د شپږ روپیو عادي هګۍ ولې په ۲۲۵ زره وپلورل شوه؟

کشمیر

د عکس سرچینه، DANISH HAMEED

دا د سرو هګۍ نه وه، بلکې بازار کې د نورو موندل کېدونکو هګیو په څېر د شپږ روپیو عادي هګۍ وه.

نو ډېرو سره به ښايي پوښتنه پیدا شوې وي، چې د چرګې یوه عادي هګۍ ولې څوک په دومره لوړه بیه واخلي.

خبره څه داسې وه چې دا هګۍ د هند تر ولکې لاندې کشمیر په سرینګر کې یوې بې وزلۍ کونډې د دوی سیمه کې د یوه جومات جوړېدو لپاره چنده کې ورکړې وه.

همدې جذبې د دې هګۍ بیه له ۲۰۰ زرو روپیو هم واړوله.

دا جومات د سرینګر د شمال د سوپور سیمې "مال ماپن پوره" کلي کې جوړېږي - خو رغنیزې چارې یې له څو میاشتو راهیسې ټکنۍ دي.

د تېر کوچني اختر پر مهال د جومات کمېټې پتیېلې چې کور پر کور وګرځي او له خلکو ورته مرسته راټوله کړي.

د کلي اوسېدونکو هم پر نغدو پیسو سربېره د غلو دانو، لوښو، څارویو او بېلابېلو توکو مرسته وکړه.

د جومات د کمېټې یو غړی نصیر احمد وايي، "موږ مرستې راټولولې چې له یوه کوچني کوره یوه ښځه راووته. کرار کرار مې خواته راغله او یوه هګۍ یې راته لاس کې ونیوه، چې زما لخوا دا قبوله کړئ."

د نصیر احمد په وینا دا ډېره غریبه او بې وزله ښځه ده او له خپل یوازني زوی سره په یوه کوچني خراب کور کې اوسي.

دی وايي، نور شیان خو مو پلورلی شول، خو "زه حیران وم چې پر دې هګۍ څه وکړم."

نصیر احمد زیاتوي "هسې خو د شپږ روپیو معمولي هګۍ وه، خو دې بې وزلې ښځې چې د خدای په لار کې په کوم اخلاص او جذبه راکړه، همدې ډېره قیمتې کړه."

د جومات د کمېټې دا غړی وايي "ما د کمېټې نورو غړو ته مشوره ورکړه چې هګۍ بولۍ ته کېږدو"، بولي به درې ورځې دوام کوي او هکۍ به پر وروستۍ ورځ د بولۍ ګټونکي ته ورکول کېږي.

نصیر احمد وايي، د جومات ادارې د دې ښځې او هګۍ د کیسې په اړه له څه ویلو پرته اعلان وکړ چې هګۍ بولۍ ته ږدي او لومړی ده پخپله له خپله جیبه پرې لس روپۍ بیه کېښوده.

دی وايي لومړي کس د لس زره روپیو غږ وکړ او همداسې یې په کرار کرار بیه پسې لوړه شوه.

د 'مال ماپن پوره' کلي مخکینی ملک وايي د دولس نیم سوه اوسېدونکو په دغه کلي کې جامع جومات نه و، د همدې لپاره یې د رغولو چارې پیل شوې، خو کار چت ته له رسېدو وروسته د پیسو او بودیجې خلاصېدو له کبله ودرېد.

دی وايي "موږ نه پوهېدو چې یوازې له یوې هګۍ به ۲ لکه ۲۵ زره روپۍ ترلاسه کړای شو."

د بولۍ وروسته ورځ څه وشول؟

حمید

د عکس سرچینه، DANISH HAMEED

نصیر احمد وايي، په لومړیو دوو ورځو کې خلکو پر هګۍ له ۱۰ او ۲۰ روپیو نیولې تر ۵۰ زرو پورې بولي لوړوله او پای کې به یې هګۍ هم بېرته جومات ته ورکوله.

په وروستۍ ورځ اعلان شوی چې دا ځل به بولي د ماښام اووه بجې بندېږي او ګټونکی به یې هګۍ ورسره کور ته وړي.

دا ځل بولۍ کې د سوپور سیمې یو ځوان سوداګر 'دانش حمید' هم و.

درېیمه ورځ چې کله بولي بېرته له ۵۴ زره روپیو پیل شوه، نو دانش یې په ۷۰ زره د پېرلو غږ کوي.

په دې توګه یوازې همدا یوه هګۍ د جومات جوړېډو لپاره نږدې ۲۲۵ زره روپۍ مرسته راټولوي.

دانش وايي بي بي سي ته ویلي، موږ ته د هګۍ په اړه څه نه وو ویل شوي، خو ټول پوهېدل چې د جومات لپاره د یوې بې کسه او بې وزله ښځې پېرزوینه ده.

دی وايي چې ما هم کله په ۷۰ زره پېرله نو همدا فکر راسره و.

هګۍ اوس چېرته ده؟

هګۍ

د عکس سرچینه، DANISH HAMEED

د عکس تشریح، دانش حمید - د هګۍ وروستی پېرېدونکی

نصیر احمد وايي، اوس نو دا یوه معمولي هګۍ نه ده، بلکې ځانګړی اهمیت لري.

دی زیاتوي چې دې هګۍ لپاره ځانګړی چوکاټ جوړېږي، چې هګۍ به پکې ساتلې وي.

د هغه په وینا د یوې کونډې ښځې د لاس دا هګۍ، ده، د ده کورنۍ او بل هر لیدونکي ته یو یادګار دی چې څنګه یې د خدای په لار کې دوه لوړ بیه ترلاسه کړه.

نصیر احمد وايي "پوهېږم چې د زړه له اخلاص او له ریا پرته پېرزوینې ته ارزښت نشي ټاکل کېدای، د همدې لپاره به دا هګۍ تل تر تله زموږ کور کې خوندي وي."