د لمر په سطحه د سترو چاودنو له کبله په فضا کې د داسې جیومقناطیسي توپانونو خبرداری ورکړل شوی چې وړانګې به یې د سه شنبې په ماښام جولای ۳۰ (زمري نهمه) د شمالي امریکا، اروپا او استرالیا په ځینو برخه کې ولېدل شي.
د اروپایي اتحادیې چارواکو د فیسبوک مالک شرکت میټا ته خبرداری ورکړ چې که په خپلو شبکو کې "د محرمیت فیس" په اړه د اروپايي مصرف کوونکو اندېښنو ته ځواب و نه وايي، له سختو اقداماتو سره به مخامخ شي.
د جاپان د پارلمان غړو د پنجشنبې په ورځ جون شپږمه (غبرګولي ۱۷) وویل چې په فضا کې راڅرګندېدونکي نااشنا الوتونکي شیان باید جدي وګڼل شي او د دې موضوع د څیړلو لپاره یوې ډلې په کار پیل وکړ.
د طالبانو د حکومت د کانکور د اموینې ملي ادارې په داسې حال کې تر راتلوونکو دوو اونیو د ۱۴۰۳ کال د کانکور د ازموینې لومړي پړاو د ازموینو د پیلیدو اعلان کړی چې دغې ادارې ویلي چې د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون په اړه پریکړه د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت پورې اړه لري.
د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي روسیې یوه احتمالي فضايي وسله توغولې او د ځمکې په هغه مدار کې یې ځای پر ځای کړې چې د امریکا یوه دولتي سپوږمکۍ پکې څرخي.
روسیې ویلي چې متحده ایالتونه په فضا کې د وسلو د ځای په ځای کولو په لټه کې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ ددې موضوع په اړه د روانې ترینګلتیا په لړ کې، روسیې دا تور یوه ورځ وروسته له هغه لګولی چې واشنګټن په ملګرو ملتونو کې د روسیې د وسلو د نه پراختیا وړاندیز ویټو کړ.
ایلن مسک د جمعې په ورځ مۍ ۱۷ (غويي ۲۸) تائید کړه چې د ټولنیزې شبکې ټویټر وب ادرس له ټویټر څخه ایکس ته بدل شوی دی.
ساینس پوهانو د نیل د سیند هغه برخه کشف کړې چې یو وخت په مصر کې له ۳۰ څخه زیاتو هرمونو ترڅنګ بهېده خو د زرګونو کلونو په اوږدو کې تر ځمکې لاندې شوی او ورسره د پخوانیو مصریانو له خوا ددغو دنګو قبرونو د جوړولو راز څرګند شوی دی.
د یوې نوې څیړنې له مخې چې د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۴(غويي ۲۵) خپره شوه، ویل شوي دي چې د ځمکې په نیمه شمالي کره کې د ۲۰۲۳ کال اوړی په تیرو ۲۰۰۰ کلونو کې ترټولو ګرم و.
د نهنګانو په اړه په څېړنه بوخت ساینس پوهان په لومړي ځل ددغو لویو سمندري ژویو د افهام او تفهیم د ژبې په ابتدايي عناصرو پوهېدلي دي او هیله لري چې دا پوهه به د هغوی په ښه ساتنه کې وکارول شي.
په ویتنام کې پولیسو ۲۰ تنه په دې تور نیولي چې په نړیواله کچه یې د فیسبوک حسابونه غلا کول او له دې لارې یې په میلیونونو ډالر ترلاسه کړي دي.
نور پورته کول