Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

Accessibility links

Breaking News

یو پیاوړی او متحد ناټو د اوکراین ملاتړ کوي


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په واشنګټن کې
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په واشنګټن کې

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل: "ناټو په بیړنۍ او یو قوي احساس سره نه یوازې د یووالي په هدف بلکې د عمل د یووالي سره پرمختګ کوي."

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په واشنګټن ډي سي کې په یو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې، اعلان وکړ چې: "ناټو په بیړنۍ او یو قوي احساس سره نه یوازې د یووالي په هدف بلکې د عمل د یووالي سره پرمختګ کوي." هغه د بېلګې په توګه د ترکیې له خوا په ناټو کې د سویډن د الحاق وروستۍ تصویب ته اشاره وکړه چې په ۲۰۲۳ کال کې د فنلنډ له یوځای کیدو وروسته کېږي:

"[له ناټو سره] د فنلنډ او سویډن یوځای کیدل له امکان لیرې وو. په حقیقت کې، که تاسو یو څه له دوو کاله وړاندې ولاړ شئ، هیچا پدې اړه خبرې نه کولې. خو پر اوکراین د مسکو د تازه تیریو په پایله کې، دواړو هیوادونو احساس وکړ چې دا په ښکاره ډول د دوی په ګټه ده چې د خپلو خلکو د دفاع لپاره په تړون کې په یوځای کیدو سره د خپل حاکمیت دفاع وکړي."

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل چې هغه او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د اوکراین لپاره د ناټو د ثابت ملاتړ په اړه خبرې وکړې:

"تېره اونۍ ناټو د توپونو د ۲۲۰ زره مرکیو د تولید لپاره د ۱.۲ میلیارډ ډالرو تړون لاسلیک کړ. دا به د متحدینو سره مرسته وکړي چې د وسلو خپلې زیرمیې بیرته وساتي او دا د متحده ایالاتو، اروپایي اتحادیې او اوکراین لخوا د دفاعي تولید د زیاتولو لپاره د هڅو ستاینه کوي. دا به د راتلونکو ګواښونو په وړاندې پداسې حال کې چې مونږ پرمخ ځو، پخپله ناټو او ټول متحدین ډیر انعطاف منونکي کړي."

وزیر بلینکن یادونه وکړه، چې د اوکراین سره د ناټو په مرستو کې، هیڅکله د بوج د شریکولو غوره بیلګه نه وه.

"هغه مرستې چې متحده ایالاتو له اوکراین سره کړې دي په تیرو څو کلونو کې شاوخوا ۷۵ میلیارډ ډالر کیږي، استثنایی دي. خو زموږ شریکانو او متحدینو، په تېره بیا زموږ د ناټو اصلي متحدینو، په همدې موده کې له ۱۱۰ میلیارد ډالرو زیاته مرسته کړې ده.»

د اوکراین د بریالیتوب لپاره ددې لپاره چې روسیه په خپله "ستراتیژیک ناکامۍ" پوه شي، ښاغلي بلینکن وویل، دا مهمه ده چې د متحده ایالاتو کانګرس د اضافي بودیجې غوښتنه تصویب کړي چې ولسمشر جو بایډن یې په اکتوبر کې وړاندیز کړی و، چې د اوکراین لپاره ۶۱ میلیارده ډالره اضافي مرسته په کې شامله ده:

"له دې پرته، هر هغه څه چې اوکراینیانو ترلاسه کړي او موږ یې په ترلاسه کولو کې له دوی سره مرسته کړې، هغه به له خطر سره مخامخ شي. او د دې ضمیمه په نه شتون کې، موږ به خپلو ټولو مخالفینو ته یو خورا غلط پیغام واستوو چې موږ د آزادۍ په دفاع او د دموکراسۍ په دفاع کې جدي نه یو. او دا به په ساده ډول ولادیمیر پوتین پیاوړی کړي چې وکړای شي په یو ډول اوکراین له مینځه یوسي او زموږ مخه ونیسي."

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن اعلان وکړ چې "دا قضیه به پیښه نشي،" او زیاته یې کړه "موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې دا ډول قضیه رامنځته نشي."

XS
SM
MD
LG