Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ دعوه کوي د ګوادر بندري چارو پر ودانۍ بریدکوونکي وژل شوي


په بلوچستان کې د ګوادر بندر یو پخوانی انځور.
په بلوچستان کې د ګوادر بندر یو پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ دعوه کړې چې هغه اته وسلوال يې وژلي چې د مارچ پر ۲۰مه د بلوچستان په ګوادر کې د بندري چارو پر ودانۍ (ګوادر پورټ اتارټي) برید کړی وو.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د مارچ پر ۲۰ ناوخته په بیان کې ويلي چې اته وسلوالو د ګوادر بندري چارو ودانۍ ته د ننوتلو هڅه وکړه چې امنیتي ځواکونو ووژل. بیان زیاتوي چې د ډزو په تبادله کې دوه سرتيرې بهار خان او عمران خان ووژل شو.

تر دې وړاندې د مارچ پر ۲۰مه په بلوچستان کې د مکران ډېوېژن کمېشنر سعید عمراني مشال راډیو ته ويلی ول چې یوشمېر وسلوالو د مارچ پر ۲۰مه د مازیګر پر شاوخوا څلورو بجو پر ودانۍ برید وکړ.

د هغه په خبره، امنیتي سرتېري د پېښې ځای ته ورسېدل او سیمه یې کلابنده کړه.

ده زیاته کړه چې په هغه ځای کې د ګوادر د بندري چارو ودانۍ تر څنګ سرکاري دفترونه او داراز، د کبانو لوی مارکېټ هم دی.

بې اېل اې پر هغه ودانۍ د حملې ذمه واري منلې ده.

هغې ناقانونه وسلوالې ډلې رسنیو ته په استولي بیان کې دعوه کړې ده چې په ګوادر کې یې د پاکستان د پوځ د دوو استخباراتي ادارو ای اېس ای او مېلېټري انټېلېجنس (اېم ای) دفترونه په نښه کړي دي.

پر ټولنیزو شبکو یوشمېر رسنیو او خبریالانو ځینې ویډیوګانې خپرې کړې دي چې پکې په سیمه کې ډزې اورېدل کېږي او له یوې ودانۍ لوګي خېژي.

بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې له لسیزو راهیسې په بلوچستان کې فعاله دي چې وخت په وخت پر امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو او هلته د چین – پاکستان اقتصادي لارې (سیپیک) د پروژو پر چینايي کارکوونکو بریدونه کوي.

د پاکستان امنیتي سرتېري هم اکثر په عملیاتو کې د بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو د وژنو دعوې کوي.

په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې بلوڅ وسلوالو ډلو په بلوچستان او کراچۍ کې پر چينايي وګړو او ګټو څو ځلې حملې کړې دي.

چین له پاکستان سره د اقتصادي دهلېز یا لارې (سیپیک) په پروژو کې د څه د پاسه ۶۵ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پانګونه کړې ده چې پکې د بلوچستان د ګوادر بندر هم شامل دی. هغه پروژې د بیجنګ د یوې کړۍ، یوې لارې (بېلټ اېنډ روډ) نوښت لویه برخه دي.

دا په داسې حال کې ده چې بلوڅ بېلتونپالې ډلې (بلوچ لېبرېشن ارمي یا بي اېل اې) د روان کال په جنورۍ کې د بلوچستان په مچ او کولپور کې د حملو ذمه واري منلې وه او په بیانونو کې یې تر ۶۰ څخه د زیاتو سرتېرو د وژنې او د مچ ښار د کنټرول دعوه کړې وه.

خو د پاکستان پوځ ویلي ول چې هلته د وسلوالو په برید او وروسته ورسره په نښته کې دوه ملکي وګړي او څلور سرتېري وژل شوي ول.

پوځ زیاته کړې وه چې په پېښه کې د درو ځانمرګو بریدګرو په ګډون نهه مشکوک وسلوال وژل شوي او درې ژوبل شوي ول.

بې اېل اې البته په نښته کې د خپلو دوو وسلوالو وژل کېدل تایید کړي ول.

تر دې مخکې د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې وسلوالو د بلوچستان په بندري ښار ګوادر کې د "چینايي انجینرانو پر کاروان" برید کړی وو چې تر هغې وروسته یې له امنیتي سرتېرو سره نښته شوې وه.

د پاکستان پوځ هغه مهال ویلي ول چې په نښته کې دوه مشکوک وسلوال وژل شوي او درې سرتېري ژوبل شوي ول.

بي اېل اې د هغې حملې ذمه واري منلې وه او په برید او نښته کې یې د "څلورو چینايي وګړو او نهو پوځیانو" د وژنې دعوه کړې وه.

چین هغه برید غندلی وو او ویلي یې ول چې پکې چینايي انجینرانو ته زیان نه وو اوښتی. بیجنګ پر پاکستانیو چارواکو غږ کړی وو چې په راتلونکې کې د دې ډول پېښو مخنیوي لپاره "عملي او اغېزناکه" اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG