رالف والډو ایمرسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رالف والډو ایمرسن
رالف والډو ایمرسن
رالف والډو ایمرسن

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۵ مې ۱۸۰۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه 27 اپرېل 1882 (79 کاله)[۱][۳][۴][۵][۶][۷][۱۳][۸][۹][۱۰][۱۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رکن
ښځه
اولاد
پلار
مور
خور/ورور
عملي ژوند
تعلیم
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۹][۲۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه
ځانګړي کړنې
مؤثر
تحریک لوېديځه فلسفه   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
رالف والډو ایمرسن
رالف والډو ایمرسن

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

رالف والډو ایمرسن (۱۸۰۳ مې ۲۵مه – ۱۸۸۲ اپرېل ۲۷مه) (انګلیسي: Ralph Waldo Emerson)، چې پر خپل منځني نوم "والډو" مشهور دی، یو امریکایی لیکوال، د پوهنتون استاد، فیلسوف، د غلامۍ د سیستم لغوه کولو پلوی (abolitionist) او شاعر و، چې د ۱۹مې پېړۍ په منځ کې یې د ټرانسېنډېنټلېزم (transcendentalist) فلسفي غورځنګ رهبري کوله. هغه ته د انفرادیت یا فردپالنې (individualism) نظریې د اتل او د ټولنیزو فشارونو د یوه دوراندېش منتقد په سترګه کتل کېدل. د هغه افکار په متحده ایالاتو کې د لسګونو مقالو او تر ۱۵۰۰ زیاتو لیکچرونو له لارې خپاره شول.[۲۲]

ایمرسن په تدریجي توګه د خپلو هم‌دوره له مذهبي او ټولنیزو باورونو څخه لرې شو او په ۱۸۳۶م کال کې یې د "طبیعت" تر عنوان لاندې خپله مقاله کې د لوړتیاپالنې (transcendentalism) فلسفه جوړه او بیان کړه. وروسته یې بیا په ۱۸۳۷م کال کې د "امریکایي عالم" تر عنوان لاندې یوه وینا وکړه، چې اولیور وینډیل هولمز امریکایي عالم دا د امریکا "د فکري خپلواکۍ اعلامیه" وګڼله.[۲۳]

ایمرسن خپلې ډېری مهمې مقالې لومړی د لیکچرونو په توګه ولیکلې او بیا یې د چاپ لپاره تصحیح او چمتو کړې. د هغه د مقالو په لومړنیو دوو ټولګو، "مقالې: لومړۍ لړۍ" (۱۸۴۱) او "مقالې: دویمه لړۍ" (۱۸۴۴)، کې د هغه اصلي افکار بیان شوي دي. په دغو مقالو کې د "پر ځان باور"، "د روح لوړتابه"، "حلقې"، "شاعر"، او "تجربه" په څېر د هغه مشهورې مقالې شاملې دي. د "طبیعت" تر نوم لاندې مقالې او همدغو مقالو په ټوله کې د ۱۸۳۰مې لسیزې له نیمایي څخه د ۱۸۴۰مې لسیزې تر نیمایي پورې یوه لسیزه د ایمرسن په ترټولو ګټوره او ښېرازه دوره بدله کړه. ایمرسن د ګڼو موضوعاتو په اړه لیکل کړي، خو هېڅکله یې د ثابتو فلسفي اصولو ملاتړ نه دی کړی، بلکې ځانګړې نظریې یې مطرح کړې، د بېلګې په توګه ځانګړواله یا انفرادیت (individuality)، آزادي، د هر څه د درک کولو لپاره د انسان وړتیا او توانایي، او د روح او شاوخوا نړۍ ترمنځ اړیکه یې د یادولو وړ دي. د ایمرسن "طبیعت" د طبیعي‌والي په پرتله تر ډېره فلسفي وه: "له فلسفي نظره نړۍ له طبیعت او روح څخه جوړه ده." ایمرسن یو له هغو څو شخصیتونو څخه دی چې "له نړۍ څخه د خدای (ج) د جلا ګڼلو د نظریو په ردولو سره یې تر ډېره وحدت الوجودي (pantheist) او پانډیسټ (pandeist) چلند غوره کړ."[۲۴][۲۵][۲۶]

نوموړی د امریکا د رومانتيک غورځنګ یو له محوري څېرو بلل کېږي، او د هغه اثارو د هغه پر پیروانو مفکرینو، لیکوالانو او شاعرانو خورا زیات نفوذ او اغېز کړی. هغه لیکي: "زما په خپلو ټولو لیکچرونو کې ما د یوې عقیدې لارښوونه کړې، او هغه د ځانګړي سړي ابدیت دی." ایمرسن د هنري ډېوېډ تورو د یوه ښوونکي او ملګري په توګه، چې هغه هم یو ټرانسېنډېنټلیست و، هم پېژندل شوی.[۲۷][۲۸][۲۹]

د ژوند لومړني وختونه، کورنۍ او زده‌کړې[سمول]

ایمرسن د ماساچویسټ ایالت په بوسټن ښار کې د ۱۸۰۳م کال د مې پر ۲۵مه زیږېدلی. مور یې روت هسکنز (Ruth Haskins) نومېده او پلار یې ویلیم ایمرسن (Rev. William Emerson) و، چې یو یونیټرینسټ یا توحیدي مسیحي کشیش (Unitarian minister) و. د هغه لومړنی نوم (رالف) د نوموړي د ماما له نوم "رالف" څخه او منځنی نوم (والډو) یې د پلار د نیا له نامه "ربیکا والډو" څخه اخیستل شوی و. رالف والډو د دغې کورنۍ د هغو پنځو ماشومانو دویم هغه و، چې تر لویوالي پورې ژوندي پاتې شوي. د نورو نومونه یې ویلیام، اډوارډ، رابرټ بلکلي، او چارلس وو. درې نور ماشومان –فیبي، جان کلارک، او ماري کارولي – یې په ماشومتوب کې مړه شوي وو. ایمرسن په بشپړ ډول په خټه انګرېز و او د هغه کورنۍ د استعماري دورې له پیله د امریکا د نیوانګلنډ ایالتونو په سیمه کې وه.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د ایمرسن پلار د هغه له اتمې کلیزې دوې اوونۍ وړاندې د ۱۸۱۱م کال د مې پر ۱۲مه د معدې د سرطان له امله مړ شو او ایمرسن د خپلې مور او د کورنۍ د نورو مېرمنو په مرسته لوی شو. د هغه ترور ماري موډي ایمرسن په ځانګړې توګه پر هغه ژوره اغېزه لرله. هغې له خپلې کورنۍ سره په مقطعي توګه ژوند کاوه او په ۱۸۶۳م کال کې د هغې تر مړینې پورې یې له ایمرسن سره دوامداره اړیکه ساتله.[۳۴][۳۵][۳۶]

د ایمرسن رسمي زده‌کړې د هغه د نهه کلنۍ پر مهال په ۱۸۱۲م کال کې په بوسټن لاتین ښوونځي کې پیل شوې. د ۱۸۱۷م کال په اکتوبر کې، چې نوموړی ۱۴ کلن و، هاروارډ پوهنتون ته ورغی او هلته د پوهنتون د رئیس د لومړي کال پیغام رسوونکي محصل په توګه وټاکل شو، ترڅو متخلف محصلین په نښه او راولي او هم د پوهنځي د علمي پلاوي غړو ته پیغامونه واستوي. د پوهنتون د درېیم کال په منځ کې ایمرسن د هغو کتابونو نوملړ جوړ کړ، چې لوستي یې وو او د "پراخه نړۍ" تر نوم لاندې یوه ژورنال په بڼه یې د هغو لنډیزونه لیکل او خپرول. هغه د خپلو زده‌کړو د لګښتونو برابرولو لپاره بیرونۍ دندې واخیستې. په دغو دندو کې ګارسوني او د ماساچویست ایالت په والتم ښار کې له خپل تره سامویل او ترور سارا ریپلي سره د ښوونکي په توګه کار کول شامل وو. د پوهنتون پر څلورم کال ایمرسن پرېکړه وکړه چې خپل منځنی نوم والډو وټاکي. ایمرسن د ټولګي د شاعر په توګه ټاکل شوی و او له رواج سره سم یې د هاروارډ د ټولګي پر ورځ یو اصلي شعر وړاندې کړ او دا هغه وخت و چې نوموړی ۱۸ کلن و او د ۱۸۲۱م کال د اګست پر ۲۹مه د هغه د رسمي فراغت ورځې ته یوه میاشت پاتې وه. هغه مخکښ محصل هم نه و او د ۵۹ تنو لرونکي ټولګي په دقیقا وسطي مرتبه کې فارغ شو. د ۱۸۲۰مې لسیزې په لومړیو کې ایمرسن د ځوانو مېرمنو په ښوونځي کې (چې د هغه ورور ویلیم یې مدیر و) د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله. هغه بیا دوه کاله د ماساچوسټ ایالت د روکسبري په کانټربري برخه کې په یوه کوچني اطاق کې ژوند کاوه، چېرې چې هغه د طبیعت په اړه لیکل او مطالعه وکړه. دا سیمه اوس د بوسټن په فرانکلین پارک کې د هغه په ویاړ د "سکول ماسټر هیل" په نوم یادېږي.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

وروستي کلونه او مړینه[سمول]

په ۱۸۶۷م کال کې د ایمرسن روغتیايي وضعیت په خرابېدو شو. هغه په خپلو ژورنالونو کې ډېر لږ لیکل کول. د ۱۸۷۱م کال د دوبي په پیل کې یا د ۱۸۷۲م کال په پسرلي کې، هغه د حافظې له ستونزې سره مخ شو او د ژبې غلطېدو (aphasia) له ستونزې کړېده. د دغې لسیزې په پای کې، هغه کله ناکله ان خپل نوم هم هېراوه او کله به چې چا ترې وپوښتل چې څنګه یې، هغه به ځواب ورکړ: "بیخي ښه یم؛ ما خپلې ذهني وړتیاوې له لاسه ورکړې دي، مګر نور په بشپړه توګه ښه یم".[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

د ۱۸۸۲ کال د اپریل پر ۲۱مه ایمرسن په سینه بغل ناروغۍ اخته شو او شپږ ورځې وروسته مړ شو. ایمرسن د ماساچوسټ ایالت د کنکورډ ښارګوټي په سلیپي هولو هدیره کې ښخ شوی دی. نوموړی په تابوت کې په هغو سپینو جامو یا چپنه کې پوښل شوی کېښودل شو، چې د امریکایي مجسمه جوړوونکي ډانیل چیسټر فرېنچ له لوري ورکړل شوې وه.[۴۹]

میراث[سمول]

هارولډ بلوم په خپل کتاب "امریکايي دین" کې په مکرر ډول ایمرسن ته د "امریکایي دین د پیغمبر" په توګه اشاره کړې. نوموړی د کتاب په متن کې د امریکا بومي یا ځایي ادیانو یا مذاهبو لکه مورمونېزم او مسیحي علم ته اشاره کوي، چې تر ډېره د ایمرسن د ژوند پر مهال رامنځته شوي، خو همدارنګه د اصلي کرښې پروتستانت کلیساګانو ته هم اشارې لري، چې د بلوم په وینا په متحده ایالاتو کې د اروپایي هغو په پرتله خورا ګنوسیستي (gnostic) شوې دي. په ویسټرن کانون (The Western Canon) کې بلوم، ایمرسن له میشل ډي مونټاینګ (Michel de Montaigne) سره پرتله کوي: "د لوستلو یوازینۍ معادله تجربه چې زه پوهیږم دا ده چې د رالف والډو ایمرسن په کتابچو او ژورنالونو کې، د مونټاین امریکايي نسخه، په نه ختمېدونکې توګه بیا بیا ولوستل شي." د ایمرسن څو شعرونه د بلوم "د انګلیسي ژبې غوره شعرونه" اثر کې شامل شوي، که څه هم هغه لیکلي چې هېڅ یو شعر د ایمرسن د غوره مقالو په څېر غوره نه دی، چې بلوم د "پر ځان باور"، "حلقو"، "تجربې"، او "د ژوند نږدې ټول چلند" په توګه لیست کړې دي. د هغه په ​​​​باور د کرښو اوږدوالی، وزن او جملې یې په ساه سره ټاکل کېږي، د ایمرسن شعرونه د چارلس اولسن نظریې وړاندې کوي.[۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118530127  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12028408n — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6d799gc — subject named as: Ralph Waldo Emerson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/320 — subject named as: Ralph Waldo Emerson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Ralph Waldo Emerson — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Emerson,_Ralph_Waldo — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?25216 — subject named as: Ralph Waldo Emerson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/emerson-ralph-waldo — subject named as: Ralph Waldo Emerson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0023914.xml — subject named as: Ralph Waldo Emerson — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=ralphwaldoemersonr — subject named as: Ralph Waldo Emerson
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2965 — subject named as: Ralph Waldo Emerson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/19620 — subject named as: Ralph Waldo Emerson — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. او Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  12. https://mormonarts.lib.byu.edu/people/ralph-waldo-emerson/
  13. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12028408n — subject named as: Ralph Waldo Emerson — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. او Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — منښتلیک: Open License
  14. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/320
  15. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Ralph-Waldo-Emerson — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  16. Poets.org poet ID: https://www.poets.org/poetsorg/poet/ralph-waldo-emerson — د نشر نېټه: ۱۸ مې ۲۰۲۲
  17. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  18. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000601484 — د نشر نېټه: ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۲
  19. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12028408n — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  20. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/16739427
  21. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000601484 — د نشر نېټه: ۸ جنوري ۲۰۲۳
  22. کينډۍ:Britannica
  23. Richardson, p. 263.
  24. Emerson, Ralph Waldo (1841). "Self-Reliance". In Charles William Eliot (المحرر). Essays and English Traits. (په انګلیسي ژبه کي). Volume 5, with introduction and notes. (الطبعة 56th printing, 1965). New York: P.F.Collier & Son Corporation. د کتاب پاڼي 59–69. It is for want of self-culture that the idol of Travelling, the idol of Italy, of England, of Egypt, remains for all educated Americans. They who made England, Italy, or Greece venerable in the imagination, did so not by rambling round creation as a moth round a lamp, but by sticking fast where they were, like an axis of the earth. ... The soul is no traveller: the wise man stays at home with the soul, and when his necessities, his duties, on any occasion call him from his house, or into foreign lands, he is at home still and is not gadding abroad from himself. p. 78 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Lewis, Jone Johnson. "Ralph Waldo Emerson – Essays". www.transcendentalists.com. د لاسرسي‌نېټه August 10, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Lachs, John; Talisse, Robert (2007). American Philosophy: An Encyclopedia. د کتاب پاڼې 310. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415939263. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Gregory Garvey, T. (January 2001). The Emerson Dilemma. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780820322414. د لاسرسي‌نېټه June 29, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Journal, April 7, 1840.
  29. "Emerson & Thoreau". Wisdomportal.com. June 6, 2000. د اصلي آرشيف څخه پر February 3, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 26, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Richardson, p. 18.
  31. Baker, p. 3.
  32. Cooke, George Willis. Ralph Waldo Emerson. pp. 1, 2.
  33. Allen, p. 5.
  34. McAleer, p. 40.
  35. Richardson, pp. 22–23.
  36. Baker, p. 35.
  37. McAleer, p. 44.
  38. McAleer, p. 52.
  39. Richardson, p. 11.
  40. McAleer, p. 53.
  41. Richardson, p. 6.
  42. McAleer, p. 61.
  43. Buell, p. 13.
  44. https://www.franklinparkcoalition.org/wp-content/uploads/2018/01/Ralph-Waldo-Emerson-The-Schoolmaster-of-Franklin-Park.pdf
  45. Gougeon, p. 325.
  46. Baker, p. 502.
  47. Richardson, p. 569.
  48. McAleer, p. 629.
  49. Thayer, James Bradley (1884). A Western Journey with Mr. Emerson. Boston: Little, Brown, and Company. د لاسرسي‌نېټه August 1, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Buell, p. 34.
  51. Bosco and Myerson. Emerson in His Own Time. p. 54
  52. Sullivan, p. 123.
  53. Baker, p. 201.