Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

Accessibility links

Breaking News

ولسمشر بايډن او ولسمشر شي جينپينګ د همکارۍ او اختلاف په ساحو خبرې وکړې


د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۲۳ په کالیفورنیا کې د بایډن او شي لیدنه
د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۲۳ په کالیفورنیا کې د بایډن او شي لیدنه

بایډن او شي د "مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ، د دواړو هیوادونو د پوځونو ترمنځ د روانو خبرو، د مصنوعي استخباراتو پورې اړوند خطرونو ته د لارې موندلو د خبرو اترو، او د اقلیم د بدلون په اړه د دوامداره هڅو" په هکله خبرې وکړې.

د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو د مسوولانه مديريت په خاطر، ولسمشر جو بايډن او د چين د خلکو د جمهوریت د ولسمشر شي جين پينګ د اپريل په دوهمه نېټه له يو بل سره ټليفوني خبرې وکړې. دا د تیر نومبر په میاشت کې د کالیفورنیا په ووډسایډ کې د مخامخ لیدنې کتنې وروسته د دواړو مشرانو تر منځ لومړی خبرې اترې.

د ملي امنیت د شورا د ارتباطاتو سلاکار جان کربي خبریالانو ته وویل چې نږدې دوه ساعته خبرې اترې "د همکاریو او اختلافاتو په ګډون د دوه اړخیزو سیمه ایزو او نړیوالو مسلو په په هکله روښانه او رغنده خبرې اترې وې:"

"دوی د مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ، د دواړو هیوادونو د پوځونو ترمنځ د روانو خبرو، د مصنوعي استخباراتو پورې اړوند خطرونو ته د لارې موندلو د خبرو اترو، او د اقلیم د بدلون په اړه د دوامداره هڅو او د دواړو ولسونو ترمنځ د تبادلاتو په ګډون د هغو موضوعاتو روانه پءمختیا وهڅوله چې د ووډسایډ په سرمشریزه کې پرې بحث شوی و."

ښاغلي کربي وویل، په ارام سمندر کې د چین د خلکو جمهوریت په چلند هم بحث وشواو ولسمشر بایډن د "تایوان تنګي په اوږدو کې د سولې او ثبات د ساتلو پر اهمیت ټینګار وکړ" او یو ځل بیا یې "د چین په جنوبي سمندرګي کې د قانون په حاکمیت او د کښتیو چلولو د ازاد تګ راتګ په اهمیت" ټینګار وکړ.

ولسمشر بایډن همداشان د روسیې د دفاعي صنعتي اډې څخه د چین د خلکو د جمهوریت د ملاتړ او د اروپا په امنیت باندې د هغې د اغیزو په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه. او ولسمشر د کوریا ټاپو وزمې د بشپړې بې وسلې کولو په برخه کې د امریکا پر ژمنې ټینګار وکړ.

ښاغلي کربي وویل: "ولسمشر بایډن د چین د خلکو جمهوریت د غیرعادلانه سوداګریزو پالیسیو او غیر بازاري اقتصادي کړنو په اړه دوامداره اندیښنې هم راپورته کړې، کوم چې امریکایی کارګرانو او کورنیو ته زیان رسوي."

د دې ترڅنګ ولسمشر [بایډن] د چین مشر پدې پوه کړ چې د امریکا متحده ایالات به د امریکا د پرمختللو ټیکنالوژیو د مخنیوي لپاره لازمو اقداماتو ته دوام ورکړي چې زموږ ملي امنیت ته زیان ونه رسوي. او هغه د ټولنیزې شبکې ټیک ټاک څخه په چین کې میشت شرکت د محرومولو لپاره د متحده ایالاتو علاقه په ډاګه کړه، تر څو د ښاغلي کربي په وینا "د ملي امنیت ګټې او د امریکایانو د معلوماتو امنیت خوندي شي."

د متحده ایالاتو د ملي امنیت د شورا سلاکار کربي یادونه وکړه چې د مالیې وزیره جینټ ییلن اوس مهال په چین کې په غونډو بوخته ده او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن به ژر بیجینګ ته سفر وکړي ترڅو "د کابینې په کچه د دپلوماسۍ له لارې زموږ ګټو ته وده ورکړي." هغه په ټینګار سره وویل، چې په هرصورت، متحده ایالات په دې باور دي چې "د مشرتابه په کچه د منظم اړیکو لپاره هیڅ بدیل نشته چې دغه پیچلي او اکثر کړکیچنې دوه اړخیزې اړیکې په اغیزمنه توګه اداره کړي، او دواړو ولسمشرانو موافقه وکړه چې هر کله اړتیا وي، تلیفون پورته کړي او سره خبرې وکړي."

XS
SM
MD
LG