغانستان کې د ګوزڼ ضد مبارزې مسؤولین وايي، که له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو د بیرته راستنیدو لړۍ بیا پیل شي، نو دوی ورته پوره تابیا لري چې راستندیونکې واکسین کړي.
نور پورته کول