Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې پر کریمیا د توغندي د مرګوني برید پړه پر امریکا اچولې


مسکو - کرمین
مسکو - کرمین

روسي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل متحده ایالات له روسیې سره ملحق شوې کریمیا باندې د اوکراین د توغندیو په برید کې مسول دی چې په وینا یې په دغه برید کې د دریو ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او له ۱۰۰ زیات ټپیان دي.

د فرانسې خبري اژانس د یکشنبې په ورځ جون ۲۳ (چنګاښ درېیمه) د روسي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې یو توغندی د سیواستپول ښار په ساحلي سیمه کې چې خلک د استراحت لپاره راټول شوي وو، چاودېدلی.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې واشنګټن او کیف ”د سیمې پر سوله‌ییزو اوسیدونکو د توغندي قصدي برید مسولیت په غاړه لري“ چې په وینا یې په دغه برید کې د متحده ایالاتو له خوا جوړ شوي (ATACMS) ډوله توغندي څخه کار اخیستل شوی دی.

د سیواستپول والي میخایل رازوژاییف په خپل ټیلیګرام کې په یوې ویډیو کې ویلي‌ چې د دریو ماشومانو په ګډون پنځه تنه په برید کې وژل شوي‌ او شاوخوا ۱۲۰ کسان ټپي شوي دي.

روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا په ټاپو کې د تور سمندرګي بندري ښار او سمندري‌ اډه له خپلې خاورې سره یوځای کړه خو لا هم دغه سیمه په نړیواله کچه د اوکراین د یوې برخې په توګه پیژندل کیږي.

د سیواستپول سیمه په منظم ډول د اوکراین له خوا تر بریدونو لاندې نیول کیږي خو د یکشنبې ورځې برید په غیر معمولي توګه وژونکی و.

د سیواستپول والي‌ رازوژوییف ویلي چې برید په اچکویفکا کې د سمندر د ساحلونو د شګو او هوټلونو په سیمه کې شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي‌ هغه خلک چې د لامبا جامې په تن لري له چاودنې وروسته له سیمې څخه د تیښتې په حال کې دي. د فرانسې خبري اژانس د دغو ویډیوګانو رښتینولي‌ نه دی تائيد کړې.

پدې ترڅ کې د روسیې پلټونکې کمیټې چې د لویو جرمنو پلټنه کوي دا برید یو "تروریستي‌ عمل" بللی دی او په اړه یې د پلټونو د پیلولو خبر ورکړی دی.

د سیواستپول والي ویلي اوکراین پر دغې سیمې پنځه توغندي وویشتل چې د روسیې هوايي دفاعي ځواکونو د سمندر په فضا کې شنډ کړل او په ساحل کې یې د ټوټو په راپریوتلو سره خلکو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

د روسیې د دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې راغلي‌ چې اوکراین د سواستپول په غیرنظامي سیمې باندې د متحده‌ ایالاتو له خوا جوړ شويو‌ کلستري توغنديو په ویشتلو سره په یو "تروریستي برید" لاس پورې کړی دی.

دغه وزارت ویلي چې څلور توغندي په هوا کې شنډ او راوغورځول شول خو پنځم یې د شنډیدو مخکې خپل مسیر بدل کړ او د ښار په فضا کې یې چاودنه وکړه.

د روسیې دفاع وزارت زیاته کړې چې د یادو توغندیو د توغولو چارې د متحده ایالاتو د متخصصینو لخوا د امریکا په کشفي سپوږمکیو که د داخل شویو معلوماتو پر اساس ترسره کیږي.

دغه وزارت خبرداری ورکړی چې ”دا عمل به بې ځوابه پاتې نشي.“

د اوکراین پوځ د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي. د کریمیا د سواستپول ښار په ملکي‌ سیمه دا برید یوه ورځ وروسته له هغې شوی چې په خارکیف ښار کې پر یو کور باندې د روسیې له خوا د لرې واټن څخه د رهبري‌ شوي‌ توغندي د لګېدلو له امله دوه تنه ووژل شول او له ۵۰ زیات ټپیان شول.

همداشان د خارکیف والي اولیګ سینیګوبوف وویل چې روسیي د یکشنبې په ورځ په خارکیف کې یو کور او د ماشومانو د زده‌کړې یو مرکز په نښه کړ، چې له امله یې یو کس ووژل شو او د دوو تنکیو ځوانانو په ګډون ۱۰ تنه ټپیان شول.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ټولنیزو رسنیو کې په یو پیغام کې د اوکراین له ملاتړو هیوادونو غوښتي چې ورسره د روسیې پر خاوره د بریدونو په زیاتولو کې مرسته وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG