Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

Accessibility links

Breaking News

په سره سمندر کې د باروړونکو کښتیو د دفاع لپاره د متحده ایالاتو پوځي ستراتیژي


په سره بحیره کې یوه باروړونکې سوداګریزه کښتۍ
په سره بحیره کې یوه باروړونکې سوداګریزه کښتۍ

د منځني ختیځ لپاره د متحده ایالاتو د دفاع وزارت مرستیال ډانیل شاپیرو، وویل، "له هغه وخته چې [د دفاع] وزیر آسټن د دسمبر په میاشت کې دا ایتلاف اعلان کړ، له ۲۰ څخه ډیر هیوادونه ورسره یوځای شوي چې په سره سمندر کې د سمندري ګزمې زیاتې کړي او د سوداګریزو کښتیو ساتنه وکړي."

د نومبر په ۱۹ حوثي یاغیانو په سور سمندرګي کې یوه سوداګریزه کښتۍ وتښتوله او له هغه وروسته یې په شاوخوا شل نورو کښتیو د بې پیلوټه الوتکو، میزایلو او چټکو بیړیو په واسطه بریدونه کړي دي.

د منځني ختیځ لپاره د متحده ایالاتو د دفاع وزارت مرستیال ډانیل شاپیرو، د کانګرس په یوه استماعیه غونډه کې وویل، د امریکا په مشرۍ سمندري ځواکونو د ډېرو بریدونو مخه نیولې ده.

"په سور سمندر کې زموږ اصلي دفاعي هڅې د سوکالۍ ساتونکي عملیات بلل کیږي. وروسته له هغه چې وزیر [لویډ] آسټین د دسمبر په میاشت کې دا ایتلاف اعلان کړ، له ۲۰ څخه ډیر هیوادونه په سره سمندر کې د سمندري ګزمو د زیاتولو او د سوداګریزو کښتیو د ساتنې لپاره یوځای شوي دي. "د سوکالۍ ساتونکي عملیات د سمندري بار وړلو صنعت ته د ډاډ ورکولو لپاره ډیزاین شوي، د غیرقانوني فعالیت مخه نیسي، او د نړیوال سوداګرۍ د آزاد جریان په ساتنې سره د کښتیو د خوندي تګ راتګ ته وده ورکوي."

د دفاع وزارت مرستیال شاپیرو څرګنده کړه، "په عین حال کې، د دفاع وزارت په دې هڅه کې دی چې د حوثیانو هغه وړتیاوې له منځه یوسي چې د سمندري بریدونو لپاره کارول کیږي."

"د متحده ایالاتو ځواکونو همداشان د حوثي اهدافو په وړاندې د ځان د دفاع لپاره چې په کې توغولو ته تیار میزایل او UAS توغندي شامل وو، هم بریدونه ترسره کړي، چې د څو تیرو اونیو په ترڅ کې یې له ۳۰ ځلو زیات قریب الوقوع ګواښونه رامنځته کړي وو. په مجموع کې، موږ د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې یمن کې د عمدي او ځاني دفاع دواړو ډوله بریدونو له لارې تر ۲۳۰ زیات هدفونه په نښه کړل، چې احتمالاً د حوثیانو سلګونه وسلې یې له منځه وړې دي."

د دفاع وزارت مرستیال شاپیرو وویل: د دفاع وزارت یمن ته له ایران څځه د وژونکو مرستو د جریان د مخنیوي لپاره هم کار کړی چې دا ډول بریدونه ممکن کوي. "د جنورۍ په ۱۱ او د جنوري په ۲۸، د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو حوثیانو ته د ایراني وسلو د وژونکي مرستې رسولو چې د نړیوال قانون څخه په ښکاره سرغړونه وه مخه ونیوله. د متحده ایالاتو ځواکونو له ۲۰۰ څخه زیاتې کڅوړې کشف کړې چې د بې پیلوټه الوتکو، د اوبو لاندې او د ځمکې لاندې وسایط، د حوثیانو د منځني واټن بالیسټیک توغندیو او د کښتۍ ضد کروز توغندیو، هوایی دفاع اړوند برخ ، پوځي مخابراتي شبکې تجهیزات، د ټانک ضد رهبري شويو میزایلو تجهیزات، چاودیدونکي مواد او پوځي وسایل په کې شامل وو."

د دفاع وزارت مرستیال شاپیرو وویل: "موږ دا ایران ته پوره واضح کړې چې مونږ هغوی د خپلو شریکانو او ګوډاګیانو د بریدونو مسؤل ګڼو."

د دفاع په سور سمندر کې د تاوتریخوالي د پراخیدو د مخنیوي او د ثبات د بیرته ټینګولو د ټولیز هدف ملاتړ کوي، خو د دفاع وزارت مرستیال شاپیرو زیاته کړه، چې "موږ به د ملکي خلکو د دفاع او د نړۍ په یوه ترټولو مصروفه سمندري لار د سوداګرۍ د آزاد جریان په ساتنه کې ځنډ ونکړو."

XS
SM
MD
LG