Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

مک کال: طالبان باید د معلوماتو د ازادۍ پر وړاندې خپله جګړه پاې ته ورسوي


د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس مایکل مک کال
د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس مایکل مک کال

د طالبانو د حکومت له خوا د افغانستان انټرنیشنل تلویزیون پر خپرونو باندې د دغه حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر مشرۍ لاندې د رسنیو د سرغړونو د ارزونې د کمیسیون له خوا د بندیز د لګولو پریکړې ته په پراخه کچه غبرګونونه ښودل شوي او د طالبانو دا پریکړه یې غندلې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس مایکل مک کال د پنجشنبې د ورځې ناوخته د مۍ نهم (ثور۲۰) د ایکس په پاڼه لیکلي چې طالبان باید د معلوماتو د ازادۍ پر ووړاندې خپله جګړه پاې ته ورسوي.

ښاغلي مک کال لیکلي: " ډیره مایوسوونکي ده ګورم چې طالبان لکه د افغانستان انټرنیشنل رسنۍ په څیر پر هغو رسنیو باندې چې د افغانستان خلکو ته معلومات وړاندې کوي بندیزونه لګوي. طالبان باید د معلوماتو د ازادۍ پر ووړاندې خپله جګړه پاې ته ورسوي. د افغانستان خلک ددغه تروریستي رژيم په پرتله د ښه حالت مستحق دي".

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر مشرۍ لاندې د رسنیو د سرغړونو د ارزونې د کمیسیون د چهارشنبې په ورځ مۍ اتم (ثور۱۹) په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان انټرنیشنل تلویزیون او راډیو سره چې له بهر څخه دغه هیواد خلکو ته خپرونې کوي د هر ډول همکارۍ د نه کولو پریکړه وکړه.

د کمیسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي: " ټول شنونکي، کارپوهان او خبریالان دې له دوی سره به بحثونو کې له ګډون او هرډول همکارۍ ډډه وکړي او همداراز په عامه ځایونو کې دغې رسنۍ ته د خپراوي د اسانتیاوو برابرول منع دي."

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې پر افغانستان انټرنیشنل تور پورې شوی چې په خپلو خپرونو کې "بېلابېلو قومي، ژبنیو او سیمه ییزو تعصبونو ته لمن وهي" او د حاکم نظام او ټیکاو په خلاف خپرونې کوي

په اعلامیه کې لس موارد ذکر شوي چې له کبله یې د افغانستان انټرنیشنل پر خپرونو بندیز لګول شوی دی.

په دغو مواردو کې پر افغانستان انټرنیشنل د ناسمو معلوماتو خپرولو او "شخصیت وژنې" تور پورې شوی او دا چې په خپرونو کې "له افغاني ارزښتونو او دیني غوښتنو" سرغړونه کوي

خو د افغانستان انټرنیشنل رسنۍ رئیس هارون نجفي زاده د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د طالبانو د حکومت اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مشرۍ د رسنیو د سرغړونو د ارزونې د کمیسیون د دغې پریکړې په اړه ویلي چې هیڅ ډول فشار به افغانستان انټرنیشنل دې ته اړ نکړي چې د ژورنالیستکي اصولو څخه تیر شي.

هغه ویلي: " دا ازادو او نورو رسنیو ته ګواښ دی او پرمونږ باندې د فشار اچول دي ترڅو خپل مسلکي معیارونه شاته پریږدو؛ نتیجه نه ورکوي".

په نیویارک کې د خبریالانو د ساتنې کمیټې (CPJ) او د افغانستان د خبریالانو مرکز په جلا اعلامیو کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مشرۍ د رسنیو د سرغړونو د ارزونې د کمیسیون پریکړه غندلې ده.

د خبریالانو د ساتنې د کمیټې د اسیا د څانګې تنظیموونکې بي لي یه، په دې اعلامیه کې ویلي: " طالبان باید په فوري ډول د افغانستان انټرنیشنل تلویزیون باندې لګیدلي محدودیتونه لیرې کړي او افغان خبریالانو او اوسیدونکو ته ددې اجازه ورکړي چې پرته د ویرې په ازاد ډول ددغې شبکې خبرونو او تحلیلونو ته لاس رسی ولري".

دغې کمیټې ویلي چې د طالبانو ددغې پریکړې په اړه د وضاحت د غوښتلو لپاره یې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ته د تيلیفون له لارې پیغام استولی، خو هغه ورته ځواب نه دی ورکړی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم په یوه اعلامیه کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مشرۍ د رسنیو د سرغړونو د ارزونې د کمیسیون دا پریکړه د قوانینو پرخلاف بللې او د طالبانو له حکومت څخه یې ددغې پریکړې د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

همداشان د افغانستان د ازادۍ کور په نوم د افغان خبریالانو یوې ادارې هم دا پریکړه غندلې او د پریکړې د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو حکومت تېره میاشت د "نور" او "بریا" په نوم د دوو تلویزیونونو پر خپرونو بندیز ولګاوه. له دې وړاندې په افغانستان کې د امریکا غږ او ازادۍ راډیو پر خپرونو هم بندیزونه لګول شوي وو.

د ۲۰۲۱ په اګست کې له بیا واکمن کېدو راهیسې طالبانو په افغانستان کې پر رسنیو ګڼ بندیزونه لګولي دي چې د بې سرحده خبریالانو د راپور په اساس، په تیرو څه باندې دوو کلونو کې ۲۱۹ تصویري، غږیزې او چاپي رسنۍ تړل شوي او په لوی شمیر د رسنیو کارکوونکي له افغانستان څخه بهر ته کډه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG