Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

نړۍ

ایران کې د اسراییلي سوداګر د اړوندې یرغمل شوې پرتګالي بېړۍ ۲۵ تنه عمله خوندي دي

ارشیف
ارشیف

په ایران کې د اسراییل یوه سوداګر پورې اړوند د یوې پرتګالۍ بېړۍ ۲۵ تنه نیول شوې عمله په خوندي حالت کې ده.

رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه د ( ایم.ایس.سي) ترانسپورتي شرکت په حواله ویلي، دوی هڅه کوي چې ژر تر ژره دغه عمله او کارګو بېړۍ یې د ایران له خوا ازاده شي.

دغه بېړۍ چې د پرتګال بیرغ پرې ولاړ و او د یوه اسراییلي میلیاردر اړوند ده، د اپریل په ۱۳مه هرمز تنګي ته نژدې د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب له لوري ونیول شوه.

پرتګال پرون سه شنبه په همدې تړاو د ایران سفیر احضار او خپل اعتراض یې ورته واوره.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي، دغه بېړۍ یې د نړیوالو اصولو د سرغړونې له کبله توقیف کړې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د روسیې جنوب کې چاودنه؛ د ولسوالۍ مرستیال وژل شوی او درې نور چارواکي ژوبل دي

بلګورود کې د ډرون حملې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
بلګورود کې د ډرون حملې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د اوکراین پولې ته څېرمه د روسیې په جنوب کې د بلګورود والي وايي، د دغه ځای د یوې ولسوالۍ مرستیال اګور نیچي­پورینکو په چاودنه کې وژل شوی او درې نور چارواکي برسېرن ژوبل شوي دي.

والي ویاچیسلاف ګلادکوف نن یکشنبه د ټلګرام په یوه پیغام کې ویلي چې دغه چاودنه په کوروچانسکي سیمه کې شوې، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

هغه ویلي، شپږ نور ملکیان چې په شیبکینو سیمه کې یې سفر کاوه په جلا راکټي حمله کې ټپیان شوي دي.

د ازادې اروپا/اروپا ازادۍ راډیو نه شي کولای دغه راپورونه په بې پرې ډول تایید کړي. په همدې حال کې د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د بلګورود او کورسک سیمو پر فضا یې تېره شپه د اوکراین دوې بې پېلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

دغه وزارت ویلي چې بله بې پېلوته الوتکه پر ازوف سمندرګي نسکوره کړای شوې ده.

د اوکراین چارواکو په دې باب څه نه دي ویلي.

د ایران پخواني ولسمشر "محمود احمدي نژاد" د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوملیکنه وکړه

محمود احمدي نژاد تر نوملیکنې وروسته په یوه وینا کې چې پر دولتي تلوېزیون خپره شوه ویلي چې تر ټولو مهمه انګېزه یې د اقتصادي ستونزو حل او د کار لپاره د مناسبې فضا رامنځته کول وو.
محمود احمدي نژاد تر نوملیکنې وروسته په یوه وینا کې چې پر دولتي تلوېزیون خپره شوه ویلي چې تر ټولو مهمه انګېزه یې د اقتصادي ستونزو حل او د کار لپاره د مناسبې فضا رامنځته کول وو.

د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد نن د دغه هېواد د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې ټاکنو لپاره ځان د کاندید په توګه ثبت کړ.

هغه په یوه ویډیويي پیغام کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خپلې کاندیداتورۍ خبر ورکړی دی.

احمدي نژاد ته نږدې ویبسایټ "دولت بهار" اعلان کړی چې احمدي نژاد په تهران کې د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې تر ګډون وروسته دا اعلان کړ.

هغه تر نوملیکنې وروسته په یوه وینا کې چې پر دولتي تلوېزیون خپره شوه ویلي چې تر ټولو مهمه انګېزه یې د اقتصادي ستونزو حل او د کار لپاره د مناسبې فضا رامنځته کول وو.

محمود احمدي نژاد د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د شورای نګهبان له‌خوا رد شوی و.

په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنې د جون میاشتې پر ۲۸مه کېږي.

د ایران پخوانی ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځینې نور چارواکي د مې میاشتې پر ۱۹مه د دوی د الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شول.

په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د اسراییل پر صدراعظم فشارونه زیات شوي

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

وروسته له هغې چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن تېره جمعه په غزه کې د جګړې د پای‌ ته رسېدو لپاره د یوې موافقې طرحه اعلان کړه، د اسراییل پر صدراعظم بنیامین نتنیاهو فشارونه زیات شوي دي.

د اسراییل ګڼ وګړي له نتنیاهو غواړي چې دغه موافقه ومني، خو د هغه توندلارو ښي اړخو متحدانو خبرداری ورکړی، که صدراعظم دغه موافقه ومني، دوی به د ده حکومت ړنګ کړي.

نتنیاهو ویلي تر هغو چې په غزه کې د جګړې د ختمېدو لپاره د دوی شرایط ونه منل شي، په غزه کې دایمي اوربند به "پیل نه شي."

له دې داسې ښکاري چې د ولسمشر بایډن له‌خوا پېشنهاد شوې موافقه چې هغه یوه اسراییلي موافقه بللې، کمزورې شوې ده.

پرون ناوخته هم په اسراییل کې د یوه پراخ لاریون پر مهال چې د حماس ډلې له‌خوا د یرغمل شویو د کورنیو غړو رهبري کوله، لاریونوالو له خپل حکومت په دې برخه کې د عملي اقدام غوښتنه وکړه.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د امریکا د متحدو ایالتونو، مصر او قطر منځګړو پر اسراییل او حماس فشار راوستلی او وايي دغې پیشنهاد شوې موافقې د دایمي اوربند او د بحران د ختمېدو لپاره د لارې یوه نقشه برابره کړې ده.

د دوی په وینا دا موافقه د حماس له بنده د یرغمل شویو او د غزې د اوسېدونکو فوري خلاصون ته زمینه برابروي.

زیلینسکي: د امریکا دفاع وزیر سره مې د اوکراین د دفاعي اړتیاوو په اړه خبرې وکړې

د عکس ښي لور ته د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوېډ اسټین او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د روغبړ پر مهال
د عکس ښي لور ته د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوېډ اسټین او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د روغبړ پر مهال

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي نن یکشنبه ویلي چې د امریکا د متحدو ایالتونو له دفاع وزیر لوېډ اسټین سره یې د خپل هېواد د دفاعي اړتیاوو په باب خبرې وکړې.

دواړو لوریو په سینګاپور کې د شانګري­لا ډیالوګ د امنیتي غونډې په څنډه کې سره کتلي دي.

زیلینسکي په ټلګرام کې لیکلي چې په دې کتنه کې یې د کییف پر دفاعي اړتیاوو، د اوکراین د هوايي مدافع دستګاوو پر پیاوړتیا، دغه راز د کییف او واشنګټن ترمنځ د دوه اړخیز امنیتي تړون پر چمتووالي بحث وکړ.

د اوکراین ولسمشر له اوږدې مودې له خپلو لوېدیځو شریکانو د خپل هېواد لپاره د نورو پوځي مرستو غوښتنه کړې چې د روسیې د غیرموجه یرغل پر وړاندې په دفاع کې ورته اړتیا ده.

شل اوریز نړیوال جام؛ امریکا تاریخي سیالي ګټلې او کاناډا ته یې ماتې ورکړې

د امریکا یو توپ وهونکی له لوبې وروسته بریا نمانځي.
د امریکا یو توپ وهونکی له لوبې وروسته بریا نمانځي.

د کرکټ د نړیوال شل اوره جام په لومړنۍ رسمي سیالۍ کې تېره شپه د امریکا متحدو ایالتونو خپل سیال کاناډا ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې، چې د امریکا د ټکساس ایالت په دالاس ښار کې وشوه، کاناډا په خپلو شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو له بایللو وروسته ۱۹۴ منډې وکړې، خو د امریکا لوبډلې، په داسي حال کې چې څلور لوبغاړي یې سوځېدلي وو، په اتلسم اور کې هدف پوره کړ.

د امریکا لپاره تر ټولو ښه لوبه ارون جونز وکړه.

ده په ۴۰ توپونو ۹۴ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

همداراز اندرس ګوس په ۴۶ توپونو ۶۵ منډې وکړې.

امریکا او وېسټ انډیز په ګډه د نړیوال شل اوره جام سیالیو کوربانه دي.

د کرکټ په سږني نړیوال جام سیالیو کې ۲۰ هیوادونه په څلورو ګروپونو کې لوبېږي.

افغانستان په سي ګروپ کې له کوربه وېسټ انډیز، نیوزیلنډ، یوګنډا او پاپوانیوګینې سره یوځای دی.

په دې نړیوال جام کې به د افغانستان لومړۍ مسابقه د راروانې سې شنبې په ورځ له یوګنډا سره وي.

خو نن د افغانستان د ماښام پر اووه بجې د وېسټ انډیز او پاپوا نیوګیني لوبډلې مخامخ کېږي.

د دې نړیوال شل اوره جام پایلوبه به د جون پر ۲۹ نېټه په وېسټ انډیز کې وي.

د برمته اسراییلیانو کورنیو له خپل حکومته د اوربند منلو غوښتنه وکړه

د حماس په لاس د برمته اسراییلیانو د کورنیو د یوې غونډې انځور. دوی د برمته‌وو انځورونه په لاس او د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه کوي.
د حماس په لاس د برمته اسراییلیانو د کورنیو د یوې غونډې انځور. دوی د برمته‌وو انځورونه په لاس او د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د حماس د سختدریځې ډلې په لاس کې د برمته اسراییلیانو کورنیو له خپل حکومت څخه وغوښتل چې اوربند ومني.

له دې سره هممهاله امریکا، قطر او مصر په یوه ګډه اعلامیه کې له اسراییل او حماس څخه وغوښتل چې د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ولسمشر جو بایډن له لوري د اعلان شویو اصولو پر اساس طرحه نهايي کړي.

په دې اعلامیه کې چې د شنبې په ورځ جون لومړۍ خپره شوه، ویل شوي چې درې واړو هېوادونو د اسراییلو او حماس له چارواکو سره په ګډه تماسونه نیولي څو هغوی قانع کړي چې د امریکا د ولسمشر له‌خوا اعلان شوی پلان ومني.

درې منځګړي هېوادونه وايي چې په دې پلان کې د بایډن له‌خوا وړاندیز شوي اصول د ټولو اړخونو غوښتنې د یوې موافقې په بڼه سره راټولوي چې د ګڼو ګټو لپاره زمینه برابروي.

امریکا، قطر او مصر ویلي چې دا موافقه د دایمي اوربند او د کړکېچ د پای ته رسولو د لار نقشه وړاندې کوي.

فوټبال؛ ریال ماډریډ د اروپا اتلانو لیګ پایلوبه وګټله

دا پینځلسم ځل دی چې ریال ماډریډ د اروپا د اتلانو لیګ پایلوبه ګټي.
دا پینځلسم ځل دی چې ریال ماډریډ د اروپا د اتلانو لیګ پایلوبه ګټي.

د اروپا د فوټبال د اتلولیو لیګ په پایلوبه کې د هسپانیا اړوند کلب ريال ماډریډ د جرمني بوروسیا ډورټمونډ لوبډلې ته دوه په صفر ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې تېره شپه د لندن په وېمبلي لوبغالي کې وشوه، په لومړۍ نیمايي کې دواړه لوبډلې د ګول په وهلو بریالۍ نه شوې.

د لوبې ۷۴یمه دقیقه وه چې د ریال ماډریډ لوبډلې ډني کارواخال لومړی ګول وواهه.

ریال ماډریډ ته دویم ګول وینیس یوس جونیر په ۸۴یمه دقیقه کې وواهه.

دا پنځلسم ځل دی چې ریال ماډریډ د اروپا د اتلولیو لیګ پایلوبه ګټي.

په دغه لیګ کې د اروپايي هېوادونو د فوټبال بېلابېلو ۳۲ لوبډلو په ۸ ګروپونو کې سره سیالۍ وکړې.

حزب‌الله د اسراییلو د بې پیلوټه الوتکې د نسکورولو او یوې پوځي اډې د ویشتلو خبر ورکړ

د حزب الله جنګیالي
د حزب الله جنګیالي

د لبنان افراطي ډله حزب‌الله وايي، د لبنان د جنوب پر فضا یې د اسراییل یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې او د اسراییل پر یوه پوځي اډه یې توغندی ویشتلی دی.

دا څرګندونې داسې وخت شوي چې تر دې څو ساعته مخکې د اسراییل یوې بې پیلوته الوتکې په لبنان کې په یوه حمله کې یو تن وواژه او ځینې نور ټپیان کړل.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د خبر له مخې، حزب‌الله ډلې چې ایران یې ملاتړ کوي پرون شنبه په یوه اعلامیه کې وویل چې د دوی جګړه مارو د اسراییل یوه هرمس-۹۰۰ کوچاف (Hermes 900 Kochav) ډوله بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.

د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسراییل د پوځي عملیاتو سختېدو، په وروستیو اوونیو کې د لبنان او اسراییل پر پوله د ناامنیو پېښې زیاتې کړې دي.

ایراني پولیسو پر یوې غونډې چاپه اچولې؛ ۳۵ کسان یې نیولي

ایراني پولیس د عملیاتو پر مهال
ایراني پولیس د عملیاتو پر مهال

په ایران کې ځینو رسنیو پرون خبر ورکړی چې د دغه هېواد چارواکو د دوی په اصطلاح د "شیطاني شبکې پر غونډې" د چاپې په نتیجه کې ۳۵ کسان نیولي دي.

دغه کسان چې ۳۱ یې نارینه او څلور ښځې توقیف ځای ته لېږدول شوي دي.

په راپورونو کې ویل شوي چې دغه کسان په جنوب لوېدیځ ولایت خوزستان کې وروسته له هغې ونیول شول چې لومړی یې پولیسو د راغونډېدو موقعیت تثبیت کړ.

د ایران ایسنا خبري اژانس راپور ورکړ چې د دغو مشکوکو کسانو د غونډېدو په ځای کې د شیطان د عبادت نښې او سمبولونه، الکول او نور نشه‌يي مواد نیول شوي دي.

د ایران په دودیزه ټولنه کې هغه غونډې چې د چارواکو په وینا د شیطان د عبادت په نیت کېږي، کومه نوې خبره نه ده.

د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، اکثره دغه ډول راټولېدنې د مېلمستیاوو او کنسرټونو په نیت وي او الکول هم په کې کارول کېږي چې په ایران کې سخت بندیز ورباندې دی.

په مې میاشت کې هم په ایران کې د درېیو اروپايي وګړو په ګډون په پلازمېنه تهران کې په ورته تور څه باندې ۲۵۰ کسان نیول شوي وو.

د اندونیزیا ولسمشر: غزې ته د سوله ساتي پوځیانو لېږلو ته تیاری لرو

د اندونیزیا ولسمشر پرابوو سوبیانتو
د اندونیزیا ولسمشر پرابوو سوبیانتو

د اندونیزیا ولسمشر وايي، که اړتیا وي، هېواد یې تیار دی په غزه کې د اوربند د نافذېدو لپاره خپل سوله ساتي پوځیان ولېږي.

پرابوو سوبیانتو پرون شنبه په یوه کنفرانس کې د څرګندونو پر مهال زیاته کړه، په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن وړاندیز پر سم لوري یو ګام اخیستل و.

د امریکا د متحدو ایالتونو، مصر او قطر په ګډون ځینې هېوادونه هڅه کوي په غزه کې د اوربند د ټینګښت لپاره هڅې منسجمې کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG