Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

Accessibility links

Breaking News

امریکې په هيوسټن کې د چين قونصلګري ولې تړلې؟


د کلونو راهسې امریکا د چين نه ساده غوښتنه کوي چې په امریکا کې خپل جرمونه، سخت او ناوړه فعاليتونه ودروي. او د کلونو راهسې د چين حکومت په دې عمل نه کوي. او د دې ناړامۍ له امله د امريکې د بهرنيو چارو وزارت په ټېکساس هيوسټن کې د چين قونصلګري په دې تور وتړله چې په سيمه کې يې د يوې ادارې څخه طبي څيړنې په غېر قانونه توګه د انتقال کولو هڅې کولې، چين د دې کار دپاره د 50 نه زيات کسان چې پکې څيړونکي، پروفېسران او نور استازان شامل وو امریکې ته رالېږلي وو او د دې سره په امریکا کې چې د چين کوم وګړي دي او چين يې خپل سياسي مخالفين ګڼي په هغو د بيرته ستنولو دپاره فشار واچوي.

د امریکې په هيوسټن کې دغه قونصلګرۍ ته هم د نورو بهرنیو سفارتکارو په څېر د فعاليتونو اسانتياوې ترلاسه وې. د امریکې انتظاميې په هيوسټن کې د چين د قونصلګرۍ د تړلو دغه ګام ځکه پورته کړو چې د چين د کميونسټ پارټۍ جارحانه چلند قابو کړي.

بيجنګ د کلونو راهسې په اسانۍ سره امریکايي ټولنې ته رسايي کوي خو امریکايي سفارتکارو ته په چين کې دغه اسانتياوې نشته. دا د قبلولو وړ نه ده. دا يواځې امریکا نه ده چې د چين سره پکې دغه سلوک وشو. په حقيقت کې فکري غلا او جاسوسي کول نړيوال ګواښ دی. د امريکې د انصاف د محکمې لخوا د تېرو 11 کالو راهسې تراوسنیو کلونو پورې په لي ژيو او ډونک ژيزي باندې تور دی چې دوی د امریکا، اسټریليا، بيلجيئم، جرمني، جاپان، ليتهونيا، نېدرلېنډ، سپېن، جنوبي کوريا، سویډن او برتانيې د غټې ټېکنالوجۍ صنعت په نخښه کړی دی.

هر نوی تور د چين د غېر قانونه، پټ، سخت او بدعنوانه چلند هغه مخ راښکاره کوي چې چين تل په نړۍ کې د اقتصادي او سفارتي اړيکو د لارې په غېر قانونه توګه ناوړه ګټې ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG