Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پکتيکا او خوست د پاکستان تر بمبارۍ وروسته، د طالبانو حکومت د پاکستان سفیر احضار کړی


د طالبانو د حکومت بهرنيوو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان له سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره - انځور له ارشیفه
د طالبانو د حکومت بهرنيوو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان له سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره - انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د پاکستان بمباريوو په غبرګون کې یې پاکستانی سفیر د بهرنيوو چارو وزارت ته ورغوښتی وو. همداراز د طالبانو دفاع وزارت ويلي چې سرحدي ځواکونو یې د پاکستاني پوځ په مرکزونو بریدونه کړي دي.

دې وزارت پر خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټويټر) په پوځي جامو کې د سرپرست دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد تصویر خپور کړی او په خبرپاڼه کې یې ورسره ليکلي چې سرحدي ځواکونو یې د پاکستاني پوځ د مرکزونو د نښه کولو په وخت درنې وسلې کارولي دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دا کار پر خوست او پکتيکا کې د پاکستانيوو الوتکو د بیګانیوو بمباريوو په غبرګون کې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د مارچ پر اتلسمه پر ایکس ادعا کړې چې تېره شپه د پاکستان الوتکو د پکتيکا د برمل په لمنه کې ۶ تنه چې ۳ یې ښځې او ۳ یې ماشومان دي، وژلي دي. د هغه په وينا د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې هم د پاکستان په بمبارۍ کې ۲ ښځې وژل شوي دي.‌

پاکستاني رسنيوو ليکلي چې پاکستان د ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې، تحريک طالبان پاکستان يو قوماندان عبدالله شاه کور په نښه کړی دی. خو تحريک طالبان پاکستان او ذبیح الله مجاهد په جلا جلا خبرپاڼو کې دا رد کړې او وايي چې په بمبارۍ کې ۸ ولسي وګړي وژل شوي چې ښځې او ماشومان دي.

تر اوسه پورې د پاکستان پوځ او حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي. بلخوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنيوو چارو وزارت د مارچ پر ۱۸مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په کابل کې یې د پاکستان سفیر ورغوښتی وو. د خبرپاڼې ترمخه پاکستاني سفیر عبیدالرحمن نظاماني ته د بریدونو له امله احتجاجليک وسپارل او ورته وويل شول چې داسې حملې نه شي زغملی.

په همدې حال کې د پکتیا او وزیرستان ترمنځ په انګور اډه او پکتيا او کورمې ترمنځ سیمو کې افغان طالبانو او پاکستانيوو ځواکونو له یو بل سره نښتې کړې دي.

د کورمې د بوړکي ځايي مشر حاجي نوروزعلي د مارچ پر ۱۸مه، مشال راډيو ته وويل چې نن سهار د افغانستان له اړخه تر څلورو راکټونو ویشتل کېدو وروسته، پاکستاني پوځيانو ډزې پيل کړي. علي زیاتوي جنګ په خرلاڅو او بوړکي سیمو کې شوی دی.

د پاکستان پوځي استخباراتو مشال راډيو ته په ليږلو معلومات کې د نښتو کېدل منلي خو وايي دواړو خواوو ته مرګژوبله نه ده شوې. البته پولیسو مشال راډيو ته ويل چې په بوړکي کې یې ښوونځي د لنډمهال لپاره رخصت کړي دي.

XS
SM
MD
LG