د مطبوعاتو او د انساني حقونو نړیوال تنظیمونه وايي په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمېندو وروسته طالبانو د مطبوعاتو د ازادۍ په ضد یو شمېر ګامونه اخیستې دي
پاکستان او ايران د دوه اړخيزه تجارت حجم لس اربه ډالرو ته سېوا کولو باندې اتفاق کړی دی، د امنيت، ساينس او ټېکنالوجۍ سره یې په نورو برخو کې په مرستو سېوا کولو یادداښتونه هم لاسليک کړي دي.
د هند په انتخابي کېمپين کې کور په کور د ووټونو غوښتلو ترڅنګ امیدواران د ۲۰۱۹ راهسې د وټس اېپ او د فېس بک دلارې هم ووټونو غواړي لیکن موجوده انتخابات چې ښکاري مودي به يې وګټي په وړمبي ځل په کې ای ایي استعمالېږي
سټېټ ډپارټمنټ وویل د بندیزونو په نتیجه کې په امریکا او د امریکې د واک اختیار لاندې سیمو کې د دې کمپنو اثاثې او مفادات تړل شوي دي او په اړه به يې سټېټ ډپارټمنټ ته معلومات ورکول کېږي. دې کمپنو سره په تړلو کسانو که هغه په امریکا کې او که د امریکې نه بهر دي هم بندیز لګول شوی دی
الېکشن کمېشن وايي په هېواد کې د ټولو رجسټرډ شوو ووټونو شمیره څه د پاسه 970 میلینه ده او د لوک سبها لپاره به په ټولو 543 چوکیو په 7 پړاونو کې عمومي ټاکنې کېږي چې تر جون اولنۍ نیټې پورې به سر ته ورسي او الېکشن کمېشن به د جون په څلورمه نیټه د حتمي نتیجو اعلان وکړي
د ایران د فارس خبري شبکې ویلي چې د ایران په اصفهان ښار کې په یوه هوایي اډه د چاودنې غږ اورېدل شوی اؤ په یو شمیر ښارونو کې الوتنې ځنډول شوي.
د سیو دي چلډرن سروی کوونکو ویلي دا ستانه شوي زیاتره ماشومان ځکه له مکتبونو بهر پاتې شوي دي چې مکتب کې داخلې لپاره اسناد نه لري.
طالبانو تېر کال افغانستان دپاره سویډني کمیټې ته امر وکړو چې خپل ټول انسان دوستانه فعالیتونه اودروي. په دې کې داسې پروګرامونه هم شامل و چې معذوره تنانو ته یې مرسته کوله.
نور کتل