Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتين وايي پر ناټو هېوادونو د یرغل اراده نه لري


د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ـ انځور له ارشيفه
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ـ انځور له ارشيفه

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي هېواد یې پر ناټو هېوادونو، پولينډ، بالکان هېوادونو او چیک جمهوریت د یرغل اراده نه لري، خو که غربي نړۍ اوکراین ته اېف ـ ۱۶ جنګي الوتکې ورکړې نو د روسيې ځواکونه به یې راوغورځوي.

دا خبره نوموړي د روسيې د هوايي ځواک پيلوټانو ته د مارچ پر ۲۸مه د وینا پر وخت وکړه او زیاته يې کړه چې په ۱۹۹۱ز کال کې د شوروي اتحاد تر ماتېدو وروسته، په داسې حال کې چې مسکو پر ناټو هېوادونو د برید پلان نه وو جوړ کړی خو د امریکا په مشرۍ ایتلاف د ختيځ لور ته غځېدلی دی.

د روسيې د ولسمشر دفتر کریملين لخوا د مارچ پر ۲۸مه خپاره شوي بیان کې د پوتین له خولې ویل شوي چې مسکو د یادو هېوادونو پر ضد جارحانه ارادې نه لري.

سږ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل دوه کاله پوره شول چې پکې د دواړو خواوو زرګونه سرتېري وژل شوي دي.

د اوکراين لپاره د امريکا ۶۰ اربه (مليارد) ډالرو د مهمو پوځي مرستو پېکېج د استازو په جرګه کې د جمهوري غوښتونکو د مخالفت له امله بند پاتې دی چې له امله يې اوکراين زياته تکيه د خپلو اروپایی متحدینو پر مرستو کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG