د الجزیرې خبري شبکه وايي د اسرائيل وسلهوالو ځواکونو چې پر مخونو یې نقابونه و د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۲۲ (تلې اول) د لویدیځې غاړې په رامالله کې د دوی پر دفتر برید کړی او د ۴۵ ورځو لپاره یې د دغې څانګې د بندولو امر کړی دی.
په کابل کې د طالبانو تر کنترول لاندې ملي تلویزون په یوې ژوندۍ خپرونې کې د یوې خبریالې غږ او تصویر حذف کړل شوی او داسې ښکاري چې دا کار د طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون په اساس شوی وی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز، د معترضو خبریالانو کمیټې او د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان په جلا اعلامیو کې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو د ریاست له خوا د یوټیوب د یو چینل د مشر سید رحیم سعیدي په نیولو ژوره اندیښنه ښودلې او د هغه د ژر خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.
د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان خبریالانو او رسنیو وضعیت په اړه د افغانستان خبریالانو مرکز موندنې ښيي چې په دغه هېواد کې نه يوازې پرخصوصي رسنیو فشار نه دی کم شوی بلکې د رسنیو پرکاري محتوا څارنه هم زیاته شوې او د طالبانو استخبارات او امر بالمعروف د رسنیو په کارونو کې لاسوهنې ته دوام ورکړی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د طالبانو له خوا د خبریالانو پر دوامداره توقیف اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په وروستۍ پېښه کې د دې ډلې جنګیالیو په پروان ولایت کې یو پخوانی خبریال نیولی او په زندان کې یې سخت وهلی دی.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتین ګرفټس وايي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته یې چې کومې هیلې او کومې لیکلې ژمنې لرلې چې نړیواله ټولنه د طالبانو سره څنګه مخ ته لاړه شي، هغه هیلې له منځه تللي دي.
په نړۍ کې د بیان آزادۍ د ۲۰۲۴ په کلني راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د بیان آزادي کړکیچن حالت کې ده او لدې پلوه د نړۍ تر ټولو ناوړه هیوادونو کې راغلی.
افغانستان لپاره د امریکا د محتده ایالاتو د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر په افغانستان کې پر خبریالانو او رسنیو باندې د طالبانو د حکومت محدودیتونو ته په پاملرنې ویلي چې په دغه هیواد کې د ازادو رسنیو راتلونکې ناڅرګنده ده.
د طالبانوحکومت له خواد افغانستان انټرنیشنل تلویزیون پر خپرونو باندې د دغه حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر مشرۍ د رسنیو د سرغړونو د ارزونې د کمیسیون له خوا د بندیز د لګولو پریکړې ته په پراخه کچه غبرګونونه ښودل شوي او د طالبانو دا پریکړه یې غندلې ده.
په افغانستان کې پر رسنیو باندې د طالبانو د بندیزونو په لړ کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پنجشنبې په ورځ مۍ ۹ (غوايي ۲۰) د بریتانیا میشتې خبري رسنۍ "افغانستان انټرنیشنل" پر خپرونو بندیز اعلان کړ.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په هرات کې د سولې ټلویزیون د مسوول رامین امیري د خوشې کیدو خبر ورکړی چې د تېرو ۴۸ ورځو راهیسې د طالبانو په زندان کې و او ددې اقدام د هرکلي په ترڅ کې یې د قانوني لارو د امیري د دوسیې د ارزولو غوښتنه کړې ده.
د اسرائیل پولیسو یکشنبه مې پنځمه ( غوایي ۱۶) په بیت المقدس کې د هوټل په یوې خونې چاپه ووهله چې د الجزیرې خبرې شبکې ترې د دفتر په توګه کار اخیست.
نور پورته کول