د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددغه وزارت سیاسي معینیت سرپرست جان باس به سیمې ته د خپل سفر په ترڅ کې قطر او پاکستان کې ددغو هیوادونو د چارواکو سره د دواړخیزو اړیکو اړوند مسلو په سر د خبرو ترڅنګ د افغانستان او سیمې د امنیت په اړه هم خبرې وکړي.
اروپايي ټولنې افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو اساسي خدمتونو ته د لاس رسي، اقتصادي فرصتونو د زیاتیدو او د حرکت په حال کې د افغانانو او د هغوی د کوربنو ټولنو څخه د ملاتړ لپاره د مهاجرت د نړیوال سازمان "آی او ایم" سره د ۱۷ میلیونو یورو د مرستې موافقه لاسلیک کړې ده.
د بخښني نړیوال سازمان د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې چې نن چهار شنبې، اپریل ۲۴( غوايي پنځمه) خپور شو، وایي چې طالبانو په افغانستان کې پر نجونو او میرمنو د پام وړ محدودیتونه وضع کړي چې ظاهرا موخه یې د ژوند له ټولو چارو د هغوی حذف کول دي.
پاکستان ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د درې ورځنې سفر په پای کې، د دواړو هېوادونو مشرانو په یوې ګډې اعلامیې کې، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور ته، چې په کې طالبان په پراخه توګه د بشري حقونو په سرغړونو تورن شوي، ویلی چې لویدیځ هیوادونه دې پر افغانانو خپل فرهنګ نه تحمیلوي، د افغانستان خلک مسلمانان دي او حقوق یې د شریعت پراساس تعریف کیږي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د افغانستان د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې ددغه هیواد ناسم اقتصادي وضعیت اود خوړو نه د خونديتوب د لوړې کچې شتون ته په کتنې د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې د کمښت سره مخ دی.
نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې ددغه هیواد اقتصادي لیرې لید تیاره بریښې او لږ ترلږه د بل ۲۰۲۵ میلادي کال پورې د اقتصادي کساد خطر شته دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دغه هیواد د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو لپاره په ټولو ممکنه لارو چارو باندې غور کوي، خو هغه کډوال چې د افغانستان د پیژندنې کارتونه (ACC) ولري اوس مهال یې د ایستلو کوم پلان نشته دی.
د ایران په اصفهان ولایت باندې، چیرې چې تهران پوځي اډې او اټومي تاسیسات لري، د سرائیل د هوايي برید په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته نړیوالو بیلابیل غبرګونونه ښودلي دي.
د متحده ایالاتو رسنیو د امریکايي او اسرائیلي چارواکو په حواله چې نومونه یې ندي اخیستل شوي، خبر ورکړی چې اسرائیل د جمعې په ورځ اپریل ۱۹ (وري ۳۱) پر ایران هوايي برید کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ پروګرام (UNMAS) وايي چې هغه افغان کډوال چې له پاکستان څخه افغانستان ته ستنیږي دغه هیواد ته د ستنیدلو او بیا میشتیدو پر مهال د ماینونو او چاودیدونکو توکو د ریښتیني ګواښ سره مخ دي.
د بريتانیا د پارلمان غړو د دغه هېواد له حکومت څخه وغوښتل، هغه افغانان چې په افغانستان کې د بريتانوي ځواکونو ژباړونکي وو او همدا راز د افغانستان د پخواني حکومت پوځيان دې استثنأ کړي او روانډا ته دې نه استوي.
نور پورته کول