Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې سکرو کان کې زهرجن ګيس ۴ مزدوران وژلي دي


په پاکستان کې مزدوران د سکرو په کان کې کار کوي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې مزدوران د سکرو په کان کې کار کوي - پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا د کورمې د سکرو په يو کان کې زهرجن ګيس څلور مزدوران وژلي دي.

په کورمه کې د پوليسو يو افسر (ډي اېس پي) یوسف خان خټک د مارچ پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د مارچ پر ۲۷مه په ډنډ تور بته کې د سکرو په یو کان کې د شپې شاوخوا نهه بجې رامينځ ته شوه.

نوموړي زياته کړه، په لومړي سر کې دوه مزدوران کان ته ښکته شوي ول خو چې کله تر زیات وخت تېرېدو وروسته هم را ونه وتل نو د هغوی د ژغورلو لپاره دوه نور مزدوران ورپسې ښکته شول خو په کام کې دننه زهرجن ګيس ټوله ووژل.

د خټک په خبره، وژل شوي ټول مزدوران د شانګلې د يوې کورنۍ ول.

په کورمه کې د سکرو شاوخوا ۷۰ کانونه دي چې دا وخت يې تر ۲۵ زیات فعاله دي او نور بند پراته دي.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند صوبو کې د سکرو په کانونو کې تر دې وړاندې هم دا ډول حادثې شوې دي.

د روانې مارچ مياشتې پر ۱۹مه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه هرنايي کې د سکرو په یو کان کې د چاودنې له امله ۱۲ کان کيندونکي وژل شوي او اته ژوبل شوي ول.

تر دې وړاندې، د روان کال د جنورۍ پر ۲۰مه د بلوچستان د دوکۍ په کان کې د ګیس جمع کېدو له وجې درې مزدوران وژل شوي ول.

تر هغه مخکې د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې په اورکزیو کې د سکرو په کان کې د ګیس سېلېنډر چاودنې ۱۱ مزدوران ژوبل کړي ول.

په پاکستان کې د کويلې د مزدورانو د اتحاديې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې د سکرو په کانونو کې ۲۸۸ مزدوران وژل شوي ول چې زياتره يې د بلوچستان ول. د اتحاديې په خبره، تېر کال د کانونو په پېښو کې شاوخوا ۳،۰۰۰ مزدوران ژوبل شوي هم ول.

له دې پرته، د سکرو په کانونو کې ډېری مزدوران د خیبر پښتونخوا د شانګلې، سوات، دیر او پاړه چینار اوسېدونکي هم دي.

د شانګلې اوسېدونکی او د کانکیندونکو د ټولنې مخکښ غړي عابد یار د ۲۰۲۳ز کال په سېپټېمبر کې مشال راډیو ته ویلي ول چې په کانونو کې د حادثو پر مهال ځینې مزدوران تل تر تله معذورېږي هم.

د پاکستان د بشري حقوقو کمېشن د ۲۰۲۱ز کال په کلني راپور کې ویلي ول چې په پاکستان کې د کویلې کان کیندونکي په ډېر خطرناک چاپېریال کې کار کوي او د کارګرانو د خوندیتوب قوانین نه عملي کېږي.

  • طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG