په افغانستان کې طالبانو د بیا واکمن کېدو راهیسې تر اوسه خپل جنګي ځواک په دودیز پوځ نه دی بدل کړی خو شنونکو ویلي چې دوی د ګاونډي پاکستان سره د کړکیچ او داعش خلاف د مبارزې لپاره معیاري اردو ته اړتیا نلري.
د سري لانکا یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري ۹) ددغه هېواد یو مشهور بودايي مذهبي مشر د مسلمانانو خلاف د کرکې د پارولو په تور په څلور کاله بند محکوم کړ.
د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا له پاکستان څخه د افغان کډوالو په ایستلو او د ستنیدو پر مهال د ښځو او نجونو ته پر وړاندې د احتمالي ګواښونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ یو پلاوي کابل کې طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په ګډون ددغه حکومت یو شمیر چارواکو سره د سوداګریزو، ترانزيټي او اقتصادي اړیکو په برخو کې پر شته ستونزو او د هغوی پر هوارولو خبرې کړي دي.
د هورن تحقیقاتي انستیتوت د نړۍ د هغو ښارونو او هېوادونو تازه لست خپور کړی دی چې ډېر میلیاردران لري او ویلي دي چې له دې اړخه د هند ممبۍ د چین له بیجینګ څخه مخکې شوې او په لومړي ځل د اسیا د میلیاردرانو مرکز ګرځېدلی دی.
په ایران کې رسنۍ وايي یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۷ (حمل اتمه) د ایران په شمال کې د پولیسو یو مشر د یو اعتراض کوونکي د وژلو په تور په مرګ محکوم کړی دی.
د بریتانیا حکومت د متقاعدینو وزیر، چې په افغانستان کې د خپل هېواد د ځانګړو ځواکونو له لوري د جنګي جنایاتو د اعاو په اړه د سرچېنو د افشا کولو څخه ډډه کړې، د زندان د سزا له خطر سره مخامخ دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ، مارچ ۲۷ (وري اوومه) وویل، چې د ایران او پاکستان د ګازو د نل لیکې (پایپ لاین) له پروژې څخه ملاتړ نه کوي او له تهران سره یې چې د واشنګټن له خوا د بندیزونو له خطر سره مخامخ دی، د سوداګرۍ په اړه خبرداری ورکړی دی.
د پاکستان د عالي محکمې شپږ قاضیانو په یو لیک کې د دغه هیواد استخباراتي اداره د "سیاسي" قضیو په تړاو د دوی په ډارولو او مجبورولو تورنه کړې ده.
د پاکستان مرکزي حکومت د دغه هېواد ټولو ایالتي حکومتونو ته امر کړی چې د راتلونکې اپرېل میاشتې تر ۱۵مې نېټې دې په دغه هېواد کې د میشته اسناد لرونکو افغان کډوالو خپل وطن ته د ستنولو لړۍ پیل کړي.
د متحدو ایالتونو په کانګرس کې د جمهوریت غوښتونکو ګوند یو مخکښ غړي لندسي ګراهام په افغانستان کې داعش د خراسان څانګي د اهدافو د کلک وېشتلو غوښتنه کړې ده.
په مسکو کې د جمعې د ورځې له برید وروسته، چې ۱۳۹ تنه په کې ووژل شول او څلور تاجیکان د برید په شک ونیول شول، په تاجیکستان کې دننه د جهادیانو په اړه اندېښنه او ویره پیدا شوې ده.
نور پورته کول