Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت ويلي د پاکستان جنګي الوتکو په افغانستان کې بريدونه کړي


تر دې وړاندې هم پاکستانيو الوتکو په کنړ او خوست کې حملې کړې وې. پخوانۍ انځور
تر دې وړاندې هم پاکستانيو الوتکو په کنړ او خوست کې حملې کړې وې. پخوانۍ انځور

د طالبانو حکومت، ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان ځینې مشران او عيني شاهدان وايي چې پاکستانیو جنګي الوتکو په افغانستان کې د "وسلوالو پر پټنځايونو" بمباري کړې ده.

دا تر هغې يوه ورځ وروسته ده چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د وسلوالو په بريد کې د وژل شویو پوځي چاروکو د جنازې د مراسمو پر مهال ويلي ول چې هېواد يې مشکوکو"ترهګرو" ته د ځواب ورکولو هوډ کړی دی.

د پاکستان پوځ د تازه بريدونو په اړه لا څه نه دې ويلي البته د افغان طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد، د ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان ځينو مشرانو او عيني شاهدانو د بريدونو پخلی کړی دی.

د مشال راډیو خبريال طاهر خان د بريدونو په اړه د طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد سره تماس ونياو او هغه ورته پخلی وکړ چې یاد بريدونه شوي دي.

د ټي ټي پي مشرانو چې له رسنيو سره يې د خبرو کولو اجازه نلرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې د پاکستان دوو جنګي الوتکو د مارچ پر ۱۸مه سهار وختي شاوخوا درې نيمې بجې له جنوبي وزیرستان سره جوخت د افغانستان د پکتيکا د برمل په لمن سيمه کې پر ځینو کورونو بمباري کړې ده.

رپورټونه وايي چې بريدونه د ټي ټی پی د جنګیالیو پر کورونو شوي دي چې پکې د عبدالله شاه په نوم د طالب قومندان ښځه، يو ماشوم او مور وژل شوي دي. د عیني شاهدانو په خبره، په وژل شویو کې د عبدالله شاه مسيد څلور ماشومانې لوڼې، د هغه دوه ښځې او یو زوی وژل شوي دي.

ځايی خلکو مشال راډيو ته ويلي چې په يوه بله پېښه کې د پاکستان جنګي الوتکو د مارچ پر ۱۸مه سهار وختي له شمالي وزیرستان سره جوخت د افغانستان د خوست په پچه مېله، ممدۍ او مندته سيمو کې هوايی بريدونه کړي دي چې پکې دوه کسان وژل شوي او دوه ټپیان دي. د دوی په خبره، الوتکو د حافظ ګل بهادر ډلې د وسلوالو ځايونه په نښه کړي دي، خو په دې اړه نور معلومات نشته.

تحریک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني رسنيو ته په استولي بیان کې چې مشال راډیو ته هم ترلاسه شوی، ويلي چې پاکستانیو الوتکو د مارچ پر ۱۸مه په خوست او پکتيکا کې هوايي بريدونه کړي دي. نوموړي په حملو کې د طالب وسلوالو د وژنې او پر پټنځايونو يې د حملو رپورټونه رد کړي دي. هغه دعوه کړې چې په بريدونو کې د هغو کډوالو کورونه په نښه شوي چې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملياتو وروسته افغانستان ته کډه شوي ول.

دا بريدونه تر هغې وروسته شوي چې د مارچ پر ۱۶مه د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پی ار) په وينا، د شمالي وزیرستان د میرلي پر پوځي مرکز په ځانمرګي بريد او ورپسې په ډزو کې د پوځ د دوو افسرانو په ګډون اووه سرتېري وژل شوي ول. پوځ دعوه کړې وه چې شپږ وسلوال يې هم وژلي ول. د بريد ذمه واري د حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې منلې وه.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې د مارچ پر ۱۷مه په بیان کې ويلي چې د وژل شويو افسرانو لېفټېنېنټ کرنل سيد کاشف او کېپټن محمد احمد بدر د جنازې لمونځونه د مارچ پر ۱۷مه د راولپنډۍ په چکلاله هوايي ميدان کې وشول چې پکې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، د بهرنيو چارو وزیر اسحاق ډار، د کورنيو چارو وزیر محسن نقوي او د پوځ مشر جنرال عاصم منير ګډون وکړ.

د پاکستان پيپلز پارټۍ پر خپله رسمي اېکس پاڼه د ولسمشر اصف علي زرداري ويډيويي وينا خپره کړې چې پکې نوموړی هوډ څرګندوي چې پاکستان به مشکوکه ترهګرو ته ځواب ورکوي." پاکستان فیصله کړې ده چې هرڅوک چې زموږ پر پولو، یا زموږ کور یا هېواد ته راځي او ترهګري کوي، موږ به هغو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکوو، که هغه هرڅوک وي او هر کوم هېواد وي."

تر دې وړاندې هم پاکستان په خوست او کنړ کې بمبارۍ کړې وې چې پکې ګڼ شمېر کسان وژل شوي ول.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د مارچ پر ۱۶مه دعوه کړې وه چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې له ۵،۰۰۰ تر ۶،۰۰۰ پورې غړو په افغانستان کې پناه اخیستې ده.

نوموړي په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې د مطالعاتو مرکز په کوربه توب د "افغانستان سوله او پخلاینه: د پاکستان ګټې او د تګلارې واک" په نوم د بحث په ۱۲مه ناسته کې بې له ثبوت ورکولو دعوه وکړه چې که د هغو وسلوالو د کورنۍ غړي ورشامل شي نو ټول شمېر "۷۰،۰۰۰ ته لوړېږي."

د سولې مطالعاتو مرکز په بیان کې، چې مشال راډیو ته یې هم استولې، لیکلي چې دراني ناستې ته وویل چې اسلام اباد شواهد لري چې هند د خپلو افغان همکارانو په وسیله ټي ټي پي تمویلوي. "داسې ښکاري چې د [طالبانو] لنډمهالی حکومت د دومره لوی شمېر خلکو د ورځني لګښتونو د پوره کولو توان نه لري."

د طالبانو حکومت لا د دراني د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي او د هغوی ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو په تېرو وختونو کې یې د اسلام اباد دا ډول تورونه رد کړي دي.

هند هم په تېرو وختونو کې د پاکستان دا ډول تورونه رد کړي او دریځ لري چې اسلام اباد په هند او د هغه هېواد تر واک لاندې کشمیر کې ترهګرۍ ته لمن وهي. پاکستان د نوي دلي دا تور ناسم بولي.

په شمالي وزیرستان او د خيبر پښتونخوا په نورو سيمو کې له تېرو څو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې چې پکې د امنیتي سرتېرو په ګډون ولسي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

امنیتي سرتېري وخت په وخت هلته له وسلوالو سره د نښتو او ورته د مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي خو د دې سربېره هم په دې سيمو کې د ناامنۍ پېښې دوام لري.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مارچ پر نهمه په یو بیان کې ویلي ول چې د مارچ پر اتمه او نهمه یې په شمالي وزیرستان کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات کړي او۱۰مشکوک وسلوال یې وژلي دي.

پوځ ویلي ول چې، مشکوکو وسلوالو پر ډېورنډ کرښه له "افغانستانه" شمالي وزیرستان ته "د اوښتو هڅه کوله" چې له پاکستانیو سرتېرو سره یې "سخته نښته" وشوه.

اسلام اباد تر دې مخکې هم په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی وو چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) په ګډون یې نورو وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي او ورڅخه یې د ټي ټي پي د وسلوالو ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

خو د طالبانو حکومت وایی چې د پاکستان په شمول هېڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

امریکايي ډالر
برتانیوی پاونډ
یورو
افغانۍ
سعودي ریال
اماراتی درهم
قطری ریال
ایرانی تومان
کوېتی دینار

یادونه: دا د بانکونو نرخونه دي چې ښايي له ازاد بازاره لږ مختلف وي.

XS
SM
MD
LG